د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

نړۍ

ایران: که اسراییل پر لبنان حمله وکړي، ایران به د مقاومت په ټولو جبهو د هغې مقابله وکړي

د اسراییل په سرحدي سیمو کې حزب الله ډلې د راکټي بریدونو یو انځور
د اسراییل په سرحدي سیمو کې حزب الله ډلې د راکټي بریدونو یو انځور

ایران خبرداری ورکړ، که چېرې اسراییل پر لبنان حمله وکړي، ایران به د "مقاومت په ټولو جبهو" د هغې مقابله وکړي.

دا له ایران او د ایران له سیمه‌ییزو متحدانو جوړه شوې ډله ده.

په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د ایران ماموریت نننۍ څرګندونې داسې وخت کړي چې د اسراییل او د لبنان د ایران پلوه حزب الله ډلې په ګډون د یوې پراخې جګړې په باب وېره پیدا شوې ده.

له کله چې په غزه کې جګړه پیل شوې اسراییل او حزب اله ډله نږدې هره ورځ ډزې تبادله کوي.

په همدې حال کې د اسراییل پوځ ویلي چې د لبنان د عملیاتو په اړه پلانونه تصویب او تایید شوي دي.

په ځواب کې حزب الله ډلې ویلي چې د بشپړې شخړې په صورت کې به یو اسراییلی هم خوندي نه وي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بلوچستان په تربت کې چاودنې مرګ ژوبلې واړولې

چارواکي وايي، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د دوشنبې په ورځ د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې له امله یې یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.

د سیمه ییزو پولیسو مشر داد بخش اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، ماین د تربت په سیمه کې د "ترهګرو" له خوا ځای پر ځای شوی و.

تر اوسه کومې ډلې د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو بلوڅ بېلتون غوښتونکو تر ډېره د دې سیمې په ناکراریو کې ښکېل بلل شوي.

که څه هم اسلام اباد وايي وسله وال مخالفین یې ځپلي، خو په دغه ایالت کې تاوتریخوالی دوام لري.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو یوه افسر سلیم خان ویلي، د افغانستان پولې ته څېرمه په جمرود کې د دوی پر پوسته د توغندیو په برید کې دوه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو تر دې وړاندې پاکستاني طالبانو د ورته بريدونو پړه پر غاړه اخيستې ده.

م.م د اروپا د سپوږمکۍ په سیستم کې د روسیې لاسوهنه وغندله

د ملګرو ملتونو یوې ادارې د اروپا د سپوږمکۍ په سیسټمونو کې د روسیې لاسوهنه غندلې ده.

د یوه سند له مخې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، د مخابراتو نړیوالې اتحادیې (ITU) له مسکو څخه وغوښتل چې دا ډول لاسوهنه ودروي.

د ملګرو ملتونو ادارې په وروستیو میاشتو کې د سپوږمکۍ د مداخلې په اړه د فرانسې، لوګزامبورګ، هالنډ، سویډن او اوکراین څخه یو لړ شکایتونه څیړلي دي.

دغو هېوادونو ویلي چې روسیې د GPS سیګنالونه ګډوډ کړي، د هوايي ترافیک کنټرول یې له خطر سره مخ کړی او د ماشومانو تلویزیوني چینلونه یې د اوکراین د جګړې له تاوتریخوالي ډک انځورونو د ښودلو لپاره بند کړي.

مسکو، چې د ITU د قوانینو سرغړونه ردوي، ادعا کړې چې د ناټو هیوادونو د روسیې په مخابراتي سیسټم کې لاسوهنه کړې.

د فرانسې په انتخاباتو کې ښي اړخی ګوند مخکې دی

د فرانسې انتخابات
د فرانسې انتخابات

لومړنۍ نظرپوښتنې ښيي چې د فرانسې د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې د مارین لوپین ښي اړخي ګوند مخکښ دی.

له دې سره سره، وروستۍ پایلې غیر متوقع دي او د راتلونکې اوونۍ په دویم پړاو ټاکنو پورې اړه لري.

د لومړنۍ نظرپوښتنې له مخې، د ښي اړخي ګوند مارین لوپین د جون په ۳۰مه د ټاکنو په لومړي پړاو کې شاوخوا ۳۴ سلنه رایې وګټلې.

دا د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون د ایتلاف په ګډون د کیڼ اړخو او منځلارو ګوندونو له رایو څخه لوړ دی چې یوازې 20.5 سلنه رایې یې ګټلې دي.

یو له مهمو مسلو څخه چې ځینې اندیښنې یې راپورته کړې د مهاجرو په اړه د مارین لوپین د ګوند پالیسي او نظرونه دي، ځکه چې ګوند یې په کلکه د کډوالو ضد دی.

حماس وايي، د اوربند په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی

د حماس د افراطي ډلې یو مشر اسامه حمدان وايي، د غزې د جګړې په اړه له اسرائیلو سره د اوربند په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

امريکا او اروپايي ټولنه حماس يو تروريستي سازمان بولي.

د حماس دغه چارواکي پرون (د سرطان په ۹ مه) په بیروت کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې فلسطیني ډله لا هم د هر ډول اوربند له وړاندیز سره چې جګړه پای ته رسوي «مثبت چلند» ته چمتو ده.

د متحده ایالاتو په ملاتړ د عربي منځګړو هڅې تر اوسه د اوربند په راوستلو کې ناکامې شوي او دواړه لوري د کړکېچ پړه پر یو بل اچوي.

حماس وايي هر ډول تړون باید جګړه پای ته ورسوي او اسراییل مجبور کړي چې په بشپړه توګه له غزې څخه ووځي.

په همدې حال کې اسراييل وايي، له حماس سره په جګړه کې به يوازې لنډمهاله وقفې ومني او د حماس تر بشپړ له منځه وړلو پورې به جګړه وکړي، هغه ډله چې له ٢٠٠٧ ميلادي کال راهيسې پر غزې واکمنه ده.

بیلاروس د اوکراین په پوله کې ځواکونه ځای پر ځای کړل

د بیلاروس پوځیان
د بیلاروس پوځیان

بیلا روس د اوکراین له سرحدونو سره نور هوایي ځواکونه ځای پرځای کړې دي. دا خبره د بیلاروس حکومت وروسته تر دې وکړه چې کییف یې د خپل هیواد بنسټیزو تاسیساتو ته یو ګواښ وباله.

بیلاروس د شنبې په ورځ اوکراین تورن کړ چې خپل ځواکونه او پوځي تجهیزات او وسایط یې د دغه هیواد د سرحد لور ته لیږدولي دي. بیلاروس دا هم ویلي دي چې اوکراین په سیمه کې د بیپلوټه الوتکو الوتنې زیاتې کړې دي.

بیلاروس د اوکراین په جګړه کې د روسیې متحد دی او تیره اونۍ یې د اوکراین د یوې ډرون الوتکې د ویشتلو خبر هم ورکړی و او ویلي یې و چې دا بیپلوټه الوتکه له پولې د دوی خواته وراوښتې وه چې په غیرقانوني ډول اطلاعات راغونډ کړي.

اوکراین د بیلاروس اندیښنې رد کړې دي خو وایي چې بیلاروس په جګړه کې د روسیې ملاتړ کوي چې له مجبوریته یې یوشمیر ځواکونه سرحدي سیمو ته استولې دي.

کرکټ نړیوال جام پایلوبه؛ هند توپوهنه غوره کړه

د هند یو لوبغاړی د لوبې پر مهال
د هند یو لوبغاړی د لوبې پر مهال

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په پایلوبه کې هند پچه وګټله او د جنوبي افریقا پر وړاندې یې توپوهنه غوره کړه.

دغه پایلوبه په ویسټ اینډیز کې ترسره کېږي.

دواړه لوبډلې به نن د کابل پر وخت ماښام اووه بجې د ویسټ اینډیز د باربادوس په بریجټاون کې سره مخامخې شي.

جنوبي افریقا په نیمه پایلوبه کې افغانستان او هند انګلنډ یا انګلستان ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووتل.

نن د اروپا د فوټبال د اتلولۍ جام د حذف پړاو پیلېږي

د اروپا د فوټبال له سیالیو یو انځور
د اروپا د فوټبال له سیالیو یو انځور

د اروپا د ۲۰۲۴م کال د فوټبال د اتلولۍ جام د حذف پړاو نن د ۱۶ ټیمونو په ګډون سره پیلېږي او ۴ ورځې به دوام کوي.

د فوټبال نن لومړۍ لوبه د کابل پر وخت د شپې اته نیمې بجې د ایټالیا او سویس ترمنځ کېږي.

بله مسابقه د جرمني او ډنمارک ترمنځ دشپې یوولس نیمې بجې په پام کې ده.

د جرمني په کوبه توب د اروپا د ملتونو جام د فوټبال سیالۍ چې د اروپا ۲۴ ټیمونو په کې برخه درلوده، د جون میاشتې پر ۱۴مه پیل شوې او د جولای میاشتې پر ۱۴مه پای ته رسېږي.

د ایران په سیستان-بلوچستان کې د رایو صندوقونو په لېږد بوخت دوه پوځیان وژل شوي

د ایران د ټاکنو له بهیره یو انځور
د ایران د ټاکنو له بهیره یو انځور

د ایران رسنیو راپور ورکړی چې په سیستان-بلوچستان ولایت کې دوه پوځیان چې د رایو د صندوقونو په لېږد بوخت وو، وژل شوي دي.

د ایران دولتي راډیو تلوېزیون نن سهار راپور ورکړی چې یوې سرچینې ویلي، دغه دوه پوځیان په جکیګور سیمه کې د وسله‌والو کسانو په حمله کې وژل شوي دي.

په ایران کې پرون د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې، خو د شمېرل شویو رایو له مخې یوه کاندید هم اکثریت نه دی ګټلي او راروانه جمعه د دوو مخکښو کاندیانو مسعود پزشکیان او سعید جلیلي ترمنځ بیاځلي ټاکنې کېږي.

روسي چارواکي: د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې برید له کبله ۵ کسان وژل شوي

ارشیف: د روسیې په کُرسک کې له دې مخکې هم بې پیلوټه الوتکې زیانونه اړولي دي.
ارشیف: د روسیې په کُرسک کې له دې مخکې هم بې پیلوټه الوتکې زیانونه اړولي دي.

یوه روسي چارواکي ویلي چې د اوکراین یوې بې پېلوټه الوتکې د روسیې په یوه سرحدي کلي کې یو کور ویشتلی او د دوو ماشومانو په ګډون یې ۵ کسان وژلي دي.

نننۍ پېښه د اوکراین د سرحد په څومترۍ کې پراته ګورودیشچه کلي کې شوې ده.

د کُرسک سیمې والي الکسي سمیرنوف ویلي، دغه حمله د یوې بې پېلوټه الوتکې له‌خوا شوې چې پر اهدافو یې منفجره وسیلې غورځولي دي.

اوکراین د دې پېښې په باب څه نه دي ویلي.

هم روسیه او هم اوکراین په روانه جګړه کې د بې پېلوټه الوتکو تر څنګ داسې څرخي الوتکې کاروي چې په خپله ځان منفجر کوي او څوسوه کلومتره مزل کولی شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG