د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

د اسراییلو پوځ د خان یونس مېشتو فلسطینیانو ته له دې سیمې د موقتي وتلو امر کړی


د غزې خان یونس کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو د یوه کمپ انځور
د غزې خان یونس کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو د یوه کمپ انځور

د اسراییل پوځ په یوه بیان کې ویلي چې د غزې په جنوب کې د خان یونس په سیمه کې یې له مېشتو فلسطینیانو څخه غوښتي چې په موقتي ډول د المواسي خوندي سیمې ته کډه شي.

په دې بیان کې چې اسراييلي پوځ نن شنبې د اسد ۶ مه خپور کړ، د دې خبرداري دلیل په سيمه کې پوځي عمليات بللي دي.

د اسراییل پوځ د جمعې په ورځ په خان یونس کې له فلسطینی وسله‌والو سره د سختې نښتې او د حماس د سخت دریځې ډلې د تونلونو د ویجاړولو اعلان وکړ.

په غزه کې له جګړې نژدې نهه نیمې میاشتې وځي.

دا جګړه د تېر کال د اکټوبر په ۷مه پر اسراییل د حماس ډلې له ناڅاپي برید وروسته پیل شوه.

د امریکا متحده ایالات او اروپايي ټولنه دغه ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د راپورونو له مخې، د اسراییل پوځ د جمعې په ورځ د هغو کوچنیو ملېشو د وړو ډلو په لټه کې، چې په هاوانونو اسراییلي پوځیان په نښه کوي، څو تونلونه او نورې اډې ویجاړې کړې.

ویل شوي چې د خان یونس د خالي کولو لپاره د اسراییلي پوځ خبرداری د دغو شخړو د دوام په لړ کې دی.

د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ وویل چې د خان یونس د تشولو غږ یې د مختلفو رسنیو له لارې خلکو ته رسولی ترڅو ملکي خلکو ته خطر کم کړي.

ملګري ملتونه او د بشري حقونو سازمانونه اسراییل په جګړه کې د نا متناسب ځواک په کارولو تورنوي.

دا هغه تور دی چې اسراییل یې ردوي.

تر دې مخکې هم یو شمېر ملکي وګړي چې خوندي کمپونو ته تللي وو د اسراییلي پوځ په عملیاتو کې وژل شوي دي.

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د بشري حقونو یو شمېر سازمانونه وايي چې په غزه کې هېڅ خوندي سیمه نه ده پاتې او د دې سیمې اوسېدونکي د خپل ژوند د ژغورلو لپاره په وار وار له یوې سیمې بلې ته پناه وړي.

اسراییل هم پر افراطي ډله حماس تور پورې کوي چې ملکي وګړي له خطر سره مخامخوي او په ګڼ مېشتو سیمو، ښوونځیو او روغتونونو کې فعالیت کوي. حماس ډله بیا دا تور ردوي.

اسراییلي چارواکي اټکل کوي چې دوی د حماس یا اسلامي جهاد شاوخوا ۱۴زره وسله‌وال وژلي یا نیولي دي.

د جګړې په پیل کې، د دوی شمېر تر ۲۵زرو څخه ډېر اټکل شوی و.

بل لور ته د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، چې بې توپیره د ملېشو اوړ عامو خلکو احصایې خپروي، پر غزې د اسراییل د برید له پیله تراوسه تر ۳۹زرو ډېر فلسطینیانو وژل شوي دي.

د اسراییل د شمېرو له مخې، د دغه هېواد په جنوب کې د اکتوبر د اوومې نېټې په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ کسان یرغمل شوي وو.

دوه ورځې مخکې، د امریکا ولسمشر جوبایډن او د هغه مرستیالې کاملا هاریس، چې د جمهوري ریاست احتمالي کاندیده ده، دواړو د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره وکتل او له هغه یې وغوښتل چې ژر تر ژره په غزه کې د اوربند موافقه وکړي.

د جګړې د پای ته رسولو او د شاوخوا ۱۱۵ اسراییلي او بهرنيو یرغملو د خوشې کولو لپاره په خبرو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او د اسراییلي او حماس چارواکو بیانونه ښیي چې د دواړو خواوو ترمنځ جدي اختلافات پاتې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG