د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

مکه کې د حج وروستي مراسم پرځای شوي؛ د تودوخې څپې تلفات اړولي


د حج له مراسمو یو انځور
د حج له مراسمو یو انځور

نژدې دوه میلیون مسلمانانو نن په مکه مکرمه کې د شیطان د څلي په ویشتلو سره د حج وروستي مراسم پرځای کړل.

په مکه مکرمه کې نن د شیطان د ویشتلو او د کعبې پر شاوخوا د طواف الوداع وروستۍ ورځ وه چې ورسره د حج مراسم هم پای ته ورسېدل.

د شیطان د څلي ویشتل چې مکې ته نژدې د مینا په دښته کې ترسره کېږي د حج له وروستیو مراسمو څخه دي چې له شیطان او ګناه د لیرې‌والي سیمبولیک هدف لري.

دا مراسم سږ کال په غزه کې د اسراییلو له پوځي عملیاتو سره چې د منځني ختیځ ټوله سیمه یې د جګړې پولو ته نژدې کړه هممهاله و.

اسراییلو په غزه کې پوځي عملیات د تېرکال د اکټوبر په اوومه وروسته له هغه پیل کړل چې حماس ډلې یې پر قلمرو برید وکړ.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له‌خوا د تروریستي ډلې په توګه پېژندل کېږي.

مصري حاجي ایمن عبدو اسوشیتیدپریس خبري آژانس ته وویل چې دی د فلسطیني وروڼو د بریا لپاره دعا کوي.

هغه وویل: "طبعاً زما تر ټولو مهمه دعا د فلسطیني وروڼو لپاره وه. موږ دعا ورته کوو چې الله تعالی به دوی پر خپلودښمنانو بریالي کړي."

سږ کال د حج مراسم د دوبي په سخته ګرمۍ ترسره شول.

د سعودي عربستان د هواپېژندنې د ادارې د اټکل له مخې نن به په مکه او شاوخوا ښارونو کې یې د تودوخې درجه د سانتيګراد ۴۷ ته ورسېږي.

د نننیو مراسمو پر مهال حاجیان په تېره سپین ږيري او سپین سرې د ډېرې ګرمۍ له کبله بېسده شول او د علاج لپاره یې د روغتیايي ټیمونو مرستې ته اړتیا پېښه شوه.

د اردن د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اوه وګړي یې د تودوخې له کبله مړه شوي چې له دې سره په حج کې د مړو شویو اردني حاجیانو شمېر ۱۴ ته لوړ شو.

اردن د خپلو اوو نورو وګړو د مړینې د علت په اړه څه نه دي ویلي.

همداراز ایراني رسنیو نن راپور ورکړ چې ۱۱ تنه ایرانیان د تودوخې له کبله مړه شوي او ۲۴ نور روغتون ته رسول شوي.

د سنیګالي رسنیو د راپورونو له مخې د دې هېواد درې وګړي هم د تودوخې له کبله په مړو حاجیانو کې شامل دي.

د سعودي چارواکو په وینا هله ګوله او په خېمو کې اورپېښې په تېرو ۳۰ کلونو کې په مکه کې د حاجیانو د مړینې مهم عوامل وو او ځکه نو دوی دې ته اړ شول چې هلته نوي تاسیسات جوړ کړي، خو اوس دوی له نوې ننګونې سره مخامخ دي چې باید حاجیان له خورا زیاتې تودوخې څخه خوندي کړي.

سعودي چارواکي وايي سږکال د حج په مراسمو کې له ۱۸ لکو ډېرو مسلمانانو ګډون کړی و چې په دې ډله کې شاوخوا ۱۶ لکه کسان د نړۍ له ۲۲ هېوادونو څخه او له ۲۲۰ زرو زیات نور د سعودي عربستان له خپلو نورو ښارونو څخه هلته ورغلي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG