د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

ترکیې هم په نړیواله محکمه کې د اسراییل له‌خوا د نسل وژنې په تړاو شکایت ثبت کړ


په غزه کې د روانې جګړې له کبله د ویجاړیو یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې له کبله د ویجاړیو یو انځور

ترکیې پرون په رسمي ډول د هاګ نړیوالې محکمې ته په غزه کې د اسراییلو له‌خوا د روانې نسل وژنې په قضیه کې د سویلي افریقا په شکایت کې د شاملېدو غوښتنه وکړه.

تېر ۲۰۲۳م کال په ډسمبر کې و چې جنوبي افریقا اسراییل په غزه کې په نسل وژنې تورن کړ او د عدالت په نړیواله محکمه کې یې پر ضد شکایت ثبت کړ.

دا دی ترکیې د چهارشنبه په ورځ رسماً په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ته خپله غوښتنه وسپارله چې په غزه کې د اسراییلو د روانې نسل وژنې پر ضد په مطرح شوې قضیه کې د ترکیې نوم د جنوبي افریقا تر څنګ د شاکي په توګه ثبت کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان تېره ورځ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې نړیواله ټولنه باید د ده په خبره د نسل وژنې د مخنیوي لپاره سخت ګامونه پورته کړي او پر اسراییلو او ملاتړو یې فشار راوړي.

ترکیې په وار وار پر اسراییلو د حماس د مشرتابه پر ضد د جګړې په ترڅ کې پر غزې د بمباریو له امله نیوکې کړې دي.

حماس د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې له‌خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم له فلسطینیانو خپل ملاتړ څرګند کړی او پر اسراییلو یې غږ کړی چې پر غزې خپل بریدونه پای ته ورسوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

پر غزې د اسراییلو بریدونه هغه مهال پيل شول چې د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر پر اوومه د حماس جنګیالیو پر اسراییلو برید وکړ ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

د حماس تر کنټرول لاندې غزې د روغتیا وزارت وايي، په غزې د اسراییلو د بریدونو له پيل راهیسې د ۱۵۰۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۴۱زره کسان وژل شوي دي.

په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې د جنورۍ په میاشت کې اسراییلو ته امر وکړ چې په غزه کې د نسل وژنې مخه ونیسي، خو د اوربند امر یې نه دی کړی.

محکمې اسراییلو ته ویلي چې د فلسطین خلکو ته د لومړنیو خوراکي توکو د رسېدو ټول اړین اقدامات وکړي.

د ملګرو ملتونو له ملاتړ برخمنې دې محکمې د مې په میاشت کې هم له اسراییلو وغوښتل چې د غزې د جنوبي ښار رفح کې خپل پوځي عملیات ودروي.

پر غزې د اسراییلو بریدونو میلیونونه خلک بې کوره کړي او ملګرو ملتونو د قحطۍ خبرداری ورکړی دی.

اسراییلو تر اوسه په رسمي توګه د ترکیې د دغه اقدام په اړه چې د نسل وژنې په قضیه کې یې د جنوبي افریقا په شکایت کې ځان شامل کړی څه غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې اسراییلي چارواکو ویلي وو چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د دفاع لپاره به د حماس پر جنګیالیو بریدونو ته دوام ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG