د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

آی‌پي‌سي: د غزې په ټولو سیمو کې د قحطۍ د دوام لوی ګواښ پرځای پاتې


په جګړو کې د غزې یوه ویجاړه شوې سیمه
په جګړو کې د غزې یوه ویجاړه شوې سیمه

د لوږې د څار یوه خیریه ټولنه وايي، د غزې د تړانګې په ټولو سیمو کې د قحطۍ د دوام لوی ګواښ پرځای پاتې دی.

د خوړو د خوندیتوب نړیواله ټولنه یا "آی‌پي‌سي" IPC د خپلې یوې ارزونې په اساس وايي، تر هغه مهاله چې په غزه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ جګړه روانه وي او پر بشري مرستو محدودیتونه لګېدلي وي، د دې تړانګې په ټولو سیمو کې به د قحطۍ د دوام ګواښ پرځای پاتې وي.

د ملګرو ملتونو دې اړوندې خیریه ټولنې په خپله ارزونه کې چې یوه کاپي یې رویټرز خبري آژانس هم ترلاسه کړې، ویلي چې له ۴۹۵ زرو ډېر خلک چې د غزې د ټولو اوسېدونکو پنځمه برخه جوړوي د خوړو د نه خوندیتوب له ناورین او له ډېر جدي وضعیت سره لاس ګریوان دي.

د غزې یوه څنډه کې د اسراییلو د بمبار وروسته لوګي پورته کېږي.
د غزې یوه څنډه کې د اسراییلو د بمبار وروسته لوګي پورته کېږي.

"آي‌پي‌سي" په خپل راپور کې ویلي چې په مارچ او اپرېل میاشتو کې د غزې شمال ته د خوړو او مقوي غذایي موادو له استولو وروسته په دې سیمه کې د لوږې په کچه او د وضعیت په جدیت کې کموالی راغی خو نوموړې ټولنه په عین حال کې یادونه کوي چې په اپرېل میاشت کې شوی پرمختګ بېرته شا ته تللی شي.

دې ټولنې مخکې له دې په غزه کې د قحطۍ وړاندوینه کړې وه، خو په خپله نوې ارزونه کې یې یوځل بیا خبرداری ورکړی چې د غزې په تړانګه کې بشري فرصتونه او خلکو ته د مرستو د رسولو لپاره د مرستندویو موسسو توان په کمېدو دي.

دا اندېښنې داسې مهال څرګندېږي چې اسراییلي ځواکونو نن یوځل بیا په غزه کې پوځي عملیات وکړل.

د فرانس‌پرېس آژانس د راپور له مخې د اسراییلي الوتکو په هوايي حمله کې د حماس ډلې د سیاسي څانګې د مشر اسمعیل هنیه د خور زهر هنیه په ګډون د نوموړي د کورنۍ لس غړي وژل شوي دي.

په تېره اپرېل میاشت کې هم د هنیه درې زامن او څلور لمسیان د اسراییلو په یو حمله کې ووژل شول.

د اسراییل پوځ دوی په تروریستي فعالیتونو تورن کړي وو.

نننۍ حمله درې ورځې وروسته له هغه کېږي چې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي وو چې په غزه کې د درنې جګړې پړاو تېر شوی دی.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو

دا جګړه تېر کال د اکټوبر په اوومه هغه مهال پیل شوه چې حماس پر اسراییلو برید وکړ او دې ډلې چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان بولي، نژدې ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا دوه نیم سوه تنه نور یې برمته کړل.

د اسراییلو پوځ تراوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي، خو د غزې په تړانګه کې چې حماس ډله یې اداره کوي د ملکي دفاع ادارې ویلي چې د اسراییلو په هوايي حمله کې په شمال کې د الشاطي د کډوالو کمپ په نښه شوی او تراوسه هم یو شمېر مړي تر کنډوالو لاندې پاتې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG