د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۸ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

ملګرو ملتونو په منځني ختیځ کې د جګړې د پراخېدو د احتمال له کبله وېره او اندېښنه ښودلې


په لبنان کې د اسراییلو هوايي برید له کبله د حزب‌الله مهم قوماندان ابراهیم عقیل وژل شوی دی. ژغورونکې ډلې د مړو او ټپیانو د لېږدولو پر مهال لیدل کېږي.
په لبنان کې د اسراییلو هوايي برید له کبله د حزب‌الله مهم قوماندان ابراهیم عقیل وژل شوی دی. ژغورونکې ډلې د مړو او ټپیانو د لېږدولو پر مهال لیدل کېږي.

ملګرو ملتونو په منځني ختیځ کې د جګړې د پراخېدو د احتمال له کبله وېره او اندېښنه ښودلې ده.

د اسراییل پوځ پرون وویل، د لبنان د پلازمېنې بیروت د جنوب پر ضاحیه سیمې په هوايي برید کې یې د حزب‌الله مهم قوماندان ابراهیم عقیل وژلی دی.

د لبنان روغتیايي چارواکو ویلي چې په دې برید کې دولس کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د پرونۍ حملې د څرنګوالي په اړه په یوه لنډ بیان کې چې اسراییلي رسنیو خپور کړ ویلي چې د حزب‌الله د جګپوړو قوماندانانو وژنو وښودله چې د اسراییلو هدف واضح دی.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هګاري وویل د اسراییلو په برید کې د ایران پلوې حزب‌الله د پوځي څانګې مهم مشر ابراهیم عقیل چې د رضوان په نوم د ځانګړي ځواک سرپرستي یې کوله د دې ډلې له لسو نورو مهمو قوماندانانو سره یوځای وژل شوی دی.

د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د ۲۰۰۶م کال له خونړۍ جګړې وروسته پرونی برید پر بیروت د اسراییلو تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

هګاري وویل چې دا حمله د اسراییلو د خوندیتوب لپاره شوې ده.

هغه عقیل پر اسراییلو د منظمو راکټي حملو مسوول وباله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېرکال د هغو معلوماتو په بدل کې چې د عقیل له نیولو یا د هغه د استوګنې د ځای له افشا کولو سره مرسته وکړي اوه میلیون ډالره جایزه اعلان کړې وه.

ابراهیم عقیل د حزب‌الله د پوځي برخې جګپوړی غړی و چې د امریکا بندیزونه هم پرې لګېدلي وو.

متحدوایالتونو نوموړی تورن کړی و چې په ۱۹۸۳ کال کې په بیروت کې د امریکا پر سفارت او دوو پوځي اډو په برید کې یې هم لاس درلود.

په دې حملو کې له ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي وو.

پر عقیل د امریکا له لوري دا تور هم و چې په ۱۹۸۰مه لسیزه کې په جرمني کې د امریکايي وګړو په برمته کولو کې یې لاس درلود.

ابراهیم عقیل
ابراهیم عقیل

پرون د اسراییلو له حملې مخکې حزب‌الله د اسراییل پر شمال۱۴۰ توغندي وویشتل او له هغه یوه ورځ مخکې د پېجرونو په چاودنو کې د حزب‌الله له شلو ډېر غړي مړه او سلګونه نور ټپیان شول.

حزب‌الله وايي چې دا حمله اسراییلو کړې وه.

ملګرو ملتونو د حزب‌الله او اسراییلو له حملو وروسته په منځني ختیځ کې د جګړو د پراخېدو د احتمال له کبله اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک پرون په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې سرمنشي انټونیو ګوټېرېش له دې کبله ډېره اندېښنه لري او د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې له زغم او خورا زیات صبر څخه کار واخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG