د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

غزه کې پر يوه ښوونځي د اسراييل بريد؛ د وژل شويو شمېر ۹۳ تنه ښودل شوی


غزه کې پر ښوونځي د بريد انځور
غزه کې پر ښوونځي د بريد انځور

د غزې پر یوه ښوونځي چې بې‌ځایه شویو فلسطینیانو په‌کې پناه اخیستې وه، په تازه حمله کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت د وژل شویو شمېر ۸۰ او د ټپیانو شمېر ۴۷ یاد کړی دی.

خو د غزې د ملکي دفاع بنسټ ویلي، پر یوه ښوونځي چې بې‌ځایه شوي فلسطینیان په‌کې دېره وو، د اسرايیل په هوايي حمله کې ۹۳ کسان وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس لیکلي، چې په بې پرې ډول دغه شمېرې نه‌شي تاییدولی، خو که تایید شي، دا به په غزه کې د اسرايیل او حماس ترمنځ د لس میاشتنۍ جګړې پر مهال تر ټولو له خونړیو پېښو وي.

د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.

په‌همدې حال کې د اسرايیل د پوځ ویاند وايي، پر ښوونځي د اسرايیل په ننني برید کې د حماس او اسلامي جهاد ډلو شا و خوا ۲۰ وسله‌وال چې له هغه ځایه یې فعالیت کاوه، په نښه شوي دي.

روغتيايي چارواکي وايي، چې دوی ته تر اوسه په‌دې حمله کې د ۷۰ وژل شویو مړي وروړل شوي او دوی د لسو نورو مړو ځینې برخې ترلاسه کړي دي.
روغتيايي چارواکي وايي، چې دوی ته تر اوسه په‌دې حمله کې د ۷۰ وژل شویو مړي وروړل شوي او دوی د لسو نورو مړو ځینې برخې ترلاسه کړي دي.

ناداو شوشاني نن پر خپله ایکس¬پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې د ښوونځي انګړ او هلته هغه جومات ویشتل شوی، چې د حماس او اسلامي جهاد د پوځي مرکز په توګه کارول کېدل.

د راپور له‌مخې په غزې تړانګه کې نږدې ټول ښوونځي د هغو کسانو په پناه ځایونو بدل شوي چې د جګړې له امله له خپلو مېنو کډې کولو ته اړشوي دي.

په غزه ښار کې د الاهلي روغتون مشر فاضل نعیم اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته ویلي، چې دوی ته تر اوسه په‌دې حمله کې د ۷۰ وژل شویو مړي وروړل شوي او دوی د لسو نورو مړو ځینې برخې ترلاسه کړي دي.

د ابو انس په نوم یوه عیني شاهد چې د خلکو د ژغورنې په چارو بوخت و، اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته ویلي، دا حمله نن سهار تر لمر ختو مخکې له مخکېني خبرداري پرته وشوه.

د ده په وینا د حملې په وخت کې خلک په جومات کې په عبادت بوخت وو یا هم په ښوونځي کې دننه وو.

د بريد انځور
د بريد انځور

د غزې د ملکي دفاع بنسټ ویاند محمود بصل ویلي، درېیو میزاییلو ښوونځی او جومات وویشت، چې هلته شا و خوا ۶۰۰۰ کسانو له جګړو پناه اخیستې وه.

هغه ویلي د وژل شویو شمېر ښايي زیات شي او ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

ملګري ملتونه وايي، د جولای تر شپږمې پورې په غزه کې د ۵۶۴ ښوونځیو له ډلې ۴۷۷ یې یا په مستقیم ډول ویشتل شوي، یا هم زیانمن شوي دي.

د روغتونونو چارواکي وايي، تېره پنج‌شنبه هم د اسرايیل پوځ هغه دوه ښوونځي وویشتل چې د غزې په ختیځ کې بې‌ځایه شویو وګړو په‌کې پناه اخیستې وه او لږ تر لږه ۱۵کسان یې وژلي وو.

XS
SM
MD
LG