د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

نن سه شنبه د عرفې او سبا د لوی اختر اوله ورځ ده


ارشیف
ارشیف

نن سه شنبه د عرفې او سبا د لوی اختر اوله ورځ ده.

د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه سلګونه زره د بيت الله زيارت کوونکي نن مکې ته څېرمه د عرفات په سيمه کې ټول شوي.

عرفات کې ګډون د حج له مهمو رکنونو څخه دی، حاجیان نن له لمر لوېدو وروسته مزدلفې ته روانېږي او سبا چهارشنه د لوی اختر لومړۍ ده.

خان محمد نظامي سږ کال له لوګر څخه حج ته تللی دی.

هغه چې شپه په مینا کې تېره کړې ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې، د هېواد د سوکالۍ لپاره دعا کوي.

حاجي خان محمد نظامي وايي: "د تودوخې درجه شاوخوا دوه څلوېښت درجې سانتي ګراد ده، خو د خدای شکر دی چې په خیمو کې کافي اسانتیاوې شته دي، لکه ایرکنډېشن او کولر، هر څه چمتو شوي دي. زه پخپله ډېر خوشحاله یم چې خدای د دې فرصت راکړ چې د میلیونونو خلکو په منځ کې د حج په مراسمو کې ګډون وکړم دلته راغلی یم، زه ډېر خوشحاله یم، زه د خپل ځان او خپل هېواد لپاره دعا کوم."

سږ کال له افغانستان څخه شاوخوا ۳۰ زره کسان حج ته تللي دي.

یو شمېر افغان حاجیانو له ازادي راډیو سره مخکې په خبرو کې بیا شکایت کړی وو، چې خواړه یې د کار نه دي او نه د تګ راتګ لپاره بسونه په وخت ور رسېږي.

د ځينو دغو زیارت کوونکو خبرې په خواله رسنیو هم خپرې شوي، چې له دې ډلې یو تن د ناسمې ډوډۍ په اړه شکایت لري او بیا هلته له یوه افغان مسوول سره هم لانجه او بحث کوي.

دا کس وايي: "تاسو (د طالبانو چارواکي) په دې باندې غور وکړئ. نن درېیمه ورځ ده هيچا سمه ډوډۍ نه‌ده خوړلې. بېګا یې خالي وچه ډوډۍ راوړې وه. دا ډوډۍ وچه شوې. څوک یې خوړلی نه‌شي. ترخه شوې ده."

په حج کې افغان زیارت کوونکو لپاره خوراک
په حج کې افغان زیارت کوونکو لپاره خوراک

یو بل افغان زیارت کوونکی بیا د افغان حاجیانو د پلي مزل ویډیو کړې او وايي، چې موټر نه دي ورته برابر شوی.

دا زيارت کوونکی وايي: "دا وینئ زموږ ټول حجاج پياده روان دي. موټر او خدمات هېڅ هم نه‌شته. الله دې رحم وکړي. زموږ څو کسان موټر هم ووهل. یو زموږ کونړی و یو د لغمان و."

ځینې افغان حاجیانو داسې وخت د ناسمې ډوډۍ او غیر منظم ټرانسپورټ شکایتونه کړي، چې د طالبانو حکومت سږ کال د حج لپاره له هر زیارت کوونکي د ټولو مصارفو په خاطر ۳۹۲۴ امریکايي ډالره چې شاوخوا درې لکه او دېرش زره افغانۍ کېږي اخیستي.

د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت بیا د دې تر څنګ چې وايي، شکایتونه اوري ډاډ ورکوي چې افغان حاجیان تر دې دمه له کومې خاصې روغتیايي او ټولنیزې ستونزې سره نه دي مخ او دوی د ۳۰ زرو حاجیانو د ډوډۍ لپاره له څلورو پخلنځیو سره تړونونه لاسلیک کړي.

له سعودي عربستان څخه افغان زیارت کوونکو د دې تصویر په رالېږلو شکایت کړی، چې داسې خوراک ورکول کېږي.
له سعودي عربستان څخه افغان زیارت کوونکو د دې تصویر په رالېږلو شکایت کړی، چې داسې خوراک ورکول کېږي.

د دغه وزارت ویاند فضل محمد حسیني دوشنبه ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "د قرارداد شوي پخلنځي سره، هره ورځ هغه خواړه چې دوی د ۳۰ زرو حاجیانو لپاره راوړي، چک کېږي، د خوراکي توکو وزن او مواد او هم د صحي پلوه کنټرولېږي. هېڅ ستونزه نه‌شته، مګر که په هر ځای کې ستونزه وي، د حج او اوقافو وزارت سره دې شریکه شي په وخت به یې د حل لپاره اقدام وکړو."

د سږ کال حج په مراسمو کې د ۱۶۰ هېوادونو حاجیانو ګډون کړی او د کورنیو حاجیانو په ګډون د ګډون کوونکو شمېر څه باندې دوه میلیونو تنو ته رسېږي.

د سعودي عربستان حکومت د حاجیانو د روغتیا او خوندیتوب لپاره ځانګړي امنیتي او روغتیايي تدابیر نیولي دي.

د شرق الاوسط ورځپاڼې د راپور له مخې د سږ کال د حج په مراسمو کې د لومړي ځل لپاره د مصنوعي ذهانت په کارولو سره د بیت الله شريف حاجیانو ته ډیجیټل کارتونه ووېشل شول چې د نُسُک اپلېکېشن له لارې حاجیانو ته لارښوونې او خدمات وړاندې کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG