د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

اسراییلو د غزې له خان یونس څخه د فلسطینیانو د وتلو امر کړی


په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو یو انځور
په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو یو انځور

ملګرو ملتونو اعلان کړی له خان یونس د فلسطینیانو د وتلو لپاره د اسراییلو امر د اکټوبر اوومې د جګړې له پیل راهیسې له ملکي سیمو د وتلو تر ټولو لوی حکم دی.

ملګري ملتونه وايي، له خان یونس د خلکو د وتلو په امر کې چې اسراییل ورکړی د غزې یو پر درېیمه برخه خلک شاملېږي.

دا خبره د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوجاریک پرون په یوه کنفرانس کې وکړه.

هغه زیاته کړه چې په دومره لویه کچه د خلکو وتل به یوازې د ملکي خلکو کړاوونه لا پسې زیات کړي او بشري اړتیاوې به زیاتې کړي.

د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوجاریک

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د وياند په خبره، خلک اوس له يوه ستونزمن او ناشوني انتخاب سره مخ دي، ځکه چې که له خپلو سيمو ووځي، نو د تلو لپاره مناسب ځای نه لري او که ونه وځي نو سختې جګړې به پرې تېرې شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون په یوه غونډه کې د غزې پر وضعیت بحث وکړ.

د غزې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې سیګرید کاګ په دې غونډه کې وویل چې په غزه کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر نږدې دوه میلیونو ته رسېدلی دی.

هغه وايي: "د مې له شپږمې نیټې راهیسې په رفح باندې د اسراییلو له بریدونو وروسته له یو میلیون څخه زیات خلک یو ځل بیا بې کوره شوي، چې له بده مرغه د سرپناه او خوندیتوب په لټه کې دي. تر اوسه پورې په غزې کې یو اعشاریه نهه میلیونه کسان بې ځایه شوي دي. زه له خان یونس د خلکو د وتلو په امر باندې ژوره اندېښنه لرم. په غزې کې هېڅ ځای امن نه دی."

له غزې څخه د خلکو د وتلو یو انځور
له غزې څخه د خلکو د وتلو یو انځور

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت وايي، د اسراییلو په بریدونو کې شاوخوا ۳۸ زره کسان وژل شوي دي.

غزه چې ۲،۳ میلیونه نفوس لري لا هم تر بشپړې محاصرې لاندې ده.

اسراییل وايي، د تېر کال د اکټوبر په اوومه د حماس په بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او دغې ډلې شاوخوا ۲۵۰ تنه یرغمل نیولي دي.

د امریکا متحده ایالاتو، قطر او مصر له هڅو او منځګړیتوب سره سره د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند د رامنځ ته کولو خبرې ناکامې شوې دي.

دواړو خواوو د تېر کال د نومبر له ۲۴مې تر ۳۰مې پورې یوازې یو ځل اوربند پلی کړ چې په ترڅ کې یې د حماس له خوا د ۱۰۶ یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په بدل کې اسراییل هم ۲۴۰ فلسطینیان خوشې کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG