د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

د اسماعيل هنيه وژل کېدل به په منځني ختيځ کې کړکېچ ډېر کړي؟


د سياسي چارو پوه او په برلین پوهنتون کې د دیپلوماسۍ استاد اسحق اتمر
د سياسي چارو پوه او په برلین پوهنتون کې د دیپلوماسۍ استاد اسحق اتمر

د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژل کېدو یوځل بیا په منځني ختیځ کې په پراخه کچه د جګړې د پیل وېره زیاته کړه.

د ایران سپاه پاسداران ځواک نن خبر ورکړ چې هنیه او یو تن ساتونکی یې نن په تهران کې په خپل استوګنځي کې په نښه شول.

حماس د هنیه ترور تایید کړی او ژمنه یې کړې چې د هغه ترور به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.

له‌دې څو ساعته مخکې اسراییلو اعلان وکړ چې د حزب‌الله یو مخکښ قوماندان فواد شکر، یې وژلی دی.

شکر د روانې اوونۍ د پیل په هغه راکټي حمله کې په لاس لرلو تورن و، چې ۱۲ اسراییلي ځوانان یې ووژل.

احمدتکل په‌دې اړه د سیاسي امنیتي چارو له شنونکي محمداسحق اتمر سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي دي چې د هنیه وژل کېدل به د منځني ختیځ د کړکېچ لپاره په څه معنا وي؟

دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:29 0:00
XS
SM
MD
LG