د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

د حماس ډلې مشر اسماعيل هنيه په ايران کې وژل شوی


د حماس ډلې مشر اسماعيل هنيه
د حماس ډلې مشر اسماعيل هنيه

د ایران سپاه پاسداران ځواک خبر ورکړی چې د حماس د تندلارې فلسطينۍ ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنيه په تهران کې وژل شوی دی.

د سپاه د عامه اړیکو دفتر نن سهار په یوه بیان کې وویل، په تهران کې د حانيه استوګنځی په نښه شوی او په نتیجه کې نوموړی او یو ساتونکی یې وژل شوي دي.

په بیان کې د پېښې جزییات نه‌دي روښانه شوي، خو ویل شوي چې وروسته به په‌دې اړه معلومات ورکړل شي.

ایرنا دولتي خبري اژانس هم د دې بیان یوه برخه خپره کړې ده او ویلي یې دي چې، مجاهد ورور اسماعیل هنيه د پزشکیان د لوړې مراسمو کې له ګډون وروسته د هغه پر استوګنځي د صهیونیستانو په برید کې وژل شوی دی.

ایراني چارواکي اسراییلیان د صهیونیستانو په نوم یادوي.

ایرنا په یوه جلا راپور کې د فلسطیني سما خبري آژانس په حواله د حماس ډلې د سیاسي دفتر د غړي موسی ابومرزوق څرګندونې رااخیستی دي چې وايي، د هنيه ترور به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.

د اسراییلو دولت تراوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

ښاغلی هنيه له پېښې یوه ورځ مخکې د ایران له لوی مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي او نوي ولسمشر مسعود پزشکیان سره د هغه د لوړې د مراسمو په درشل کې په تهران کې لیدلي و.

پزشکیان په‌دې لیدنه کې هغه ته ویلي و، چې له حماس څخه د ایران ملاتړ به له‌دې وروسته په نور شدت سره دوام وکړي.

هنيه له خامنه‌یي سره په کتنه کې د غزې جګړې ته چې نژدې لس میاشتې پرې اوښتې دي د اشارې په ترڅ کې ټینګار کړی و، چې دا جګړه یوه حساس او تاریخي پړاو ته رسېدلې ده او د حماس ځواکونه باید خپله اتلولي او بریا تثبیت کړي.

XS
SM
MD
LG