د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۰

ایران د لوېدیځ هغه غوښتنه چې اسراییل ته دې له ګواښ لاس واخلي، رد کړه

ښي لور ته د ايران ستر مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‌يي او کيڼ لور ته د اسراييل صدراعظم بنيامين نتنياهو
ښي لور ته د ايران ستر مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‌يي او کيڼ لور ته د اسراييل صدراعظم بنيامين نتنياهو

ایران نن سه‌شنبې د لوېدیځ دا غوښتنه چې تهران دی د اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته اسراییل ته د غچ اخیستنې له ګواښ څخه لاس واخلي، رد کړه.

د سخت دریځې حماس ډلې چې متحده‌ایالات او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، پخوانی سیاسي مشر اسماعیل هنیه له خپل یوه ساتونکي سره د جولای په ۳۱ په تهران کې په یوه برید کې چې اسراییل یې مسوول بلل شوی، ووژل شو.

نوموړی د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی و.

اسراییل نه دا برید منلی او نه یې هم رد کړی دی.

خو ایران چې د حماس کلک ملاتړی دی د هنیه د وژل کېدو پړه پر اسراییل اچولې او ژمنه یې کړې چې غچ به یې واخلي.

دې ګواښ په سیمه کې د جګړې د لا پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له‌مخې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصرکنعاني په یوه بیان کې د لوېدیځ دا غوښتنه له سیاسي منطق څخه لیرې بللې او ویلي یې دي چې، هغه د نړیوالو قوانینو او اصولو سره په مخالفت کې ده او په ټوله کې له اسراییل څخه عملي ملاتړ په ډاګه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دغه بیان وروسته له هغې خپروي چې متحده‌ایالتونو، بریتانیا، فرانسې، جرمني او ایټالیا پرون دوشنبې د اګسټ په دولسمه له ایران څخه وغوښتل چې پر اسراییل د پوځي حملې له ګواښ څخه لاس واخلي.

په همدې ورځ د بریتانیا صدراعظم کیر سټارمیر او د جرمني صدراعظم اولاف شولز د ټليفون له لارې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره خبرې وکړې.

د بریتانیا د صدراعظم دفتر ویلي، سټارمیر له پزشکیان څخه وغوښتل چې پر اسراییل له برید څخه لاس واخلي او ویلي یې دي چې جګړه د هیچا په ګټه نه‌ده.

هغه همدارنګه د ایران ولسمشر ته ویلي، دی د منځني ختیځ روان وضعیت ته ډېره اندېښنه لري او له ټولو اړخونو یې غوښتي چې په سیمه کې د جګړې د لا پراخېدو مخه ونیسي.

د جرمني صدراعظم هم د ایران له ولسمشر څخه ورته غوښتنه کړې او ویلي یې دي، په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالو روانه لړۍ باید ودرول شي.

په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالو روانه لړۍ باید ودرول شي.
د جرمني صدراعظم

د ایران له ولسمشر سره د بریتانیا د صدراعظم له ټليفوني خبرو وروسته د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا د ښاغلي پزشکیان له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، جګړه د نړۍ په هر ګوټ کې د هیچا په ګټه نه‌ده، خو دولتونه حق لري چې د ده په خبره یوه یرغلګر ته سزا ورکړي.

متحده‌ایالتونو پرون دوشنبې وویل، له هغو استخباراتي ارزونو سره موافق دي چې ښایي ایران یا په منځني ختیځ کې د دې هېواد نیابتي ډلې په‌دې اوونۍ کې پر اسراییل برید وکړي.

د امریکا د ملي امنیت ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل، ولسمشر جوبایډن له خپلو لوېدیځو مهمو متحدینو سره په سیمه کې د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

لوېدیځ ډیپلوماتان هڅه کوي چې په منځني ختیځ کې چې د اسراییل او حماس ترمنځ د روانې جګړې له امله کړکېچ زیات شوی، سیمې ته د دې جګړې د لا پراخېدو مخه ونیسي.

د حماس د روغتیایي چارواکو په وینا، په غزې تړانګه کې د اسراییل په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې له ۳۸ زره او نهه سوه زیات کسان وژل شوي دي.

اسراییل په غزه کې پوځي عملیات وروسته له هغه پیل کړل چې د حماس وسله‌والو د تېر کال د اوکتوبر پر اوومه د اسراییل پر جنوب پراخ برید وکړ، چې په نتیجه کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او دونیم سوه نور یې یرغمل کړل.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG