خبرونه
فرانسې د اسراییل تازه حملې د نه منلو وبللې
فرانسې د غزې پر هغو ښوونځیو چې د جګړې بې ځایه شویو په کې پناه اخیستې وه، د اسراییل تازه بریدونه غندلي او د «نه منلو» یې بللي دي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه بریدونه باید وڅېړل شي.
تر ټولو تازه برید پرون د خان یونس سیمې پر یوه ښوونځي وشو چې د راپورونو له مخې لږ تر لږه دیرش تنه ملکیان په کې ووژل شول.
له تېرو څو ورځو راهیسې دا څلورم ښوونځی دی چې د اسراییل پرې برید کوي او دې کار نړیوال غبرګونونه پارولي دي.
اسراییل وروسته تر هغه په غزه کې پراخ عملیات پیل کړل چې د تېر کال په اکتوبر کې حماس ډلې، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، په اسراییل په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.
له همغه وخته تراوسه د اسراییلي پوځیانو په حملو کې د څه باندې ۳۸ زره او دوه سوو ملکیانو د وژلو راپور ورکړل شوی دی.
اسراییل بیا تر ډېره د خپلو عملیاتو ننګه کوي او وایي، هدف یې هغه وسله وال دي چې د ملکیانو په منځ کې یې ځانونه پټ کړي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په شمالي وزیرستان کې د جګړې پرمهال ملکیان ټپيان شوي
د شمالي وزیرستان د میرلي سیمې اوسیدونکي وایي چې د پوځیانو او وسله والو د نښتې پرمهال د خلکو پر کورونو توغندي او مرمۍ لګیدلې دي چې د ماشومانو په ګډون شاوخوا پنځلس ملکیان ټپيان شوې دي.
ملک نثار علي خان چې په سیمه کې د عوامي نشنل ګوند مشر دی، مشال راډیو ته وویل چې دا نښته نن سهار پيل شوه او د ده پر کور د توغندي د لګیدو له امله د ده لور، ورور او وراره ټپیان شوې دي.
د وزیرستان ملکي ادارې او د پاکستان پوځ تر اوسه د دې جګړې په اړه څه نه دې ویلي، خو تر دې مخکې یې بیا بیا د پوځي عملیاتو پرمهال د ملکیانو د خوندیتوب ژمنې کړې دي.
اسراییل وایي، د ایران جاسوس یې نیولی
اسراییل نن ایران ته د جاسوسۍ په تور د یوه اسراییلي د نیولو خبر ورکړ. دا کس څو ورځې وروسته تر دې نیول شوی دی چې ایران یو ایرانی اسراییل ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ.
په اسراییل کې نیول شوی تورن کس څو څلویښت کلن دی چې په ریشون لتسیون ښار کې ژوند کوي.
د اسراییلي پولیسو او استخباراتو په ګډه اعلامیه کې راغلې دي چې پر دې کس د پخواني صدراعظم نفتالي بینت کور ته څیرمه عکس اخیست. په بیان کې ویل شوې دي چې دې سړي په خپل ښار کې د بیلابیلو ځایونو عکسونه اخیستې دي او د پیسو په بدل کې یې پلورلي دي.
اسراییل او ایران له اوږدې مودې راهیسې یو بل په جاسوسۍ تورنوي.
د تاجکستان او افغانستان پر پوله نښته شوې
د تاجکستان سرحدي ځواکونو نن وویل چې د افغانستان له سرحد سره یې د یوې نښتې پرمهال دوه افسران وژل شوې دي.
د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمیټې د سرحدي ځواکونو په اعلامیه کې راغلې دي چې دا پيښه د چهارشنبې په ماسپښن د شمس الدین شاهین په ولسوالي کې رامنځته شوه.
تاجک چارواکي وایي، په دې نښته کې درې برید کوونکي هم وژل شوې دي او درې ماشیندار، درې ټوپک، لس لاسي بمونه، د شپې لیدو لپاره یوه دستګاه او یوشمیر مهمات له برید کوونکو څخه نیول شوې دي.
د تاجکستان سرحدي ځواکونو افغان طالبان تورن کړل چې د سیمې د ثبات او د ترهګرو او قاچاق وړونکو د مخنیوي لپاره یې خپلې ژمنې نه دې ترسره کړي.
ترکیې د داعش ۱۱۵ غړي نیولي
د ترکیې د استانبول د لوی څارنوال دفتر نن وویل چې د اسلامي دولت( داعش) په لسګونو مشکوک غړي نیول شوې دي.
د استانبول د لوی څارنوالي دفتر په ایکسپاڼه کې لیکلي دي پولیسو معلومات ترلاسه کړې وو، چې د اسلامي دولت غړي په ترکیه کې پلان لري چې د کرسمس او نوي کال پر مراسمو حملې وکړي.
د دې څارنوالي د بیان له مخې پولیسو په استانبول کې یوسل او څلرویشت ځایونه پلټلي او له یوسل او اووه دیرش مشکوکو کسانو څخه یې یوسل او پنځلس نیولي دي. په بیان کې د یوشمیر تومانچو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکړل شوی دی.
د افغانستان او زیمبابوې تر ۱۹ کلنو د لږه عمره کرکټ لوبډلو مسابقه
نن د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله د زیمبابوې له نولس کلنو کم عمره کرکټ ټیم سره مسابقه کوي.
دا د پنځوس اورونو لوبه په پلازمینې هرارې کې ترسره کیږي.
په دې لړۍ کې د افغانستان او زیمبابوې ترڅنګ د پاکستان تر نولس کلنو کم عمره لوبډلې برخه اخیستې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ څرګندوي چې د افغان لوبډلې دوهمه لوبه به د شنبې په ورځ له پاکستان سره وي.
د روسیې په جنوبي بندر کې د تیلو دوه ټانکرونه د اور لمبه شوي، چارواکي یې لامل د اوکراین برید بولي
د روسیې په جنوبي بندر تیمریوک کې د تیلو دوه ټانکرونه د اور لمبه شوي دي.
د کراسنوډر په سیمه کې د نننۍ اورلګېدنې لامل چارواکو د اوکراین د بې پيلوټه الوتکو برید بللی دی.
رویټرز لیکلي چې د اور لمبو شاوخوا دوه زره متر مربع ځمکه نیولې وه.
په پیښه کې د سر د احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا د روسیې او اکراین ترمنځ د تاوتریخوالي تر ټولو تازه پیښه ده، هغه جګړه چې اوسمهال یې پای ته رسېدو ته نړیوالې هڅې ډېرې ګړندۍ شوي دي.
پاپ لېو کریسمس د هیلو جشن وباله او د نړیوالې سولې غوښتنه یې وکړه
د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ لېو د کریسمس یا حضرت عیسی د زېږېدو د کلیزې په مراسمو کې د نړیوالې مهربانۍ او سولې غوښتنه وکړه.
هغه پرون چهارشنبه ماښام په روم کې د کریسمس مراسمو ته خپله لومړنۍ وینا کې وویل، "کریسمس د هیلو جشن دی او مونږ د سولې په پیغام راوړونکو بدلوي."
له شدید ورښت سره سره زرګونه کسان د سنټ پېټر په میدان کې راټول شوي وو او د پاپ وینا یې د سړک پر سر لګول شویو بوردونو باندې له نژدې کتله.
د کریسمس مراسم په ټوله اروپا، امریکا او د نړۍ په نورو عیسوي مذهبه ټولنو کې له پرون غرمې راهیسې پيل او د جمعې تر ماښامه دوام کوي.
یو.ان.هبیتات: فرا ښار پنځه برابره پراخ شوی دی، ایا پرمختګ یې بللی شو؟
د ملګرو ملتونو د بشري میشتیدنې پروګرام ( یو.ان.هبیتات) وایي، فرا ښار تېرو ۲۴ کلونو کې پنځه برابره پراخ شوی دی.
دغې اداره پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغه پرخوالی ممکن یو پرمختګ وي.
دوی ویلي، دا ډول پراخوالی هغه مهال یو پرمختګ ګڼل کیږي چې د ښاري پلان او ځېرکې پانګونې له مخې شوی وي.
دوی ویلي، د ښارونو پلان شوی پراخوالی خلکو ته ښه خدمتونه برابروي او د خلکو لپاره د هستوګنې ښه زمینه برابروي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ښارونو پر غیر پلاني پراختیا باندې تل نیوکې کیږي.
د ښار جوړونې کارپوهان وایي، د افغانستان په اکثرو ښارونو کې معیاري کانالایزیسیون، سړکونه، پارکونه او د ژوند نورې اسانتیاوې له پامه غورځول کیږي.
د ازبکستان د کرکټ بورډ مشر کابل ته تللی
د ازبکستان د کرکټ بورډ (ACB) رییس عزیز مهیلیوف او ورسره پلاوي د کابل د سفر په ترڅ کې د افغانستان له کرکټ بورډ (ACB) سره د ریفریانو لپاره په جوړ شوي کورس کې برخه واخیسته.
دا کورس دوه ورځنی دی چې کابل و تاشکند په ګډه جوړ کړی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ چهارشنبه( ډسمبر ۲۴ مه) په یوه بیان کې وویل چې له ښاغلي مهیلیوف سره په دې سفر کې د ازبکستان د کرکټ یوشمیر لوبغاړي هم مله دي.
د بیان له مخي ښاغلي مهیلیوف د افغانستان د کرکټ بورډ له مشر میرویس اشرف سره د کتنې پرمهال د ګډې تخنیکي او مسلکي همکارۍ پر پراختیا خبرې وکړې.
مخکې له دې، د افغانستان او ازبکستان کرکټ بورډونو د دسمبر په لومړۍ نیټه په تاشکند کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او د کرکټ د پراختیا لپاره دوه اړخیز تړون لاسلیک کړی وو.
په تایوان کې زلزله شوې
د تایوان په جنوب ختیځ کې د تایتونګ سیمه؛ نن د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه یو درجې زلزلې ولړزوله.
تر دې دمه د اوښتو زیانونو راپورونه نه دې خپاره شوي.
د زلزلې ټکانونه په پلازمینې تایپي کې هم احساس شوې دي.
په دوه زره شپاړسم کال کې د تایوان په جنوب کې زلزلې تر سلو ډیر کسان وژلي وو او په نولس سوه نهه نویم کال کې یوې زلزلې په دغه هیواد کې تر دوه زره ډیر تلفات لرل.