د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

په غزه کې مرستندویو کارکوونکو له نړېدلو ودانیو د ۶۰ کسانو مړي راایستلي


په غزه کې د روانې جګړې له کبله یوه ویجاړه شوې سیمه.
په غزه کې د روانې جګړې له کبله یوه ویجاړه شوې سیمه.

په غزې تړانګه کې مرستندویو کارکوونکو له نړېدلو ودانیو د لسګونو کسانو مړي راایستلي دي.

په غزه کې د مرستندویو بنسټونو کارکوونکو پرون د لسګونو فلسطینیانو مړي له نړېدلو ودانیو وایستل، دا هغه کسان وو چې تېره اوونۍ د اسراییل په حملو کې وژل شوي وو.

دغه ودانۍ د غزې په تل الحوا او صنعا کې دي چې د اسراییل ځواکونه د څو ورځو له بمباریو وروسته ورڅخه وتلي دي.

د غزې د مدني دفاع د بنسټ مدیر محمود بسال ویلي چې تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۶۰ مړي موندل شوي دي.

د هغه په وینا، په ځینو کورونو کې، د کورنۍ ټول غړي د حملو او بمباریو له کبله وژل شوي دي.

بسال په دې باب خواشیني وښوده چې ځینې مړي د کوڅه ډبو سپیو له‌خوا تر یوه حده خوړل شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي چې نه شي کولی د مړو د موندلو په باب کوم نظر ورکړي.

د غزې ښار او د شمال د ځینو برخو ډېری اوسېدونکي د جګړې له پیله له خپلو کورونو کډې کولو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې شاوخوا ۳۰۰زره کسان ښايي لا هم د غزې په شمال کې پاتې وي.

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل د حماس ډلې د ناڅاپي حملې له کبله ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ نور کسان یرغمل شول.

له هغې وروسته اسراییل پر غزې تړانګې سختې حملې پیل کړې.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه څه باندې ۳۸زره کسان چې اکثریت یې ملکیان دي، د نهه میاشتنۍ جګړې پر مهال وژل شوي دي، خو بې پرې سرچینو دغه شمېرې رد یا تایید کړي نه دي.

له دې سره جوخت د امریکا د متحدو ایالتونو، مصر او اسراییل مرکچیانو خپلو خبرو ته دوام ورکړی چې د حماس او اسراییل ترمنځ کړکېچ کم او په غزه کې د اوربند ټینګښت او د پاتې یرغمل شویو خلاصون ته لار اواره کړي.

د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي چې هېواد یې یو هیئت د مذاکرو لپاره لېږي، خو لا هم ځینې خنډونه شته.

حماس ډله ټینګار کوي چې باید د دایمي اوربند موافقه وشي، خو نتنیاهو وايي چې له هېڅ داسې طرحې سره به موافقه ونه کړي او د حماس ډلې تر نابودۍ پورې به د اسراییل پوځي عملیات دوام ومومي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG