د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

نيويارک ټايمز: د ايران مذهبي مشر پر اسراييل د مستقيم بريد امر ورکړی


ښي لور ته د ايران ستر مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‌يي او کيڼ لور ته د اسراييل صدراعظم بنيامين نتنياهو
ښي لور ته د ايران ستر مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‌يي او کيڼ لور ته د اسراييل صدراعظم بنيامين نتنياهو

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دریو ایراني سرچینو له قوله ویلي چې، د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي خپل هېواد ته امر کړی چې د ایران په خاوره کې د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په غچ کې دې پر اسرايیلو مستقیم برید وکړي.

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د چهارشنبې په سهار د تهران په شمال کې په خپل کور کې له خپل ساتونکي سره په نښه او ووژل شو.

حماس د اروپایي اتحادیې او متحده‌ایالاتو له‌خوا د ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی.

د نیویارک ټایمز په راپور کې د دریو نامعلومو سرچینو په حواله ویل شوي، ایران پلان لري چې په اسرايیلو کې پر پوځي اهدافو د بې‌پیلوټه الوتکو او راکټونو په مرسته ګډ بریدونه وکړي.

د نیویارک ټایمز د راپور له‌مخې، له هغو دریو سرچینو چې له دې ورځپاڼې سره یې خبرې کړې، دوه یې د ایران د سپا پاسدران غړي دي.

دغې ورځپاڼې زیاته کړې، ایران د دې احتمال په اړه څېړنه کوي، چې د ایران له خاورې پر اسرايیلو د مستقیم برید په څېر به د یمن، سوریې او عراق له ځینو برخو هم د اسرايیلو پر لور بریدونه وشي.

تر دې مخکې د ایران ستر مشر د هنیه له وژل کېدو وروسته پرون په خپل پیغام کې وویل چې اسراییل په‌دې کار سره د ځان لپاره سختې سزا ته تیار دی.

اسراییلو تر اوسه په رسمي توګه د هنیه په برید کې خپل لاس لرل نه‌دي تایید کړي.

ایران د تېرې حمل میاشتې په ۲۶مه هم وروسته تر هغه په اسراییلو سلګونه توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې وتوغولې چې دمشق کې یې کونسلګري د اسراییلو په برید کې له‌منځه ولاړه او یوشمېر کسان په‌کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG