د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

اسراییلي ځواکونه د غزې په شجاعیه سیمه کې پرمختګ ته دوام ورکوي


اسراییلي ځواکونو د یکشنبې په ورځ (جون ۳۰مه) د غزې د شمال په شجاعیه سیمه کې د سختو پوځي عملیاتو په ترڅ کې پرمختګ ته دوام ورکړ.

په سیمه کې د حماس د جنګیالیو د ځپلو لپاره د پنجشنبې په ورځ عملیات پیل شول او اوس هم دوام لري.

ځايي اوسېدونکو ويلي چې تېره ورځ د اسرایيل په عملياتو کې لږ تر لږه شپږ فلسطينيان وژل شوي دي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د کابینې په اوونیزه غونډه کې پر خپل دریځ ټینګار وکړ چې د حماس ډلې پر وړاندې په جګړه کې له بریا پرته بله چاره نشته.

حماس د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې لخوا یو تروریستي سازمان ګڼل کیږي.

د الشجاعیې په سیمه کې د عملیاتو په دوام کې لسګونه زره فلسطینیان بې کوره شوي دي. د اسراییل پوځ وايي، په تونلونو کې د حماس له جنګیالیو سره جګړې ته دوام ورکوي.

یوه اوونۍ وروسته له هغه چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو اعلان وکړ چې د جګړې تر ټولو سخت پړاو پای ته رسېدلی، د غزې په مرکزي او جنوبي سیمه رفح کې هم د جګړې راپورونه ورکړل شوي دي.

په داسې حال کې چې د غزې جګړه نهمې میاشتې ته داخلیږي، د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو په اړه خبرو لږ پرمختګ کړی او په ځینو مواردو کې په ټپه درېدلې دي.

د ۲۰۲۳کال د اکټوبر په اوومه د حماس د جنګیالیو له خوا پر اسراییلو په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول. دغو وسله والو شاوخوا ۲۵۰ تنه یرغمل هم ونیول.

د حماس تر کنټرول لاندې غزې د روغتیا وزارت وايي، د اسرائیلو په بریدونو کې د فلسطینیانو د تلفاتو شمېر اوس نژدې ۳۸ زره ته رسېدلی دی. ویل کېږي چې ډېری قربانیان ملکي وګړي دي.

د اسرایلو پوځ د مې په لومړیو کې په رفح کې ځمکني عملیات پیل کړل چې لامل شول د مرستې ترټولو مهمه لاره وتړل شي.

ملګرو ملتونو او نورو مرستندويه ادارو د بشري ناورين، قحطۍ، جګړې او د اسراييلو د محاصرې په اړه خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چې د غزې د جګړې له امله شاوخوا دوه نيم ميليونه انسانان له جدي ګواښ سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG