د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

د اسراییل صدراعظم: د حماس خلاف سخته جګړه پای ته رسېدلې


د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییل صدراعظم وايي، د غزې په جنوبي رفح ښار کې د حماس د سختدریځې ډلې پر ضد د اسراییل د پوځ سختې جګړې تقریباً پای ته رسېدلې دي.

بنیامین نتنیاهو د تېر کال په اکټوبر کې له حماس سره د جګړې له پیلېدو وروسته د یکشنبې په ورځ د جون ۲۳ مه له یوه اسراییلي تلوېزیوني چینل سره په خپله لومړنۍ مرکه کې وویل چې پوځي ځواکونه به ډېر ژر د دفاعي هدف لپاره د لبنان په شمالي پولو کې ځای پر ځای شي.

هغه د دې خبرې په کولو سره چې "د حماس خلاف سخته جګړه ختمه شوې ده."

نتنیاهو زیاته کړه: "البته د دې معنا دا نه ده چې جګړه په پای ته رسيدو ده، بلکې په رفح کې د جګړې شدید پړاو پای ته رسېدلی دی."

حماس افراطي ډله د امریکا او اروپايي ټولنې د تروریستي سازمانونو په ليست کې ده.

د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخې د اسراییل صدراعظم وویل: "د سختو جګړو له پای ته رسېدو وروسته کولای شو چې شمال ته یو شمېر سرتېري واستوو او دا کار به وکړو. په عمده توګه د دفاعي موخو لپاره او همدارنګه خپلو مېنو ته د بېځایه شویو خلکو د بېرته راګرځېدو لپاره."

په غزې تړانګه کې د جګړې له پیل راهیسې د اسراییلي ځواکونو او د لبنان د حزب‌الله د وسله‌والو ترمنځ پر یو بل د ډزو له کبله لسګونه زره اسراییلیان د هیواد له شمال څخه بې ځایه شوي دي.

نتنیاهو د اسراییل له ۱۴ تلوېزیون سره په خبرو کې وویل چې دی به له داسې یوې معاملې سره موافقه ونه کړي چې په غزه کې جګړه پای ته ورسوي او په ډاګه یې کړه چې هغه یوې "جزوي" معاملې ته چمتو دی چې که ټول نه وي، د ځینو یرغمل شویو بندیانو بیرته راستنیدو ته لاره هواره کړي.

د اسراییل صدراعظم وویل چې په غزې تړانګه کې د جګړې هدف "د برمته شوو کسانو بېرته راستنېدل او په غزه کې د حماس رژیم پرځول دي."

ده دا څرګندونې په داسې وخت کې وکړې چې امریکايي چارواکو د حماس د بشپړې له منځه وړنې لپاره د اسراییل د هدف په اړه شکونه څرګند کړي او د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هیګاري هم د جوزا په دېرشمه ویلي و چې حماس نه شي له منځه تللی.

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

ده همداراز وویل: "دا ویل چې موږ به حماس له منځه یوسو، د خلکو په سترګو کې د خاورو اچولو په څير دی."

هیګاري څرګنده کړه چې حماس یوه ایډیالوژي ده او "موږ یوه ایډیالوژي له منځه نه شو وړلی."

بینامین نتنیاهو د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د غزې تړانګې له جګړې وروسته د وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې اسراییل به په لنډ مهال کې خپل رول ولوبوي.

د اسراییل صدراعظم زیاته کړه: "دا څرګنده ده چې موږ به په راتلونکي کې د لنډ وخت لپاره پوځي کنټرول په لاس کې ولرو."

د اسراییل د جګړې د کابینې دوو غړیو بیني ګانټز او ګادي ایزنکوټ تېره مي میاشت وروسته له هغه حکومت پريښود چې نتنیاهو له جګړې وروسته وخت لپاره د پلان په جوړولو کې پاتې راغی.

د غزې جګړه د تېر کال د اکټوبر په اوومه د اسراییل پر جنوبي سیمو د حماس د سختدریځو له‌خوا له پراخ برید وروسته پیل شوه.

حماس شاوخوا ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل او تر ۲۵۰ ډېر کسان یې وتښتول او غزې ته یې انتقال کړل.

د اسراییل پوځ وايي، په غزې تړانګه کې د ۴۱ اسراییلي یرغمل شویو جسدونو په ګډون ۱۱۶ کسان لا هم یرغمل دي.

د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، پر غزې د اسراییل په پراخو بریدونو کې ۳۷ زره ۵۹۸ تنه وژل شوي چې ډېری یې ولسي وګړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG