د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

حج او اوقافو وزارت: د حج مراسمو لپاره د عربستان ځواب ته په تمه یو


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزارت وايي، د حج مراسمو لپاره د سعودي عربستان د حکومت هو او یا نه ځواب ته په تمه دي.

د کرونا ویروس د لا خپرېدو د وېرې له امله روان کال د حج مراسم له نامعلوم برخلیک سره مخ دي، دغو مراسمو ته د افغان حاجیانو په ګډون د نړۍ میلیونونه مسلمانان په تمه دي.

د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزارت وايي، که څه هم د حج فریضې د ادا کولو لپار کم وخت پاتې دی، خو سعودي عربستان له دوی سره د دغو مراسمو د ادا کولو لپاره خپله پرېکړه نه‌ده شریکه کړې.

د دغه وزارت ویاند فضل محمد حسیني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال ۲۷» ازادي راډیو ته وویل چې په کور دننه بیت‌الله شریف ته د افغان حاجيانو د تګ ټول چمتووالی بشپړ شوی دی.

ارشیف
ارشیف

ښاغلی حسیني زیاتوي: "تر اوسه په دې اړه د سعودي حکومت په رسمي ډول، له موږ سره هېڅ ډول معلومات چې ایا د حج فریضه ادا کېږي کنه څه نه‌دي شریک کړي، موږ ځواب ته په تمه یو، افغان حکومت ورته بشپړ چمتووالی لري."

نوموړی وايي، له دې وړاندې د سعودي عربستان له‌خوا دوی ته ويل شوي چې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي هڅو ته په پام به سعودي حاجیانو ته ځیني شرایط او معیارونه ټاکي.

ښاغلی حسيني وايي چې پخوا کلونو کې به د حج له مراسمو مخکې یو افغان پلاوی سعودي عربستان ته لېږل کېده، څو هلته افغان حاجیانو ته اړین خدمتونه مساعد کړي، خو دا چې سږ کال تر اوسه سعودي په دې اړه افغان حکومت ته څه نه‌دي ويلي دغه چاره هم نه‌ده ترسره شوې.

افغان حکومت وايي، هر کال له افغانستان نه شااوخوا ۳۰ زره افغان حاجیان سعودي عربستان ته د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سفر کوي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه په کابل کې د سعودي عربستان او هم په سعودي عربستان کې د افغان سفارتونو نظر راواخلو، خو بریالي نه‌شوو.

بل‌خوا یو شمېر افغان حاجيان په تمه دي چې سعودي عربستان دوی ته د حج فریضې د ادا کولو اجازه ورکړي.

ارشیف
ارشیف

غلام حضرت او محمدالله چې روان کال‌یې حج ته د تګ پچه ختلې په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "څلور کاله وړاندې مې پیسې تحویل کړې، سږکال مې پچه ختلې ده، څلور کاله کېږي ورته په تمه یو، وبه ګورو چې څه کېږي، که روان کال ونه‌شو راتلونکی کال باید اول موږ ته نوبت راکړي په دې کې به د خدای رضا وي، خو اوس چې کرونا کمه شوې، له سعودي حکومت غواړو چې موږ ته د تګ اجازه راکړي او افغان حکومت دې هم موږ ته د تګ یا نه‌تګ بشپړ معلومات راکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس د لا خپرېدو له وېرې د سعودي عربستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې جوماتونه او زیارتونه تړل شوي، خو د يو شمېرو د بيا پرانيستې په اړه هم راپورونه ورکول شوي دي.

XS
SM
MD
LG