د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

د خان یونس د یوې سیمې اوسېدونکو ته د اسراییلو خبرداری: ژرترژره له خپلو کورونو ووځئ


په غزه کې د روانې جګړې له کبله د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور
په غزه کې د روانې جګړې له کبله د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور

په داسي حال کې چې امریکا، اروپايي ټولنه او یو شمېر نورو هېوادونو د غزې پر یوه ښوونځي د اسراییل پر حملې اندېښنه ښودلې او هغه یې غندلې، اسراییل د خان یونس د یوې سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړ چې ژرتژره له خپلو کورونو ووځي.

د اسراییل پوځ د خان یونس د شمالي سیمې له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې په غزې تړانګه کې د دوی تر نویو پوځي عملیاتو مخکې ژرترژره له سیمې ووځي.

د اسراییل دفاعي ځواکونو نن یکشنبه وویل چې د خان یونس الجلا مېنه به نور د تروریستي فعالیتونو له امله د بشري زون برخه نه ګڼل کېږي.

د اسراییل دفاع وزارت ویلي چې په الجلا کې ملکي وګړي باید د بشري مرستو یوې سیمې ته لاړ شي.

د اسراییل دفاع وزارت ویلي چې د خان یونس د دې سیمې اوسیدونکو ته یې د لیکلو پیغامونو، ټیلیفونونو، الوتکو او نورو پیغامونو له لارې په عربی ژبه خبر ورکړی دی.‍

له بلې خوا سپینې ماڼۍ وویل چې د اګست په لسمه د غزې ښار د یوه ښوونځي پر ودانۍ د اسراییل د هوایي برید په اړه "ژوره اندیښنه" لري.

د غزې د بیړنیو چارو د ملکي خدماتو اداره وایي چې په ښوونځي کې شاوخوا سل تنه وژل شوي دي.

د څو عربي هیوادونو ترڅنګ ترکیې، بریتانیا او د اروپایي ټولنې د بهرنی پالیسۍ رییس دا برید غندلی دی.

د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیالې کاملا هاریس د شنبې په ماښام د برید په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "یوځل بیا یو زیات شمیر ملکي وګړي ووژل شول."

د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس
د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس

د دیموکرات ګوند کاندیدې مېرمن هاریس، چې د کمپاین په یوه لاریون کې د ګډون لپاره په فینکس کې وه، په غزه کې د اوربند او د یرغملو د خوشې کولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

په غزه کې د ښوونځي له ودانۍ څخه فلسطیني بې ځایه شویو کورنیو د استوګنې کار اخیست.

د غزې د بیړنیو ملکي خدماتو ادارې، چې د تلفاتو د شمیر په اړه باوري سابقه لري، وویل چې په دې برید کې نژدې۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

اسراییل وایي، شاوخوا ۲۰ وسله‌وال په دې ودانۍ کې موجود وو.

په داسې حال کې چې په غزه کې د اوربند خبرې په څو ورځو کې پیلېږي، حماس ډلې ویلي چې نوي موافقې ته په ځواب ویلو باندې غور کوي.

حماس د امریکا متحدو ایالتونو او اروپایي ټولنې له‌خوا یوه تروریستی ډله بلل کېږي.

په ورته وخت کې، فرانس پرېس او رویټرز خبري اژانسونو د حماس د افراطي ډلې د یوه چارواکي له قوله د برید په اړه نور جزییات وړاندې کړي.

د حماس تر کنټرول لاندې د فلسطین د ملکي دفاع ویاند محمود باسال د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د مړو شمېر ۹۳ ته لوړ شوی چې په‌کې ۱۱ ماشومان او شپږ ښځې شاملې دي.

هغه زیاته کړه چې په دې ودانۍ کې شاوخوا ۳۵۰ کورنیو ژوند کاوه چې پورتنۍ پوړ او ټیټ پوړ یې د جومات په توګه کارول کېده.

د اسراییل پوځ بیا ویلي چې دا عملیات د دې لپاره ترسره شوي چې د دوو ترهګرو ډلو د قوماندې مرکز په نښه کړي.
اسراییل ټینګار کوي چې په برید کې "داسي دقیق مهمات" کارول شوي چې هومره تلفات نه شي اړولی څومره چې د غزې چارواکي ادعا کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG