د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

د امريکا د ولسمشر مرستيالې د اسراييل له صدراعظم غزه کې د اوربند غوښتنه کړې


د عکس ښي لور ته د امریکا د ولسمشر مرستیاله کامالا هریس او چپ لور ته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د عکس ښي لور ته د امریکا د ولسمشر مرستیاله کامالا هریس او چپ لور ته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د امریکا د متحده‌ایالتونو د ولسمشر مرستیاله کامالا هریس وایي، دې د اسراییل صدراعظم وهڅاوه چې ژر تر ژره له حماس سره یوې موافقې ته ورسیږي، ترڅو اوربند وشي او هغه په لسګونو برمته چې وسله‌والو په غزه کې د اکتوبر له اوومې راپه‌دې خوا ساتلي دي، خوشې شي.

کامالا هریس او بنیامین نتنیاهو پرون په سپینې ماڼۍ کې سره وکتل.

اغلې هریس دا لیدنه کتنه ګټوره وبلله او څرګنده یې کړه چې دا د اسراییل حق دی چې د ځان دفاع وکړي، خو په ورته وخت کې دې په غزه کې د تېرو نهه میاشتو جګړې په ترڅ کې تلفاتو او بد بشري وضعیت ته ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

د امریکا په متحده‌ایالتونو کې اکثریت په‌دې باور دي چې احتمالا به کامالا هریس د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د ډیموکراتانو کاندیده شي.

جو بایډن د یک‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د انتخاباتو له کاندیدۍ لاس اخلي او ده د کامالا هریس ملاتړ وکړ چې د ده په ځای سیالي ته ودریږي.

اسوشیتد پریس اژانس څرګندوي چې کامالا هریس له نتنیاهو سره د لیدو پرمهال د ولسمشر بایډن پیغام تکرار کړ، چې نور یې وخت دی چې په غزه کې دا خونړۍ جګړه پای ته ورسیږي.

د غزې په جګړه کې د تېرو نهو میاشتو په ترڅ کې شاوخوا نهه دېرش زره فلسطنیان وژل شوي دي.

له کامالا هریس سره تر لیدو یوه ورځ مخکې نتنیاهو د کانګرس ګډې غونډې ته په خپله وینا کې د غزې د جګړې دفاع وکړه او د حماس پرضد یې د بریا خبرې وکړې، د اوربند مسالې ته یې ډېرې لږې اشارې وکړې، خو مېرمن هریس له نتنیاهو سره تر خبرو وروسته وویل چې، دې د اسراییل صدراعظم ته وویل چې دا یې وخت دی چې د اوربند لپاره یوې موافقې ته ورسیږي.

د اسراییل صدراعظم د پنجشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره هم بېله غونډه لرله او ښاغلي بایډن هم پر اسراییل او حماس غږ کړی دی چې د متحده‌ایالتونو په ملاتړ دې یوې موافقې ته د درې پړاوونو په ترڅ کې ورسیږي څو پاتې برمته خپلو کورونو ته ستانه شي او اوږدمهاله اوربند وشي.

مېرمن هریس له نتنیاهو سره تر لیدو وروسته وویل، په غزه کې د اسراییلو جګړه تر دې ډېره پېچلې ده چې د یوې یا بلې خوا ملاتړ وشي.

هریس په ورته وخت کې د حماس وحشت وغانده.

حماس ډلې پروسږکال د اکتوبر په اوومه د اسراییل دننه حمله وکړه، شاوخوا دولس سوه کسان یې ووژل او دوه سوه پنځوس نور یې برمته کړل چې تر دې وروسته اسراییل پر غزې د ځمکې او هوا له لارې پراخ بریدونه پيل کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG