د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

امنیت شورا د حزب‌الله او اسراییلو ترمنځ د مخ په زیاتېدونکو بریدونو د درولو غوښتنه وکړه


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عمومي غونډې انځور
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عمومي غونډې انځور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون چهارشنبې د لبنان د حزب‌الله د وسله‌والو او اسراییلي ځواکونو ترمنځ د مخ په زیاتېدونکو بریدونو د درولو غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د دوام په صورت کې یې په سیمه کې د جګړې د لا پراخېدو خطر شته.

د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې اسراییل او د ایران له ملاتړه برخمنې حزب‌الله ډلې د تېرې اوونۍ په پای کې د ملګرو ملتونو له‌خوا د کښل شوې پولې په اوږدو کې پر یوبل د پراخو بریدونو څخه په شا شول، خو دې ته په پام چې د دوی ترمنځ د څو لسیزو کړکېچ تراوسه په خپل حال پاتې دی، په غزه کې له روانې جګړې سره هممهاله په سیمه کې د کړکېچ د پراخوالي خطر شته.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه‌لیک چې مسوده یې فرانسې ترتیب کړې او پرون چهارشنبې د امنیت شورا پنځلسو غړیو په یوه خوله تصویب کړ، له اسراییل او حزب‌الله غواړي چې پر یوبل له بریدونو لاس واخلي.

دغه پرېکړه لیک چې الزامي بڼه نه لري، همدارنګه له اړوندو لوبغاړو په سیمه کې د ارامي، زغم او ثبات د بېرته اعاده کېدو غوښتنه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ډني ډانون خبریالانو ته وویل چې "دی د لبنان خلکو ته یو پیغام لري او هغه دا چې تاسو او دولت مو یو انتخاب لرئ، نن ورځ د حزب‌الله پر وړاندې ودرېږئ، که‌نه د خپل هېواد د ګډوډۍ او ورانۍ شاهد به ووسئ."

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ډني ډانون
په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ډني ډانون

په ملګرو ملتونو کې د لبنان استازي هادي هاشم بیا په یوڅه ډیپلوماتیکه لهجه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه مننه وکړه چې د دغه پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره یې په سیمه کې د ثبات او اوربند په پلوي یو واضح پیغام ورکړ.

هغه همدارنګه له غړیو هېوادونو وغوښتل چې نه یوازې د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي لپاره په ګډه کار وکړي، بلکې په سیمه کې د یوې عادلانه او هر اړخیزې سولې لپاره هڅې وکړي.

د ملګرو ملتونوامنیت شورا همدارنګه په لبنان کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتوځواکونو ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ.

د "یواین‌آی‌ایف‌آی‌ایل" UNIFIL په نوم د سوله ساتو ځواکونو دغه ماموریت چې په ۱۹۷۸م کال کې پیل شوی، تراوسه دوام لري.

دغه ماموریت هغه مهال د دې لپاره رامنځته شو چې د لبنان له جنوب څخه د اسراییلي ځواکونو وتل وڅاري.

په لبنان کې د حزب‌الله پلویان په مکرر ډول د ملګرو ملتونو ماموریت له اسراییلو سره په همکارۍ تورنوي، په‌داسې حال کې چې اسراییل په سوله ساتو ځواکونو تور لګوي چې د لبنان په جنوب کې د حزب‌الله پر پوځي فعالیتونو سترګې پټوي.

د لبنان په جنوب کې د حزب‌الله او اسراییلي ځواکونو ترمنخ د وروستیو بریدونو په ترڅ کې د یونیفل د ماموریت تاسیسات یا موټرونه هم څو ځلې په درنو او د ټوپکو په ډزو کې په نښه شوي دي.

دې ماموریت د روانې میاشتې په پیل کې وویل چې درې سوله ساتي سرتېري یې هغه مهال برسېرن ټپیان شول چې د ګزمې موټر ته نژدې یې یوه چاودنه وشوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG