د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

حماس ډلې غزه کې د اوربند لپاره نوي شرطونه رد کړل


د غزې يو انځور
د غزې يو انځور

حماس ډلې د جمعې په ورځ ویلي، چې په غزه کې یې د اوربند د پېشنهاد لپاره «نوي شرطونه» رد کړي دي.

تر اوسه په غزې تړانګه کې د اسرايیل او حماس ډلې ترمنځ د لس میاشتنۍ جګړې د ختمولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې له ناکامۍ سره مخامخې شوې دي.

د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جو بایډن په قطر کې د خبرو له تازه پړاو وروسته ویلي، تر بل هر وخت یوې موافقې ته نږدې شوي یو.

د مصر، قطر او د امریکا د متحده‌ایالتونو منځ‌ګړو د قطر په پلازمېنه دوحه کې له تېرې پنج‌شنبې هڅه وکړه، د هغه چوکاټ جزئیات نهايي کړي، چې په مې میاشت کې د جو بایډن له‌خوا وړاندې شوی و، هغه طرحه چې د بایډن په وینا د اسرايیل له‌خوا پېشنهاد شوې ده.

په همدې حال کې ټاکل شوې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اسرايیل ته لاړ شي او د تازه پېشنهاد شوې طرحې د منلو لپاره ښکېل لوري وهڅوي.

منځ‌ګړو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، دوی دواړو لوریو ته داسې یو پېشنهاد وړاندې کړی، چې پرتې خلاوې لیرې کړي او دوی به په راروانو ورځو کې خپل کار ته دوام ورکړي، چې بشري مقررات او د حماس له منګولو یرغمل شویو د خلاصون په بدل کې د فلسطیني بندیانو خلاصون مشخص شي.

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د فرانسې خبري اژانس د راپور له‌مخې ټاکل شوې تر بلې اوونۍ پورې د مصر په پلازمېنه قاهره کې پر یوه موافقه د سلا کېدو لپاره مذاکرې بیا پیل شي.

حماس چې د امریکا د متحده‌ایالتونو او اروپايي ټولنې له‌خوا د تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي، په هغو خبرو کې برخه نه درلوده چې په تېرو ورځو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې روانې وې.

حماس ډلې له هغه څه سره خپل مخالفت ښوولی، چې د اسرايیل له‌خوا په تازه پلان کې د تازه شرطونو مطرح کېدل ښوول شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس ته یوې باخبره سرچینې ورته ویلي، حماس ډلې له هغه شرط سره مخالفت ښوولی، چې له مخې یې ټاکل شوې له مصر سره د غزې پر سرحد د اسرايیل پوځیان پاتې وي.

ویل شوي حماس ډلې د اسرايیلي یرغمل شویو په بدل کې د فلسطیني بندیانو د خلاصون له شرطونو سره هم مخالفت ښوولی دی.

د اسرايیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو له منځ‌ګړو غوښتنه کړې چې حماس ډله د هغه چوکاټ منلو ته وهڅوي، چې د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جو بایډن له‌خوا وړاندې شوی دی.

د ایران د هغه د نیابتي ډلو له‌خوا پر اسرايیل د حملو خبرداریو د غزې د اوربند لپاره د هڅو اړتیا لا زیاته کړې ده.

منځ‌ګړي هڅه کوي پر داسې یوه موافقه سلا وشي، چې سیمې ته د غزې د جګړې د خپرېدو مخه ونیسي، دغه راز د حماس له بنده د یرغمل شويو او له اسرايیل د فلسطیني بندیانو خلاصون ته لار اواره شي.

څه باندې ۱۰۰ کسان لا هم د حماس ډلې له‌خوا یرغمل دي او تر اوسه یې د خلاصون هڅو نتیجه نه‌ده ورکړه.

حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرايیل په ناڅاپي حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور کسان یرغمل کړل.

په نومبر میاشت کې د هغه اوربند پر مهال چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ، د لسګونو فلسطیني بندیانو په بدل کې ځینې یرغمل شوي کسان خوشې کړای شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG