د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

ملګري ملتونه: لبنان ته د اسراییلو د جګړې غځېدل به ناوړه پایلې ولري


د اسراییل او لبنان پر پوله د اسراییلي پوځ او حزب‌الله د وسله والو ترمنځ د شویو بریدونو له کبله له یوې سیمې لوګي پورته کېږي.
د اسراییل او لبنان پر پوله د اسراییلي پوځ او حزب‌الله د وسله والو ترمنځ د شویو بریدونو له کبله له یوې سیمې لوګي پورته کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي پرون خبرداری ورکړ چې که د اسراییل جګړه لبنان ته وغځېږي، ناوړه پایلې به ولري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي مارټین ګریفیټس په ژنیو کې خبریالانو ته وویل چې دی لبنان ته د جګړې غځېدا ترهغه څه ډېره خطرناکه بولي چې تصور یې کېږي.

د هغه اشاره د لبنان جنوب ته وه.

ګریفیټس وویل، په بیت المقدس کې له خپلو همکارانو سره په دې اړه چې څه به پېښ شي، خبرې کوي.

هغه زیاته کړه چې دی د تلفاتو او د غمیزې زیاتوالي ته اندېښمن دی.

د اسراییل پوځ تېره اوونۍ اعلان وکړ چې پرلبنان د حملې پلان ترتیب او تایید شوی چې د حزب الله مشرحسن نصرالله یې په وړندې سخت غبرګون وښود.

ګریفیټس چې دنده یې روانه اوونۍ پای ته رسېږي، خبرداری ورکړ چې که لبنان په یوه جګړه کې ښکېل شي نو بې له شکه به د سوریې او د یو شمېر نورو هېوادونو پښې هم په‌کې ښکېلې شي.

د هغه په خبره له شک پرته دا به پر غزې او هم پر لوېدیځې غاړې اغېز وکړي.

په لبنان کې دېره د ملګرو ملتونو موقتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ وویل چې درې قراردادیان یې د لبنان په جنوب کې په یوه کلي کې له سوله ساتې اډې څخه د کور پر لوري پرلاره و چې پر موټر یې ډزې وشوې.

په دې پېښه کې چاته تلفات نه‌دي رسېدلي.

د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک مشر ژان پییر لیکروی دغه پېښه وغندله او ویې ویل چې جګړه پولې ته غځېدلې ده.

په غزه کې جګړه کې وروسته له هغې پیل شوه چې د حماس ډلې چې امریکا او اروپایي اتحادیه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د تېر کال د اکټوبر پر اوومه پر اسراییل پراخ برید وکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې یرغمل کړل.

د فرانس‌پرېس آژانس د راپور له مخې تراوسه ۱۱۶ تنه له حماس سره یرغمل دي، خو د اسراییل پوځ ویلي چې ۴۲ یې وژل شوي دي.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د اسراییل له‌خوا په بریدونو کې په غزه کې له ۳۷زره او ۷۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي چې اکثره یې ملکي وګړي دي.

خو خپلواکو سرچینو تراوسه دغه شمېرې نه‌دي تایید کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي مارټین ګریفیټس څرګنده کړې چې په غزه کې د جګړې پیل خلکو ته د ظلم او وحشت نوې اندازه ښودلې.

هغه زیاته کړه چې اندېښنې او وېره شته چې ښایي دا یې پیلامه وي.

د هغه په خبره د ملګر ملتونو اړوند مرستندویه سازمانونه د دغه بحران د پراختیا لپاره تیاری نیسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG