د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

اسراییلي چارواکي: د غزې له خان یونس ښار څخه د شپږو برمته‌وو مړي موندل شوي


په غزه کې د دغو شپږو تنو برمته شویو اسراییليانو مړي موندل شوي دي.
په غزه کې د دغو شپږو تنو برمته شویو اسراییليانو مړي موندل شوي دي.

اسراییل وايي، د غزې په جنوب کې له خان یونس ښار څخه یې د شپږو برمته وو مړي موندلي دي.

داسې مهال چې د څه باندې سلو اسراییلي برمته‌وو د ژغورنې لپاره د منځګړو هڅې روانې دي د اسراییلو پوځ نن د زمري ۳۰مه په یو بیان کې وویل چې د غزې د جنوب په خان یونس ښار کې یې د شپږو اسراییلي برمته‌وو مړي موندلي دي.

د اسراییلو دفاع وزیر یواف ګالانت ویلي چې د شپږو برمته‌وو مړي د پېچلو عملیاتو په ترڅ کې د خان یونس له یوه ټونل څخه ترلاسه شول.

ګالانت ټینګار وکړ چې اسراییل به د دې جګړې اهدافو ته چې د برمته‌وو ژغورل او د حماس ډلې ځپل دي، د رسېدو هڅو ته دوام ورکړي.

د اسراییلو دفاع وزیر یواف ګالانت
د اسراییلو دفاع وزیر یواف ګالانت

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، د تېر کال د اکټوبر په اوومه د اسراییلو پر قلمرو د برید پر مهال نژدې ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

د شپږو مړیو له موندلو وروسته اوس ګومان دا دی چې ۱۰۹ نور اسراییلي برمته به لا هم د حماس ډلې په ولکه کې وي، درېیمه برخه به یې وژل شوي وي او د پاتې نورو د برخلیک په اړه معلومات نه‌شته.

د برمته‌وو د کورنیو ناستې، هغې ټولنې چې د اکثر اسراییلي برمته‌وو استازیتوب کوي، د ګالانت د خبرو هرکلی کړی، خو په عین حال کې یې یوځل بیا له حکومته غوښتي چې له حماس سره ژرترژره د برمته‌وو تبادله وکړي.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو چې یوې موافقې ته د رسېدو په برخه کې د پاتې راتلو له کبله د برمته‌وو د کورنیو له سختو نیوکو سره مخامخ دی، ویلي چې د ده حکومت په غزه کې د پاتې برمته‌وو د ژغورنې کار ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن منځني ختیځ ته د سفر په دوام نن د مصر له چارواکو سره د اوربند په خبرو کې چې هدف یې په غزه کې د اوربند ټینګول او د اسراییلي برمته وو خوشې کول دی، د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د اختلاف پر کمولو خبرې وکړي.

قطر، مصر او امریکا د اسراییلو او حماس ترمنځ د سولې د خبرو منځګړتوب کوي.

بلېنکن وویل اسراییل هغه طرح منلې ده چې له مخې اختلافونه باید کم، اوربند مراعات او اسراییلي برمته خوشې شي.

هغه پر حماس ډلې هم غږ وکړ چې ورته اقدام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

بلېنکن د غزې د جګړې له پیله چې څه باندې لس میاشتې پرې اوښتي دي د نهم ځل لپاره منځني ختیځ ته سفر کوي.

هغه ونه ویل چې آیا د اختلافونو د له منځه وړو په طرح کې د حماس اندېښنې هم په پام کې نیول شوې دي که نه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې حماس حتی که د امریکا طرح ومني هم مذاکرات به د دې لپاره دوام وکړي چې د دې طرحې د تطبیق لپاره یو واضح تفاهم رامنځته شي.

بلېنکن وویل، لا هم ځینې پېچلي مسایل شته چې د ښکېلو خواوو سختو پرېکړو ته اړتیا لري.

بلېنکن په اسراییلو کې له پرونیو خبرو وروسته په پام کې لري چې د دې طرحې په اړه د نورو بحثونو لپاره نن مصر او قطر ته سفر وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG