د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د اسراییلي ځواکونو تر وتلو وروسته زرګونه فلسطینیان بېرته خان یونس ته ستانه شول


د غزې له یوې څنډې وتلې کورنۍ.
د غزې له یوې څنډې وتلې کورنۍ.

زرګونه فلسطینیان نن وروسته له هغه په خان یونس ښار کې خپلو کورونو ته ستانه شول چې اسراییلي سرتېري ترې ووتل.

د غزې د تړانګې په مهم ښار خان یونس کې چې د اسراییلو د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې ترډېره ویجاړ شوی زرګونه فلسطینیان نن خپلو مېنو ته ستانه شول.

په دې سیمه کې د اسراییلو عملیاتو چې د اسراییلي چارواکو په وینا هدف یې د حماس ډلې ځپل و، یوه اونۍ دوام وکړ.

متحدایالات او اروپايي ټولنه حماس تروریستي ډله بولي.

د راپورونو له مخې د اسراییلي ځواکونو تر وتلو وروسته فلسطینیان څه پلي، څه په خرګاډو له خپلو وسایلو سره خپلو کورونو ته ستانه شول، په داسې حال کې چې ډېری کورونه ویجاړ شوي وو.

عیني شاهدان وايي چې اسراییلي ځواکونو د بني سهیلا په نوم د خان یونس لویه هدیره او شاوخوا کورونه او سړکونه یې په بولدوزرونو وران کړې دي. د سیمې ډېری اوسېدونکو ویلي دي چې دوی د څووم ځل لپاره بېځایه شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي دي چې ځواکونو یې د یوې اوونۍ عملیاتو په ترڅ کې له ۱۵۰ ډېر فلسطیني وسله‌وال وژلي، د وسلو د لېږد تونلونه یې ویجاړ کړي او وسلې یې ترې ضبط کړې دي.

په عین حال کې د غزې روغتیايي چارواکو خبر ورکړی چې د اسراییلي سرتېرو تر وتلو وروسته یې د ۴۲ فلسطینیانو مړي د خان یونس په ختیځ کې موندلي دي. د غزې د بېړنیو خدماتو ادارې ویلي چې ۲۰۰ نور کسان لاهم لادرکه دي او د موندلو لپاره یې عملیات روان دي.

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

په غزه کې د اوربند لپاره له څو میاشتو راهیسې پیل شوو د منځګړو هڅو لاهم نتیجه نه ده ورکړې او د دوشنبې په ورځ اسراییلو او حماس یوځل بیا پر یو بل تور ولګاوه چې په دې برخه کې د پرمختګ پر وړاندې خنډ جوړوي.

حماس داسې یو اوربند غواړي چې په نتیجه کې یې د غزې جګړه پای ته ورسېږي، خو د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې دا کړکېچ یوازې هغه مهال پای ته رسېدای شي چې حماس ډله ماته شي.

د دواړو خواوو ترمنځ د اوربند د عملي کېدو د څرنګوالي په برخه کې اختلافونه هم پرځای پاتې دي.

د غزې روغتیايي چارواکي وايي چې د تېرکال د اکتوبر په اوومه د غزې د جګړې له پیل راهیسې د اسراییلو په پوځي عملیاتو کې ۳۹۴۰۰ فلسطینیان وژل شوي او له نوي زرو زیات نور ټپیان دي.

په عین حال کې د ګولان د لوړو په اشغالي سیمو کې په یوه توغندويي برید کې د ۱۲ اسراییلي زلمیانو له وژل کېدو وروسته دا اندېښنې په زیاتېدو دي چې د غزې جګړه د ټول منځني ختیځ په کچه پراخه نه شي. اسراییلو او متحدوایالتونو ویلي دي چې دا حمله د ایران پلوې حزب الله ډلې له خوا شوې ده.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون په مجدال شمس ښار کې هغې ساحې ته ولاړ چې دا توغندویي برید په‌کې شوی و، او ویې ویل دا برید به بې ځوابه پرې نه‌ږدي.

هغه زیاته کړه چې د اسراییل غچ به ډېر سخت وي.

خو د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین ویلي چې دی فکر نه کوي د اسراییل او حزب الله ترمنځ جګړه به پراخه شي.

اسټین چې د بهرنیوچارو له وزیر انټوني بلېنکین سره یوځای د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې دی نن خبریالانو ته وویل چې د لبنان او اسراییل په ګډ سرحد کې د کړکېچن حالت له کبله له اندېښنو سره سره فکر نه کوي چې دا کړکېچ به د سیمې په کچه په لویه جګړه بدل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG