د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

په ایران کې د حماس ډلې د مشر اسماعیل هنیه وژلو ته غبرګونونه


د حماس ډلې وژل شوی مشر اسماعيل هنيه
د حماس ډلې وژل شوی مشر اسماعيل هنيه

د ایران د قضایه قوې رسمي خبري اژانس میزان د یوې ایرانۍ سرچینې په حواله، چې نوم یې نه‌دی یاد شوی، لیکلي چې هنیه د هغه توغندي په برید کې وژل شوی چې له یوه بل هېواده توغول شوی و.

دغې سرچینې ویلي چې په تهران کې د هنیه او د هغه د ساتونکي پر هستوګنځي برید "د ایران له دننه نه‌دی شوی."

اسماعیل هنیه چې د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون په هدف تهران ته تللی و، نن سپيده داغ مهال د تهران په شمال کې هدف وګرځېد.

د اسراییل له‌خوا د هنیه وژل کېدو ته لومړنی غبرګون

د اسراییل د فرهنګي میراثونو وزیر آمیچای الیاهو د دغه هېواد لومړنی لوړپوړی چارواکی دی چې تر اوسه یې د هنیه پر وژل کېدو تبصره کړې ده.
هغه پر خپله ایکس شبکه لیکلي: "دا له دوړو د نړۍ د پاکولو ښه لاره ده."

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو خپلو وزیرانو ته لارښونه کړې چې د هنیه د ترور پر پېښه غلي پاتې شي او په خبره یې موضوع به خپله ځان څرګند کړي.

اسراییل تر اوسه په رسمي ډول د هنیه پر وژل کېدو تبصره نه‌ده کړې.

حماس د هنیه وژل تایید او د غچ خبرداری یې ورکړی دی

د حماس د سیاسي دفتر یوه غړي موسی ابومرزوق د فلسطین له سما خبري اژانس سره په خبرو کې د اسماعیل هنیه وژل تایید کړي او ګواښ یې کړی چې دا کار به "بې ځوابه پاتې نه‌شي."

د سيمې د يو شمېر هېوادونو غبرګونونه

د فلسطین ولسمشر محمود عباس سم‌لاسي د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژل غندلي دي.

د فلسطین "WAFA" دولتي خبري اژانس د محمود عباس په حواله لیکلي چې، نوموړي پر هنیه برید "بزدلانه اقدام او خطرناک پرمختګ" بللی دی.

روسیې هم د هنیه وژل کېدل "د نه منلو وړ سیاسي ترور" بللی دی.

ترکیې هم دا پېښه غندلې او ویلې يې دي چې، له‌دې سره به په غزه کې د حماس او اسراییل جګړه نوره هم وغځېږي.

د حماس دغه لوړپوړی مشر داسې مهال وژل کېږي چې امریکا د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ لنډمهالي اوربند ته هڅې ډېرې کړي دي.

د اوربند په دغو هڅو کې چې هدف یې د اسراییلي برمته شویو خلاصون دی، د اسراییل، قطر او مصر چارواکي هم ګډون لري.

د امریکا د دفاع وزیر لیوډ اسټون چې په فیلیپین کې دی، د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د هنیه د وژل کېدو پر پېښه معلومات نه‌لري.

د لبنان د حزب‌الله ډلې هم چې له اسراییل سره یې په‌دې وروستیو کې اړیکې کړکېچنې دي، د هنیه پر وژلو خفګان څرګند کړی دی.

حزب‌الله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هنیه وژل به د اسراییل په ضد د مقاومت اور ته نور تېل هم واچوي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژل غندلي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له‌مخې پزشکیان پر خپله ایکس‌پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي چې: "هېواد به یې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي او هغه کسان به چې دا کار یې کړی، پر خپل عمل پښېمانه کړي."

حماس چې اروپایي ټولنه او متحده‌ایالتونه یې د ترهګرو په توګه پېژني، د خپل دې مشر د وژلو پړه پر اسراییل اچولې ده.

اسراییلي لوړپوړو چارواکو بیا په‌دې اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو د کابینې دوو غړو یې د هنیه د وژلو هرکلی کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د هنیه وژل غندلي او پر اسلامي او عربي نړۍ یې غږ کړی دی چې په سیمه کې د اسراییلو د دوی په ټکو "یرغل او وحشتونه" مخه ونیسي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا ډول پېښې به د سیمې هېوادونه لا بې‌ثباته کړي.

اسماعیل هنیه له ۲۰۱۷ کال راهیسې د حماس د سیاسي دفتر د مشر په توګه دنده ترسره کوله.

هغه تر ۲۰۱۹ کال پورې په غزه کې اوسېده، خو وروسته بیا قطر ته تبعید شو.

له کله چې د تېر کال د اکتوبر په ۷مه د حماس او اسراییلو جګړه پيل شوه، هنیه د حماس یوازنی لوړپوړی مشر و چې عامه ځایونو او رسمي لیدو کتو کې راڅرګندېده.

حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د ترهګرو په توګه پېژني، په غزه کې له تېرو شاوخوا ۷ میاشتو راهیسې له اسراییلي پوځیانو سره په جګړه بوخت دي.

د ایران سپاه پاسداران ځواک خبر ورکړ چې هنیه او یو تن ساتونکی یې نن په تهران کې په خپل استوګنځي کې په نښه شول.

ایراني چارواکو ویلي چې د پېښې پلټنه کوي.

XS
SM
MD
LG