د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

جي۷ هېوادونه: له خنډ پرته دې په غزه کې د "یو این آر ډبلیو اې" فعالیت ته اجازه ورکړل شي


د ج۷ د مشرانو و غونډې انځور
د ج۷ د مشرانو و غونډې انځور

د نړۍ د لویو صنعتي هېوادونو یا "جي۷" رهبرانو پرون وویل چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ته باید اجازه ورکړل شي چې له خنډ پرته په غزه کې فعالیت وکړي.

د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو رهبرانو ویلي، دوی ومنله چې مهمه ده فلسطیني بېځایه شویو ته د مرستو رسولو په خاطر د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره او د ملګرو ملتونو نور اړوند مرستندوی بنسټونه یا شبکې له خنډ پرته وکړای شي، د اړتیا وړ مرستې ووېشي او خپلې چارې په سمه توګه پرمخ بوځي.

د دغو هېوادونو رهبرانو له ټولو لوریو غوښتنه کړې چې د بشري مرستو رسولو لپاره لارې سم د لاسه پرانېزي، چې دغه مرستې په غزه کې اړو کسانو په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته ورسول شي.

د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادوننو د سرمشریزې د پای په اعلامیه کې راغلي: "د نړیوالو او بشري قوانینو پر اساس، د رفح په ګډون د ټولو ځمکنیو دروازو له لارې د هر ډول بشري مرستو په وړاندې د بشپړې، چټکې او خوندي زمینې برابرول، یو بشپړ لومړیتوب دی."

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (UNRWA) د فلسطیني کډوالو د لاسنیوي د چارو مسووله ده او تقریباً غزې ته ټولې مرستې همغږي کوي.

اسراییل په جنورۍ میاشت کې دغه اداره تورنه کړه چې ګڼ کارکوونکي یې پر اسراییل د حماس ډلې د اکتوبر د اوومې په حمله کې دخیل وو، له هغې راهیسې دغه اداره چې په غزه کې ۱۳زره کارکوونکي لري، له بحران سره مخامخه شوه، ځکه ګڼو هېوادونو ورسره مالي مرسته بنده کړه.

په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه.
په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه.

د اسراییل تر دغو تورونو وروسته د نورو هېوادونو تر څنګ د امریکا متحدو ایالتونو هم، چې د دغې ادارې له عمده تمویلوونکو ګڼل کېږي، خپله مالي مرسته بنده کړه او له دې سره په غزه کې د بشري مرستو رسول له خطر سره مخامخ شول.

خو په وروستیو کې ځینو هېوادونو د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې تمویل بېرته پیل کړی دی.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې په باب یوه بې پرې ارزونه کې چې د فرانسې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې کارټرین کولونا یې مشري کوله، څرګنده شوه چې د دې ادارې په بېطرفۍ کې ځینې ستونزې وې، خو د ارزونې له مخې داسې اسناد او شواهد ونه موندل شول چې وکړای شي د اسرائیل تور ثابت کړي.

د نړۍ د اوو لویو صنعتي هېوادونو د اعلامیې په مسوده کې په غزه کې د حماس ډلې او اسراییل په جګړه کې د ملکیانو د ډېرو مرګ ژوبلو په باب هم اندېښنه ښوول شوې ده.

دغه جګړه اتمې میاشتې ته رسېدلې او لا یې هم د پای ته رسېدو کوم څرک نه تر سترګو کېږي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.

د نړۍ د اوو لویو صنعي هېوادونو مشرانو په خپله اعلامیه کې یو وار بیا په غزه کې د اوربند پر ټینګښت او د یرغمل شویو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG