د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د اسراییلو پوځ له یمن څخه د یوه توغول شوي میزایل د شنډولو خبر ورکړ


اسراییلو په حدیده بندر کې دغه سیمه ویشتې چې له کبله یې د اور لمبې پورته کېږي.
اسراییلو په حدیده بندر کې دغه سیمه ویشتې چې له کبله یې د اور لمبې پورته کېږي.

د اسراییلو پوځ نن خبر ورکړ چې له یمن څخه یو توغول شوی میزایل یې شنډ کړی دی.

اسراییلو نن وویل چې د هوايي مدافعې ځواکونو یې یو توغندی چې له یمن څخه پر دې هېواد توغول شوی و، شنډ کړی دی.

د یمن ایران پلوې حوثي ډلې هم نن تایید کړه چې د سره سمندرګي پر غاړه د اسراییلو د پراته ښار ایلیات پر لور یې ګڼ توغندلي ویشتلي دي.

له دې څو ساعته مخکې د اسراییلو جنګي جېټ الوتکو د یمن حُدیده بندر ته نژدې د حوثي یاغيانو مرکزونه په نښه کړي وو.

په دې حملو کې لږترلږه شپږ کسان وژل شوي او اوه اتیا نور ټپیان دي.

المسیره چې د ایران پلوه حوثي ډلې په حکومت پورې تړلی ټلویزیون دی، د روغتیا وزارت د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې ډېری ټپیان د دې هوايي حملې په نتیجه کې سخت سوځېدلي دي.

د حُدیده اوسېدونکو رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د اسراییلي الوتکو له برید وروسته د چاودنو غږونه په ټول ښار کې واورېدل شول او المسیره راپور ورکړ چې د ملکي دفاع ځواکونو د حدیده بندر په سواحلو کې په ولاړو ټانکرونو کې د لګېدلي اور د وژنې هڅه وکړه.

د اسراییلو د پوځ ویاند وویل چې حوثي یاغیانو له دې بندر څخه د ایران له خوا ورکړل شوې وسلې ترلاسه کولې.

ویاند زیاته کړه چې د اسراییل له سرحد څخه څه باندې ۱۷۰۰ کیلومتره لیرې پر حدیده بندر د اسراییلو د برید پر مهال هغه ساحې په نښه شوې چې د انرژۍ د ساتنې لپاره کار ترې اخیستل کېده.

ویاند دا یادونه هم وکړه چې د ایف۱۵ الوتکو په وسیله له دې برید مخکې د اسراییلو متحدانو ته خبر ورکړل شوی و.

د اسراییلو دفاع وزیر یواف ګالانت وویل هغه اور چې په حُدیده کې لګېدلی دی له ټول منځني ختیځ څخه ښکاري او اهمیت یې واضح دی.

د اسراییلو دفاع وزیر یواف ګالانت
د اسراییلو دفاع وزیر یواف ګالانت

ګالانت په یوه بیان کې وویل چې حوثي ډلې پر اسراییلو دوه سوه حملې وکړې، خو د لومړي ځل لپاره چې د دوی په حملو کې یو اسراییلی ووژل شو، اسراییلو ځوابي حمله وکړه.

د جمعې په ورځ له یمن څخه د یوې ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې په وسیله د تل ابیب پر مرکز برید وشو.

په دې حمله کې چې پړه یې حوثي یاغیانو ومنله یو تن ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.

له دې برید مخکې د اسراییلي ځواکونو او ایران پلوې حزب الله ډلې ترمنځ هم د لبنان په جنوبي برخه کې د ورځنیو نښتو راپورونه ورکول کېدل او دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو صدراعظم واشنګټن ته د سفر لپاره تیاري نیسي.

بنیامین نتنیاهو به د امریکا کانګرس ته وینا وکړي.

نتنیاهو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر ایران او د ایران پر نیابتي ډلو حوثي یاغیانو، حماس او حزب الله فشارونه زیات کړي.

پر یمن هوايي برید هغه وېره زیاتې کړې چې د اسراییلو پر قلمرو د حماس ډلې تر برید وروسته په غزه کې پیل شوې جګړه په یو سیمه‌ییز کړکېچ بدله نه شي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس تروریستي ډله بولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG