د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

د اسراييل صدراعظم: غزه کې د اسراييلي برمته‌و د خوشې کولو موافقه نژدې شوې ده


د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وايي، په غزه کې د اسراییلي برمته‌و، د خوشې کولو لپاره موافقه نژدې ده.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو په غزه کې د اسراییلي برمته‌و د کورنیو غړو ته وویل، په نژدې راتلونکي کې د دوی د عزیزانو د خوشې کولو لپاره یوه موافقه کېدونکې ده.

دا څرګندونې د اسراییلو د صدراعظم دفتر په یوه بیان کې د ښاغلي نتنیاهو له قوله لیکلي.

د بیان له‌مخې نتنیاهو د برمته‌و، د کورنیو له غړو سره د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې ولیدل.

هغه ویلي دي چې، بې له شکه د یوې موافقې لپاره ټول شرایط چمتو شوي دي.

نتنیاهو اوس‌مهال په واشنګټن کې دی او تمه ده چې د پنجشنې به ورځ به له ولسمشر جوبایډن سره وګوري او سبا به کانګرس ته وینا وکړي.

نتنیاهو ویلي دي، که څه هم د برمته‌و د خوشې کولو طرح به ټوله په یوځل نه، بلکې په څو پړاوونو کې عملي نه‌شي خو دی باور لري چې په‌دې موافقه کې چټکوالی راتلای شي او په دې توګه به اسراییل په داسې یوه موقعیت کې وي چې د حماس ډلې له‌خوا برمته شوي اسراییليان راخوشې کړي.

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني، د تېر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه پر اسراییل برید وکړ، نژدې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

له حماس او نورو وسله‌والو ډلو سره لاهم ۱۲۰ تنه اسراییلي برمته شته، چې اسراییلي چارواکو یې په غیاب کې تقریبا دریمه برخه مړه اعلان کړي دي.

په غزه کې د اوربند او د اسراییلي برمته‌و، د خوشې کولو لپاره د موافقې طرح په تېره مې میاشت کې د ښاغلي بایډن له‌خوا او د مصر او قطر په منځ‌ګړتوب چمتو شوه او تېره میاشت خوځښت په‌کې راغلی.

تمه ده چې د اسراییلي مرک‌چیانو پلاوی د پنجشنبې په ورځ له حماس ډلې سره د اسراییل په زندانونو کې د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې د اسراییلي برمته‌و د خوشې کولو په اړه بیا خبرې پیل کړي.

خو د حماس یوه مخکښ چارواکي ویلي، د اسراییل د صدراعظم په دریځ کې هيڅ نوې خبره نه‌شته.

سمیع ابو زُهري رویترز خبري اژانس ته ویلي، نتنیاهو تراوسه هم پر خپل پخواني دریځ ولاړ دی او مرکچي پلاوي یوازې د دې لپاره خبرو ته استوي چې د اسراییلي برمته‌و د کورنیو غوسه غلې کړي.

په عین حال کې د اسراییل پوځ ویلي دي، پرون یې د غزې پر جنوبي ښار، خان‌ یونس د ټانکونو او الوتکو په حملو کې لسګونه وسله‌وال وژلي دي.

د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې په غزه کې د اسراییلي پوځ په حملو کې تر دې دمه د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا له ۳۹ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG