د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

د غزې روغتیا وزارت: د اسراییلو تازه حملو کې ۷۱ کسان وژل شوي او ۲۸۹ ټپیان دي


په غزه کې د اسراییلو د حملو له کبله ټپیان او مړي لېږدول کېږي.
په غزه کې د اسراییلو د حملو له کبله ټپیان او مړي لېږدول کېږي.

په غزې تړانګه کې د اسراییل په تازه حملو کې لسګونه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د حماس ډلې تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت ویلي، د غزې په جنوب کې د اسراییل د شنبې ورځې په تازه حمله کې ۷۱ کسان وژل شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، په خان یونس ښار کې د دغې حملې له کبله ۲۸۹ نور کسان ټپیان شوي دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.

د اسراییل یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط تایید کړه چې پر خان یونس په نننۍ حمله کې هدف د حماس ډلې د پوځي څانګې مشر محمد ضیف و چې په دې حمله کې وژل شوی دی.

دغه چارواکي ویلي چې د حماس بل لوړرتبه چارواکی رافع سلامه هم په دې حمله کې په نښه شوی دی.

هغه نه دي ویلي چې د حماس ډلې د دغو دوو چارواکو د وژل کېدو پر جزییاتو له څه ویلو ډډه وکړه.

خو د غزې روغتیا وزارت ویلي چې ګڼ مړي او ټپیان خان یونس ته نږدې پراته ناصر روغتون ته لېږدول شوي دي.

په دغه روغتون کې د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس خبریال ویلي چې څه باندې ۴۰ مړي یې شمارلي او هلته عیني شاهدانو ویلي چې د اسراییل په حمله کې بمبارۍ هم شاملې وې.

دا لا معلومه نه ده چې دا حمله په المواصي ولسوالۍ کې هم شوې که څنګه؟

دا هغه سیمه ده چې اسراییل د بشري ساحې په توګه اعلان کړې ده چې د شمالي دروازې رفح او په جنوب کې د خان یونس ښار ترمنځ پرته ده.

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

په دغه بندري ساحه کې سلګونه زره بېځایه شوي فلسطینیان دېره دي چې د جګړو له ډاره هلته کډه شوي او هلته په لنډمهاله خېمو کې شپې سبا کوي.

په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور کسان یرغمل کړل.

له هغې راهیسې د اسراییل په ځمکنيو عملیاتو او بمباریو کې د غزې د روغتیا وزارت په وینا ۳۸زره او ۳۰۰ کسان وژل شوي او څه باندې ۸۸زره نور کسان ټپیان شوي دي.

د وزارت په دغو شمېرو کې نه دي ویل شوي، چې له دې ډلې څو تنه یې ملکیان او څو یې وسله‌وال دي او دغه شمېرې د خپلواکو سرچینو له خوا تایید یا رد شوي نه دي.

د غزې د ۲ میلیونو او ۳۰۰زره اوسېدونکو تر ۸۰ فیصدو ډېره برخه یې له خپلو کورونو کډې کولو ته مجبوره شوې او اکثرو یې د خېمو په هغو کمپونو کې اړولي چې سخته ګڼه ګوڼه په کې ده. دوی له سختې لوږې سره مخامخ دي.

په همدې حال کې په غزې تړانګه کې د اوربند د ټینګښت او د حماس له منګولو د پاتې یرغمل شویو د خلاصون لپاره هڅې روانې دي.

د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر تېره پنج شنبه ویلي وو، دوی له نورو منځګړو سره د مذاکرو لپاره قاهرې ته خپل استازي لېږي، دغه خبرې له حماس سره د سولې پر طرحه او د یرغمل شویو پر خلاصون راڅرخي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG