د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

ملګري ملتونه: غزې ته د مرستو رسېدو لپاره د اسراییلي پوځ د عملیاتو ځنډ کومه ګټه نه ده کړې


غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، غزې ته د بشري مرستو رسېدو لپاره د زمینې برابرېدو په هدف، د اسراییل د پوځ له‌خوا په پوځي عملیاتو ځنډ کومه ګټه نه ده کړې.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د اسراییل د پوځ له خوا د غزې په پوځي عملیاتو کې د وقفې راوستلو، د بشري مرستو پر رسېدو مثبت اغېز نه دی کړی.

د فلسطینيانو په دغه قلمرو کې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان استازي ریچارډ پیپرکارن پرون جمعه ویلي، په پوځي عملیاتو کې د وقفې راوستلو مثبت اغېز مو د بشري مرستو پر رسېدو نه دی لیدلی.

په غزه کې څه باندې اته میاشتې مخکې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې، چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان ګڼي، د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل ناڅاپي حمله وکړه.

دغه جګړه د دې سبب شوې چې د فلسطینیانو په دغه قلمرو کې بشري وضعیت ناوړه شي او ملګرو ملتونو په وار وار د قحطۍ خبرداری ورکړی دی.

په همدې حال کې د بې سرحده ډاکترانو ټولنې یا (MSF) په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی، که په راروانو ورځو کې د روغتیايي تجیهزاتو اکمالېدو ته زمینه برابره نه شي، دوی ښايي په غزه کې خپل ځینې طبي فعالیتونه خورا زیات محدود کړي.

په غزه کې د اسراییلي پوځ او فلسطیني وسله والو ترمنځ جګړې دوام لري.
په غزه کې د اسراییلي پوځ او فلسطیني وسله والو ترمنځ جګړې دوام لري.

د اسراییل پوځ تېره شنبه او یکشنبه د غزې د جنوب پر یوه کلیدي لار په خپلو پوځي عملیاتو کې ورځنۍ بشري وقفه اعلان کړه چې ورسره د بشري مرستو رسېدو ته زمینه برابره شي.

تر دغه اعلان څو ورځې وروسته د ملګرو ملتونو یوه ویاند وویل چې دوی لا هم نه شي ویلی چې له دې سره به اړو کسانو ته نورې بشري مرستې رسېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د مې میاشتې پر ۱۷مه ویلي وو چې په رفح ښار کې یوازې ۷۵۰ کسان پاتې دي.

له ۶۰زرو تر ۷۵زرو پورې نور کسان د غزې تړانګې په جنوبي سیمه المواصي کې دېره دي او په جنوبي ښار رفح کې د جګړو له پیلېدو سره ګڼو فلسطینیانو په المواصي کې پناه واخیسته.

د بې سرحده ډاکترانو ټولنې او د روغتیا نړیوال سازمان د غزې او مصر ترمنځ د رفح سرحدې دروازې د بیا پرانیستل کېدو غوښتنه کړې چې بشري مرستو او طبي تخلیې ته زمینه مساعده شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د غزې د ۳۶ روغتونونو له ډلې دا مهال یوازې ۱۷ یې فعال دي، خو د دوی فعالیت هم محدود دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG