د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

د امريکا دفاع وزير: منځني ختيځ ته نورې جنګي الوتکې او د سمندري ځواکونو کښتۍ لېږو


د امریکا د متحده‌ایالتونو دفاع وزیر لوید اسټین
د امریکا د متحده‌ایالتونو دفاع وزیر لوید اسټین

د امریکا د متحده‌ایالتونو دفاع وزیر وايي چې، منځني ختیځ ته نورې جنګي الوتکې او د سمندري ځواکونو کښتۍ لېږي.

د امریکا د متحده‌ایالتونو دفاع وزیر لوید اسټین وايي، منځني ختیځ ته د نورو جنګي الوتکو او پوځي کښتیو د لېږلو هدف د ایران او د هغه د نیابتي ډلو له احتمالي حملو د اسرايیل خوندیتوب دی.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون پرون جمعه ویلي، منځني ختیځ ته د جنګي الوتکو او پوځي کښتیو د لېږلو طرح تایید شوې، چې وکړای شي د منځني ختیځ او اروپا پر لوري د بالستیک توغندیو د توغولو مخه هم نیسي.

د اضافي جنګي الوتکو تر څنګ لویډ اسټین د امریکا د اروپايي قوماندانۍ او مرکزي قوماندانۍ ساحو ته د بالستیک توغندیو د دفاعي وړتیا لرونکو کښتیو او هغو کښتیو د لېږلو امر کړی چې بالستیک توغندي ویجاړولی شي.

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي حضور د پراخېدو دغه اقدام د اسرايیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د امریکا د متحده‌ایالتونو د ولسمشر جو بایډن له ژمنې سره سم کېږي.

بایډن تېره پنج‌شنبه له نتنیاهو سره په یوه ټلیفوني تماس کې د نویو پوځي تجهیزاتو د ځای پر ځای کولو پر موضوع هم بحث کړی و، چې د بالستیک توغندیو له احتمالي حملو او له بې‌پېلوټه الوتکو د خوندیتوب موضوع یقیني شي.

د امریکا د دفاع وزارت یوې ویاندې سبرینا سنګ ویلي، له کله چې د اکتوبر پر اوومه حماس ډلې پر اسرائیل حمله وکړه، د امریکا دفاع وزارت بیا- بیا ټینګار کړی، چې امریکا به د اسرايیل د دفاع تر څنګ په سیمه کې خپل پرسونل او ګټې خوندي کړي.

سبرینا سنګ ویلي، امریکا په سیمه کې د کړکېچ کمولو ته متعهده ده، دغه راز د یرغمل شویو د خلاصون د موافقې د برخې په توګه د هغه اوربند د ټینګولو هڅه کوي، چې په مرسته یې یرغمل شوي کسان خپلو کورونو ته ستانه شي او په غزه کې روانه جګړه ختمه شي.

په سیمه کې دا کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد چې تېره اوونۍ د حزب‌الله ډلې یو قوماندان فواد شکر په بیروت او د حماس ډلې د سیاسي برخې مشر اسماعیل هنیه د ایران په پلازمېنه تهران کې ووژل شو.

د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.
د امریکا لوړ رتبه چارواکو هڅه کړې چې په منځني ختیځ کې د لوی کړکېچ خطرونه کم اهمیته وښيي.

په غزه کې لا هم د حماس او اسرايیل ترمنځ جګړه روانه ده او د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن ویلي چې، د اکتوبر له اوومې په غزې تړانګه کې د روانې جګړې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۹زره ۵۵۰ ته او د ټپیانو شمېر ۹۱زره ۲۸۰ رسېدلی، خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید یا رد کړي نه‌دي.

د دغه وزارت په وینا د مړو په دغه شمېر کې د تېرو ۴۸ ساعتونو پر مهال ۷۰ وژل کسان هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG