د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۵

د غزې په شجاعیه سیمه کې د اسراییلي ځواکونو عملیات

په غزه کې اسراییلي پوځي
په غزه کې اسراییلي پوځي

د اسرایيلي پلیو ځواکونو د غزې په شجاعیه سیمه کې عملیات روان دي، دا هغه سیمه ده چې د اسراییلي ځواکونو په وینا ډیر مخالف وسله وال پکې وژل شوې دي.

فرانس پریس اژانس د شنبې په ورځ وویل چې د غزې ښار ته څیرمه د شجاعیه په سیمه کې د دریمې ورځې په مخه هم د اسراییلي ځواکونو عملیات روان وو. د ملګرو ملتو په باور په دې جګړه ځپلې سیمه کې د ژوند شرایط د زغم وړ نه دي.

د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ وویل چې د هوایي ځواکونو په مرسته یې د حماس د وسله والو پرضد په شجاعیه کې دقیق عملیات ترسره کوي. حماس ډلې ته اروپایي ټولنه او د امریکا متحد ایالتونه د ترهګرې ډلې په سترګه ګوري.

په شجاعیه کې جګړه څو میاشتې وروسته تر دې بیا پيل شوه چې د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې د حماس د قوماندې جرړې یې د غزې تړانګې په شمال کې ایستلې دي.

فرانسپریس اژانس د شنبې په ورځ یو شمیر ویډیوګانې خپرې کړې چې خلک په لاس ګاډو کې د کورونو وسایل لیږدوي او په دوړو خاور ککړ ماشومان ورسره نورو سیمو ته لیږدي.

د شجاعیه سیمې یوه اوسیدونکي عبدالکریم المملوک فرانس پریس اژانس ته وویل چې په یوه ټانک یې د شهدا له جومات سره سترګې ولګیدې چې ډزې یې کولې.

دیرش کلن محمد احرار هم وایي چې داسې ګومان یې کاوه چې دی او د کورنۍ نر ښځې به یې ووژل شي خو ده د کور هرڅه ته شا کړه او له شجاعیه څخه ووت.

د ملګرو ملتو د بشري چارو د همغږۍ ادارې( اوچا) اټکل کړی دی چې د شپږو او اتو لکو ترمنځ کسان د یوې اونۍ په ترڅ کې له شجاعیه څخه وتلي دي.

په غزه کې پروسږکال د اکتوبر په اوومه وروسته تر دې اسراییلي ځواکونو برید وکړ چې د حماس وسله والو د اسراییل دننه شاوخوا دولس سوه کسان ووژل او شاوخوا دوه سوه څلویښت تنه نور یې برمته کړل.

په غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وایي چې تر اوسه د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله شاوخوا نهه دیرش زره کسان چې اکثر یې ملکیان دي وژل شوې دي.

د دې جګړې له امله د اسراییل په شمالي سرحدونو کې له لبنان سره نښتې زیاتې شوې دي او ایران اسراییل ته خبرداری ورکړی دی چې پر لبنان برید ونه کړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG