د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

د اسراییل صدراعظم د غزې په تړانګه کې د عملیاتو د څارنې جنګي کابینه منحل کړه


د اسراییل د جنګي کابینې یو انځور
د اسراییل د جنګي کابینې یو انځور

د اسراییلو چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې صدراعظم بنیامین نتنیاهو د غزې په تړانګه کې د عملیاتو د څارنې جنګي کابینه منحل کړه.

بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ د خپل حکومت وزیرانو ته خبرداری ورکړ چې د جنګ د کابینې له منحل کېدو وروسته به مهمې پرېکړې د وزیرانو له یوې محدودې ډلې سره په مشوره وشي.

د اسراییلو صدراعظم د جنګ کابینه وروسته له هغه منحل کړه چې دوه وزیران بیني ګانټز او ګادي ایزنکوټ او د دوی ګوند له حکومتي ایتلاف څخه ووتل.

بیني ګانټز او ګادي ایزنکوټ دواړه د اسراییلو د پوځ پخواني لوی درستیزان وو.

دوی د اکټوبر په اوومه پر اسراییلو د حماس ډلې له برید وروسته له حکومتي ایتلاف سره یو ځای شول، څو د جګړې په اړه پرېکړې د اکثریت ګوندونو په ملاتړ وشي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له‌خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي.

رویټرز راپور ورکوي چې له حکومت څخه د ګانټز وتل د نتنیاهو انحصار په کابینه کې په خورا ملتپالو متحدینو باندې ډېروي چې د اوربند مخالفت کوي.

دا په غزه کې د اته میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د حساسو خبرو اترو لپاره بله ستونزه رامنځته کولی شي.

اسراییل او حماس د اوربند پر وروستي وړاندیز غور کوي.

په دې وړاندیز کې د حماس له‌خوا اته میاشتې مخکې پر اسراییلو د برید پر مهال د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په بدل کې اوربند شامل دی.

اسراییلي پوځیان اوس هم په غزه کې په جګړه بوخت دي.

د رفح په جنوبي ښار او د حماس د جنګیالیو د بیا یوځای کېدو پر ضد د غزې په نورو ځایونو کې هم جګړه روانه ده.

اسراییلي سرتېري په غزه کې د جګړې پر مهال
اسراییلي سرتېري په غزه کې د جګړې پر مهال

له بلې خوا د اسراييلو او د لبنان د حزب‌الله ملېشې ترمنځ شخړه لا هم دوام لري.

په عین حال کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن یو استازی په منځني ختیځ کې دی او هڅه کوي چې په دوهمه جبهه کې د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي.

د جګړې پر مهال صدراعظم وزیر بنیامین نتنیاهو هڅه وکړه چې د امریکا او د جګړې د نورو نړیوالو مخالفینو د بهرني فشار او د سخت دریځو ملتپالو داخلي تمایلاتو ترمنځ انډول رامنځته کړي.

د اسراییلو جنګي کابینې پنځه غړي درلودل، د نتنیاهو، ګانتز او ایزنکوټ سربېره، د کابینې نور دوه غړي د دفاع وزیر جنرال یواف ګالنټ او د ستراتیژیکو چارو وزیر ویران دیرمر وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG