د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

غزه کې د اوربند هڅې؛ تېره ورځ دوحه کې د مذاکرو نوی پړاو پيل شو


د غزې يو انځور
د غزې يو انځور

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د مذاکرو په هغه نوي پړاو کې چې پرون پیل شو، د امریکا متحده‌ایالتونو، قطر او مصر برخه درلوده، چې د اسرايیل له هیئت سره یې وکتل.

د دغو خبرو هدف په غزې تړانګه کې د اسرايیل او حماس ترمنځ د جګړې ختمول، د حماس له بنده د لسګونو یرغمل شویو خلاصون او سیمې ته د دې جګړې د خپرېدو مخنیوی ښوول شوی دی.

سپینې ماڼۍ پرون له ټولو اړخونو په غزه کې د اوربند د ټینګښت په اړه په خبرو کې د برخې اخیستو غوښتنه وکړه.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په هغه مرکه کې چې د امریکا له CNN ټلوېزیوني شبکې پرون خپره شوه ویلي، په غزه کې د اوربند د ټینګښت لپاره په مذاکرو کې لا هم د پرمختګ امکان شته.

کربي ویلي د دوی معلومات ښيي، چې ایران په ځانګړي ډول د خپلو نیابتي ډلو له‌خوا پر اسرايیل د حملې له خبرداریو لا هم لاس نه‌دی اخیستی.

په‌دې اړه یوې سرچینې چې نوم یې نه‌دی اخیستل شوی، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، پرونیو خبرو کې د اسرايیل استازی او د امریکا د مرکزي استخباراتو مشر ویلیم برنز شامل وو.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي

د اسوشېټېډ پریس اژانس د راپور له‌مخې حماس ډلې چې په دغو خبرو کې په مستقیم ډول شامل نه و، پر اسرايیل تور لګولی چې تازه غوښتنې یې مطرح کړي دي.

د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.

په همدې حال کې د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغیا وزارت پرون وویل، چې د اکتوبر میاشتې له اوومې په روانه جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰زرو ته ورسېد.

ویل شوي چې په غزه کې به یو اوربند ښايي په ټوله سیمه کې د کړکېچ له کمېدو سره مرسته وکړي.

ډیپلوماتانو هیله ښوولې چې دا اوربند به ایران او د لبنان حزب‌الله ډله کړکېچ ته له لمن وهلو راوګرځوي.

ایران او حزب‌الله ډلې د حزب‌الله د یوه لوړ رتبه قوماندان او د حماس ډلې د سیاسي څانګې د مشر اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته د غچ اخیستو خبرداری ورکړی و.

اسرايیل وايي د حزب‌الله مخکښ قوماندان فواد شکر د جولای پر ۳۰مه د لبنان د پلازمېنې بیروت په څنډه کې د هوايي حملې له کبله ووژل شو.

د حماس د سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه د جولای میاشتې پر ۳۱مه د ایران په پلازمېنه تهران کې یوه حمله کې ووژل شو، چې ایراني چارواکو د اسرائیل کار بللی دی.

XS
SM
MD
LG