د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۸ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

پر لبنان د اسراییلو هوايي بریدونه؛ ۴۹۲ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۶۰۰ نور ټپیان دي


پر لبنان د اسراییلو د بریدونو یو انځور
پر لبنان د اسراییلو د بریدونو یو انځور

پر لبنان د اسراییلو د بریدونو په نتیجه کې ۴۹۲ کسان وژل شوي دي.

اسراییلو پرون د لبنان پر جنوب او ختیځ سلګونه هوايي بریدونه کړي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې څه باندې ۱۶۰۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د لبنان د روغتیا وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په قربانیانو کې ښځې، ماشومان او د مرستندویه ادارو کارکوونکي شامل دي.

د دغه وزارت د لومړنیو ارقامو پر اساس، په وژل شویو کې ۳۵ ماشومان او ۵۸ ښځې دي.

دا له ۲۰۰۶م کال راهیسې په لبنان کې د ملکیانو تر ټولو زیاته مرګ‌ژوبله یادېږي.

اسراییل وایي، د مرګ‌ژوبلو په شمېر کې زیاتوالی له دې کبله دی چې په ویشتل شویو کورونو کې د وسلو زېرمې وې.

له دغو بریدونو وروسته نړیوالې رسنۍ وایي، زرګونه کسان د لبنان له جنوب څخه بیروت ته تښتېدلي دي.

د حزب‌الله پر مرکزونو د اسراییلو د بریدونو له کبله د لبنان له صیدون سیمې د خلکو د وتلو موټریز کاروان
د حزب‌الله پر مرکزونو د اسراییلو د بریدونو له کبله د لبنان له صیدون سیمې د خلکو د وتلو موټریز کاروان

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د صیدون له جنوبي بندر څخه بیروت ته اصلي لویه لاره د هغو کسانو له موټرو څخه ډکه ده چې له جنوبي سیمو څخه بیروت ته روان دي.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د اسراییلو پوځ د لبنان په ختیځ او جنوب کې له خلکو غوښتي ژر تر ژر له هغو سیمو ووځي چې په‌کې د حزب‌الله ډلې د ادعا په اساس وسلې زېرمه شوي دي.

امریکا، د ایران له ملاتړ برخمنه حزب‌الله ډله ترهګره بولي.

زرګونه کسان د لبنان له جنوبه تښتېدلي چې په نتیجه کې یې د بیروت لویه لار له زیاتې ګڼې ګوڼې سره مخ شوې ده.

د اسراییل پوځ ویلي چې په حزب‌الله ډلې پورې تړلي ۸۰۰ اهداف یې ویشتلي دي.

تر برید مخکې، د اسراییل پوځ لبنانیانو ته خبرداری ورکړی و له هغو ساحو څخه لیرې شي چې په حزب‌الله پورې تړاو لري او ټینګار یې وکړ چې دوی به په سیمه کې د ایران له ملاتړه د دې برخمنې ډلې پر ضد نور پراخ او دقیق بریدونه وکړي.

د لبنان رسمي خبري اژانس ویلي چې د اسراییل جنګي الوتکو په نیم ساعت کې په جنوب کې تر ۸۰ ډېر بریدونه کړي.

په داسې حال کې چې په ورته وخت کې یې د لبنان په ختیځ کې "سخت بریدونه" کړي دي.

د فرانس پرېس خبریالانو تایید کړه چې د لبنان په جنوب او ختیځ کې د سختو بریدونو غږونه اورېدل شوي دي.

اډمیرل دانیل هګاري وویل چې پوځ به په ټول لبنان کې پر خورو ورور تروریستي هدفونو پراخ او ډېر دقیق بریدونه وکړي.
اډمیرل دانیل هګاري وویل چې پوځ به په ټول لبنان کې پر خورو ورور تروریستي هدفونو پراخ او ډېر دقیق بریدونه وکړي.

د اسراییل د پوځ ویندوی د دوشنبې په سهار په یوه خبري کنفرانس کې د لبنان خلکو ته په یوه بې‌ساري پیغام کې وویل چې دوی د لبنان په کلیو کې هغو ملکي خلکو ته چې د حزب‌الله اړوندو ودانیو او ځایونو ته نږدې دي مشوره ورکوي چې له دغو سیمو ووځي.

اډمیرل دانیل هګاري وویل چې پوځ به په ټول لبنان کې پر خورو ورور تروریستي هدفونو پراخ او ډېر دقیق بریدونه وکړي.

هغه د دوشنبې په سهار د هوایي بریدونو د نوي پړاو د پیل په تاییدولو سره وویل چې دا بهیر به دوام ومومي.

د دغو بریدونو په ځواب کې حزب‌الله ډلې ویلي چې د اسراییل په شمال کې یې په یوې پوځي اډې لسګونه راکټونه توغولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG