د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

د اسراییل پوځ: په رفح کې پوځي عملیاتو ته دوام ورکوو


په رفح کې د روانې جګړې انځور
په رفح کې د روانې جګړې انځور

د اسراییل پوځ وايي، په رفح کې پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.

د غزې په رفح په ښار کې د اسراییل د پوځی عملیاتو په دوام کې پرون اسراییلي پوځ اعلان وکړ چې دفاعی ځواکونو یې په خپلو هدفي حملو کې د دوی په وینا یو شمېر ترهګر وژلي دي.

د اسراییل په جنوب کې د دې ساحلي سیمې په مرکز کې نښتې دوام لري او د پوځ د بیان له مخې تر لسو زیات کسان چې د اسراییل له خوا ترهګر بلل شوي، وژل شوي دي.

د اسراییل د پوځ په وینا، په وژل شویو کې یو فلسطینی چې د اکټوبر د اوومې نېټې په حمله کې یې لاس درلود، هم شامل دی.

د اسراییلي پوځ دغه ادعا خپلواکو سرچینو تایید کړې نه ده.

په غزه کې د اسراییل پر پوځي اقداماتو په تېره بیا په رفح کې پر پوځي عملیاتو په ټوله نړۍ کې نیوکې شوي دي.

اسراییل وروسته له هغې په غزه کې هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل چې د حماس افراطي ډلې د تېر کال د اکټوبر د میاشتې په اوومه نېټه پر اسراییل په برید کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او تر ۲۵۰ ډېر یې یرغمل کړل.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني.

د حماس تر کنټرول لاندې غزه کې د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې د اسراییل په بریدونو کې تر ۳۷ زره ډېر کسان وژل شوي او تر ۸۵ زره ډېر نور ټپیان شوي دي.

دا ارقام خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړي ځکه دا نه ده معلومه چې د دغو کسانو څومره سرتیري او څومره ملکي وګړي دي.

په غزه کې د اوربند موافقې ته د رسېدو لپاره د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې اسراییل د اوربند وړاندیز ته پوره ژمن نه دی.

سلیوان د پنجشنبې په ورځ په ایټالیا کې وویل چې د اسراییل وړاندیز چمتو دی او د یو څه وخت لپاره د میز پر سر دی.

هغه زیاته کړه چې اسراییل د اوربند له وړاندیز سره مخالفت نه دی کړی او له هغه په شا شوی نه دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د جوزا په ۱۱مه په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل او حماس ترمنځ د درې پړاویز اوربند پلان اعلان کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG