د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

د غزې اوسېدونکي د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو له کبله له خپلو مېنو د تېښتې په حال کې دي


له غزې د خلکو د تېښتې یو انځور
له غزې د خلکو د تېښتې یو انځور

د غزې اوسېدونکي د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې له خپلو مېنو د تېښتې په حال کې دي.

د غزې اوسېدونکي داسې مهال له خپلو مېنو د وتلو په حال کې دي چې اسراییلي ټانکونه نن د غزې په زړه کې شجاعیه، صبرا او تل الهوا ناحیو ته ننوتل.

نن په دې سیمه کې د اسراییلي ځواکونو د پوځي عملیاتو دوهمه ورځ ده.

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، ویلي چې د اسراییلو عملیات به د اوربند په اړه خبرې اترې له ګواښ سره مخامخ کړي.

قطر او مصر چې د اوربند لپاره منځګړتوب کوي په روانه اوونۍ کې د غزې د جګړې د پای ته رسولو او د اسراییل په زندانونو کې د فلسطیني بندیانو په بدل کې د اسراییلي برمته وو د خوشې کولو لپاره خپلې هڅې چټکې کړې دي.

د تېر کال د اکټوبر له اوومې نېټې وروسته نن په غزه کې د حماس ډلې او اسراییلو ترمنځ د درنو جګړې له بېسارو ورځو څخه وه.

په ټولنیزو شبکو په خپرو شویو تصویرونو کې د فلسطینیانو کورنۍ ښکاري چې کډې یې پر خرګاډو او لاریو بار دي او له هغو سیمو څخه وځي چې اسراییلو ورته په نښه کړې دي.

د فلسطین د سرې میاشتې ادارې ویلي چې د اسراییلو د جبري ایستلو د امر په اساس د دوی ټول کلینیکونه تړل شوي دي.

له هغه راهیسې چې حماس تېره اوونۍ اسراییلو ته یولړ امتیازونه ومنل امریکايي چارواکي په غزه کې د اوربند د ټینګولو لپاره د هڅو په ترڅ کې په منځني ختیځ کې دي، خو د حماس مشر اسماعیل هنیه پرون وویل چې د اسراییلو تازه پوځي عملیاتو دا وېره زیاته کړې چې دا هڅې بېرته د پیل ټکي ته په شا ولاړې شي.

د حماس پوځي څانګې او اسلامي جهاد ډلې ویلي چې دوی په تل الهوا کې پر اسراییلي ځواکونو د ټانک ضد توغندیو او هاوانونو په وسیله برید کړی او هغو ته یې تلفات اړولي دي.

اسراییلو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اسراییل پوځ په یوه بیان کې ویلي، وروسته له دې چې دوی د غزې په ښار کې د حماس او جهاد ډلو د وسله والو د شتون په اړه معلومات ترلاسه کړل، نو په سیمه کې یې عملیاتو ته دوام ورکړ.

اسراییلي پوځ دا هم ویلي چې لسګونه وسله‌وال یې د جګړې له لیکو ایستلي او ډېرې وسلې یې موندلې دي.

په همدې حال کې د فلسطینیانو روغتیايي چارواکو ویلي چې د اسراییلو په نننیو هوايي حملو کې د غزې په ښار کې په یو کور کې شپږ کسان، د مرکزي غزې په النصیرت او دیرالبلح سیمو کې په دوو کورونو کې نهه کسان او په جنوب کې په رفح ښار کې درې کسان وژل شوي دي.

د غزې روغتیايي چارواکي وايي چې په غزه کې د جګړې له پیله له ۳۸ زرو ډېر فلسطینیان د اسراییل ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG