د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

ګالانت له امریکايي چارواکو سره خبرې د جګړې د راتلونکي لپاره پرېکنده او حیاتي وبللې


د اسراییل دفاع وزیر جنرال یوف ګالانت
د اسراییل دفاع وزیر جنرال یوف ګالانت

د اسراییل دفاع وزیر نن واشنګټن ته روان شو چې د امریکا له دفاع وزیر او نورو چارواکو سره د غزې او د اسراییل د شمالي پولو په جبهه کې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.

د اسراییل دفاع وزیر چې له خپل امریکايي سیال سره د لیدو لپاره واشنګټن ته روان شوی، ویلي چې د دغه سفر په ترڅ کې یې له امریکايي چارواکو سره خبرې "د جګړې د راتلونکي لپاره پرېکنده او حیاتي دي."

جنرال یوف ګالانت نن سهار یکشنبه، د جون ۲۳مه د تل‌ابیب په هوايي ډګر کې واشنګټن ته تر روانېدو مخکې وویل چې له امریکا سره د اسراییل اړیکې "تر بل هر وخت ډیرې مهمې شوې دي."

ده وویل چې له امریکايي چارواکو سره به د غزې او د اسراییل د شمالي پولو په جبهه کې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.

ګالانت زیاته کړه چې اسراییل "هر هغه اقدام ته چمتو دی چې ممکن په غزه، لبنان او نورو ځایونو کې ورته اړتیا وي."

هغه د غزې د جګړې په جبهه کې "درېیم پړاو" ته د وضعیت د لېږدېدو یادونه وکړه، خو په دې اړه یې نور وضاحت ورنه کړ.

اسراییلي رسنیو د پوځي چارواکو په قول د غزې د جګړې په جبهه کې د وضعیت د نوي پړاو په اړه په راپور کې ویلي چې د غزې تړانګې په جنوب کې به د رفح په سیمه کې پوځي عملیات ډېر ژر پای ته ورسېږي.

د جمعې په ورځ اسراييلي چاینل، کان د حکومتي سرچينو په حواله خبر ورکړ چې کابينه به ډېر ژر په غزه کې د حماس د پوځي څانګې د ماتې اعلان وکړي، څو له دې جبهې څخه زیات شمېر ځواکونه وباسي او د حزب‌الله د بريدونو د مقابلې لپاره د اسراییل شمال ته روان شي.

یوف ګالانت به د امریکا له دفاع وزیر لویډ آسټین، بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن، د سي‌آی‌اې CIA مشر ویلییم برنز، او د اسراییل او لبنان په خبرو اترو کې د متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي اموس هوچسټین سره کتنې او خبرې وکړي.

د ټایمزاف اسراییل ورځپاڼې د راپور له مخې، د اسراییل د دفاع وزیر به هڅه وکړي چې امریکا قانع کړي چې پوځ ته درانه بمونه، چې اسراییل ته د هغو له استولو ډډه شوې، ورکړي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو تېره اوونۍ په انګلیسي ژبه په یوه ویډیو کې وویل چې اسراییل له امریکا څخه د وسلو غوښتنه نه ده کړې.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

په ځواب کې سپینې ماڼۍ وویل، نه پوهېږي چې بنیامین نتنیاهو د څه په اړه خبرې کوي.

تر دې مخکې د بشري حقونو د سازمانونو په ګډون ډېرو د غزې په څېر په یوه ګڼ نفوسه سیمه کې د دغه ډول بم په کارولو نیوکه کړې ده.

د اسراییلي رسنیو پر اساس، بنیامین نتنیاهو غوښتل چې امریکا ته د خپل حکومت د دفاع وزیر تر سفر وړاندې د لازیاتو وسلو د ترلاسه کولو په اړه مخکې له مخکې ډاډ ترلاسه کړي.

د بنیامین نتنیاهو له څرګندونو وروسته، په کانګرس کې جمهوريپالو د جو بایډن اداره تورنه کړه چې د اسراییل کافي ملاتړ نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بایډن حکومت په اسراییل باندې د حماس د افراطي ډلې له برید وروسته سمدستي د اسراییل له حکومت او خلکو سره خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

امریکا او اروپايي اتحادیه حماس تروریستي ډله ګڼي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG