د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

رفح کې بمبارۍ؛ منځګړي د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک د یقیني کولو لپاره هڅو ته دوام ورکوي


په رفح کې د روانو جګړو یو انځور
په رفح کې د روانو جګړو یو انځور

په داسې حال کې چې د غزې په رفح ښار کې اوسېدونکي تېره شپه د اسراییلي ځواکونو د سختو بمباریو خبر ورکوي، په سیمه کې د جګړې د بندولو لپاره منځګړي وایي چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د وروستي تصویب شوي پرېکړه‌لیک د یقني کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې دوی ویلي، په داسې حال کې چې اسراییلي ټانګونه د رفح په لوېدیځ کې وړاندې تګ کوي، تېره شپه په سیمه کې د اسراییل د هوایي، ځمکنیو او د سمندر له لارې د بریدونو له پلوه یو تر ټولو سخته شپه وه.

د دغو بریدونو په نتیجه کې ډېرې کورنۍ په تیاره کې خپلو کورونو او خیمو پرېښودو ته اړ کړای شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې اسراییلي ځواکونه په رفح کې ساحل ته نژدې د المواصي پر لوري پرمختګ کوي.

دا هغه سیمه ده چې د اسراییل پوځ پر رفح د مې د میاشتې له برید راهیسې په ټولو اعلانونو او خپرو کړو نقشو کې د بشرپالنې د سیمې په توګه نومولې ده.

د اسراییل پوځ دغه راپورونه رد کړي او ویلي یې دې چې په المواصي سیمه کې یې هیڅ عملیات نه دي کړي.

اسراییل ویلي، د بریدونو هدف یې دا دی چې د حماس وروستۍ وسله‌والې ډلې په رفح کې چې په دې سیمه کې د عملیاتو له پیلېدو مخکې له یو میلیون زیاتو فلسطینیانو پناه اخیستې وه، وځپي.

د اسراییل پوځ په خپاره کړي بیان کې همدارنګه ویلي چې په رفح کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی او زیاته کړې یې ده چې تېره ورځ یې ځواکونوپه عملیاتو کې یو شمېر وسلې کشف او د نږدې واټن نښتو په ترڅ کې یې فلسطیني وسله‌وال وژلي دي.

پوځ ویلي چې تېره ورځ یې د هوا له لارې په غزې تړانګه کې د پوځي تاسیساتو، پوځي واحدونو، راکټ لانچرونو او تونلونو ته د ښکته شویو څاګانو په ګډون ۴۵ هدفونه په نښه کړي وو.

په غزه کې اسراییلي سرتېري د عملیاتو پر مهال
په غزه کې اسراییلي سرتېري د عملیاتو پر مهال

د رفح اوسېدونکي د اسراییل د سختو بمباریو خبر داسې مهال ورکوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا د تصویب شوي پرېکړه‌لیک د یقیني کولو لپاره د منځګړو هڅې روانې دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم په غزه کې د جګړې د بندېدو په اړه د ملګرو ملتونو د دغه وروستي پرېکړه‌لیک هرکلی کړی دی.

د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو په هدف د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي پرېکړه‌لیک تصویب د غزې د اوسېدونکو لپاره چې هغه یې د دوی نسل وژنه یاده کړې، د پای ته رسېدو په هدف یو لومړنی ګام بولي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، هم په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو له‌خوا د وړاندې شوي نوي پرېکړه‌لیک د تصویب هرکلی کړی، خو یوځل بیا یې پر خپل پخواني دریځ ټینګار کړی چې هره موافقه باید د جګړې پای ته رسېدل یقیني کړي، هغه غوښتنه چې اسراییل تراوسه رد کړې ده.

اسراییل بیا ویلي چې حماس د امریکا د سولې نوی وړاندیز په پشړه توګه رد کړی دی.

په عین حال کې قطري او مصري منځګړیو ویلي چې د دغې موافقې د یقیني کولو لپاره د دوی هڅې اوس هم روانې دي او امریکا یې هم ملاتړ کوي.

د تېر کال په نومبر میاشت کې پر یوه لنډمهاله اوربند له شوې موافقې وروسته په غزه کې د جګړې د درېدو لپاره هڅو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې ځکه حماس ټینګار کوي چې جګړه دې په بشپړ ډول ودرول شي او اسراییلي ځواکونه دې په بشپړه توګه له سیمې ووځي.

اسراییل په غزه کې جګړه وروسته له هغې پیل کړې چې د تېر کال د اکټوبر په اوومه حماس د اسراییل په قلمرو په برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

په غزه د جګړې له پیل راهیسې د سیمه ییزو روغتیایي چارواکو په وینا، شاوخوا ۳۷زره کسان وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG