د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

نتنیاهو: اسراییل ته د امریکا له‌خوا د وسلو استول د پام وړ کم شوي


د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییلو صدراعظم ادعا کوي چې د حماس سخت دریځې ډلې پر وړاندې د اسراییلو جګړې ته د امریکا له‌خوا د وسلو استول د پام وړ کم شوي دي.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د خپل هېواد د کابینې په غونډه کې وویل چې په غزه کې د حماس پر ضد د اسراییلو جګړې ته د امریکا د وسلو په لېږد کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د نتنیاهو په وینا دا کمښت په تېرو څلورو میاشتو کې راغلی، خو دا یې ونه ویل چې د کوم ډول امریکايي وسلو تمویل کم شوی دی.

هغه زياته کړه چې دغه هېواد ته په پرله‌پسې ډول يو شمېر وسايل استول شوي، خو په مجموعي توګه د اکمالاتو په برخه کې پاتې راغلي دي.

له تل‌ابیب څخه د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراییلو د صدراعظم دغه خبرې د غزې د جګړې په ځانګړي ډول په غزه کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو په تړاو، چې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې سبب شوي د اسراییلو او واشنګټن ترمنځ کړکېچ څرګندوي.

د دغه خبري اژانس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر جوبایډن د همدې اندېښنې له کبله له مې میاشتې راهیسې اسراییلو ته د درنو بمونو او ځینو نورو جنګي وسایلو لېږل بند کړي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

خو امریکايي چارواکي د نتنیاهو د دغو خبرو برعکس څرګندونې کوي.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي مسوولې کارین ژان پییر وویل، دوی نه پوهېږي چې د اسراییل صدراعظم د څه په اړه خبرې کوي.

د سپینې ماڼۍ یوه بل چارواکي پرون یکشنبه وویل چې د امریکا ادارې په وار وار له اسراییلو سره د مرستو په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی.

یوه امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، دوی هیله‌من دي چې واشنګټن ته د اسراییلو د دفاع وزیر یوآف ګالانت د سفر په ترڅ کې به ګټورې خبرې اترې وشي.

ګالانت پرون يکشنبه واشنګټن ته خپل سفر پيل کړ.

ګالانت په واکمن لیکود ګوند کې د نتنیاهو سیال دی او د هغه دفتر ویلي چې هغه به په سیمه کې د اسراییلو د ځانګړي دریځ ساتلو په اړه له واشنګټن سره خبرې وکړي، خو هغه د امریکايي وسلو د کمېدو مسئله یاده نه کړه.

د غزې جګړه چې د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اوومه پر اسراییلو باندې د حماس ډلې له برید سره پیل شوه، د امریکا او اسراییلو د اړیکو لپاره خورا حساسه ازموینه ده.

امريکا او اروپايي ټولنه حماس يو تروريستي سازمان بولي.

امریکا په غزه کې د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو او د حماس د ځپلو لپاره د اسراییلو د دریځ ملاتړ کوي، خو د فلسطینیانو د تلفاتو د زیاتوالي او د دې جګړې له امله د رامنځته شوي بشري ناورین په اړه ژوره اندېښنه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG