نړۍ
اسراییلو په غزه کې د تخلیې نوی حکم صادر کړی
د حماس تر کنټرول لاندې غزې تړانګه کې روغتیایي چارواکو د شنبې په ورځ د اګست په ۱۷مه اعلان وکړ چې اسراییلو د تخلیې نوی حکم صادر کړی او د حماس د توغندیو د توغولو په ځواب کې یې لږترلږه ۱۷ فلسطینیان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
حماس ډله د امریکا او اروپایي ټولنې له لوري د تروریستي سازمان په توګه پېژندل شوی دی.
د غزې د روغتیایي چارواکو په خبره، ډېری وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي وو چې اته ماشومان او څلور ښځې هم په کې شاملې وې.
اسراییلي ځواکونو په ځواب کې ویلي چې په سیمه کې د پولو ساتو پر تاسیساتو حمله کړې له کومه ځایه چې په خبره یې، پر اسراییلي ځواکونوډزې شوې وي او زیاته کړې چې پېښه تر څېړنې لاندې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراییلو د پوځ ویاند د شنبې په ورځ د اګست په ۱۷مه د غزې تړانګې د مرکز ځینو برخو له دې ډلې په مغازي او د زویدا په نږدې کې خلکو ته په عربي ژبه ځینې لارښوونې خپرې کړي چې یوې پلان شوې بشرې سیمې ته تخلیه شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا استازیو جرګې هغه لایحه تصویب کړه چې د ایران په وړاندې د جګړې د دوام په برخه کې د ولسمشر واک محدودي
د امریکا د استازو جرګې هغې لایحې ته مثبته رایه ورکړه چې له ایران سره د جګړې د دوام په برخه کې د ولسمشر واک محدودوي.
دغه لایحه چې د دې جرګې د ډیموکراټ استازو له خوا طرحه او وړاندې شوې، له ایران سره هر ډول جګړه د کانګرس له موافقې او رسمي اجازې سره مشروطه ګڼي.
د دغې لایحې لپاره د چهارشنبې د ورځې په رایې اخیستنه کې څلورو جمهوريغوښتونکو استازو هم د ډیموکراټانو ملاتړوکړ او هغه په ۲۱۵ موافقو رایو سره تصویب شوه. ۲۰۸ غړیو مخالفې رایې ورکړي.
په سناجرګه کې هم ډیموکراټانو څو ځله هڅه کړې چې ورته لایحه تصویب کړي، خو تر اوسه نه دي بریالي شوي.
که ورته لایحه په سنا جرګې کې هم تصویب شي، ولسمشرکولای شي هغه ویتو کړي.
د دې لپاره چې لایحه د ولسمشر له ویټو څخه خوندي پاتې شي، باید هم په استازو او هم سناجرګو کې د پام وړ اکثریت ملاتړ ترلاسه کړي.
کویټ د ایران دوه ډیپلوماتان وایستل
کویت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران له وروستي برید وروسته یې د ایران د سفارت دوه کارکوونکي له هېواده ایستلي دي.
د کویت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په کویت کې د ایران د سفارت شارژدافیر احضار کړی دی.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې کویتي چارواکي د ایران د روانو بریدونو په اړه رسمي اعتراض سپارلی او د کویت د حکومت پرېکړه یې ورته ابلاغ کړې چې له مخې به یې په هېواد کې د ایران د سفارت د ډیپلوماتیکو کارکوونکو شمېر کمېږي، دوه ایراني ډیپلوماتان «نامطلوب اشخاص» اعلان شوي او باید تر ۲۴ ساعتونو پورې د کویت له خاورې ووځي.
د کویت د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، ایران د چهارشنبې په سهار د ۳۰ بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله پر کویت برید کړی دی.
د راپور له مخې، د کویت د پلازمېنې پر هوايي ډګر د یوې بېپیلوټه الوتکې د برید له امله یو هندي وګړی وژل شوی او لږ تر لږه ۶۳ نور کسان ټپیان شوي دي.
ټرمپ: ایران منلې چې اټومي وسلې به نه جوړوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران منلې ده چې اتومي وسلې به نه ترلاسه کوي. نوموړي همداراز د ایران له ستر مشر محتبي خامنهيي سره د لیدنې هیله څرګنده کړې ده.
ټرمپ د «پاد فورس ون» په نوم پوډکاسټ سره په خبرو کې ویلي: «هغوی لا دمخه منلې چې اتومي وسلې به نه لري.»
هغه د ایران او امریکا ترمنځ د روانو خبرو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ایران مشر په دې موضوع کې بشپړ رول لري او د ایران چارواکي ورته ډېر درناوی لري.
د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د ایران د مشر د روغتیايي وضعیت په اړه یې اورېدلي چې ښه نه دی، خو بیا هم د مهمو پرېکړو او خبرو اترو ملاتړ او تایید کوي.
امریکا او ایران نن په فارس خلیج کې پر یول هوايي بریدونه وکړل
امریکا او ایران په داسې حال کې چې نازک اوربند یې له ازمیښت سره مخ دی او دسولې د خبرو نتایج یې هم څرګند نه دي نن چهارشنبې په فارس خلیج کې پریول د ډرون اوتوغندیو بریدونه وکړل.
په سیمه کې دامریکايي ځواکونو قومانداني ( سنتکام) وویل چې ځواکونو یې په بریالیتوب سره د ایرانی بالستیک توغندیو او ډرونونو مخه ونیوله.
سنتکام رپوټ ورکړ چې درې توغندي چې د بحرین لور ته توغول شوي وو د بحریني او امریکايي ځواکونو لخوا شنډ کړای شول او دوه توغندي چې د کویټ لور ته توغول شوي وو هدف ته له رسیدو مخکې لویدلي یا په هوا کې ټوټې شوي دي.
خو کویتی چارواکو وویل چې د ایران د "وحشیانه" بریدونو په نتیجه کې لږ ترلږه یو کس مړ او ۶۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
ددغو بریدونو له امله د کویت هوايي ډګر وتړل شو او د دیپلوماتیکو استازولیو په شمول مهمو تاسیساتو ته هم زیان اوښتی دی.
د کویت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې وویل چې "د ایران لخوا دتیري څرګند دغه اقدامات سیمه کې کړکېچ ته لمن وهي،د سیمې امنیت او ثبات زیانمنوي، او د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي."
بلخوا دایران سپاه پاسداران ځواکونو وویل چې دا بریدونه یې دامریکايي ځواکونو وروستیو بریدونو ته غبرګون کې ترسره کړي دي.
دغه راز، د امریکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ (سینتکام) وویل د ایران درې هغه تهاجمي بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) یې نسکورې کړې چې په سیمه ییزو اوبو کې یې ملکي بېړۍ په نښه کولې.
امریکايي ځواکونه زیاتوي چې په ځوابي اقدام کې یې له ځان څخه د دفاع لپاره په قشم ټاپو کې د سوق او ادارې یو مرکز په نښه کړی دی.
قشم ټاپو د هرمز تنګي په سیمه کې موقعیت لري.
دکویت په هوايي ډګر دایران بریدونو پروازونه وځڼډول
کویت وايي ددغه هیواد په هوايي ډګر دایران د ډرون بریدونو له امله ټول پروازونه ځڼډول شوي دي.
کویتي چارواکو دا خبر نن خپور کړ خو د برید د زیانونو په اړه ډیر جزئیات نه دي ترلاسه شوي.
د کویت خبري اژانس یواځې دومره وویل چې دایران د توغندیو او ډرونونو په نتیجه کې یو شمیر کسان ټپیان شوي دي.
د کویټ دفاع وزارت دغه برید دایران لخوا " له جنایت ډک تیری" بللی دی.
کویت تیره شپه دایران د سپاه پاسدارانو ځواکونو د توغندیو او ډرونونو له بریدونو سره مخ شو.
تردې مخکې ، کویتي چارواکو او سیمه کې امریکايي ځواکونو ددغه برید د مخنیوي خبر ورکړی وو.
د امریکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ سنتکام ویلي وو چې دافع هوا ځواکونو یې څو ډرونونه په بشپړ بریالیتوب نسکور کړل او ډاډ یې ترلاسه کړی چې امریکايي ځواکونو او تجهیزاتو ته یې کوم زیان نه دی رسیدلی.
امریکايي ځواکونه وايی په کویت یې د ایران دیوه بل هوايی برید مخنیوی کړی دی
په منځني ختیځ کې دامریکايي ځواکونو قوماندانۍ ، سنتکام، وايي په کویت یې دایراني ډرونونو د یو بل برید مخنیوی کړی.
سنتکام په ایکسپاڼه ولیکل چې «دایران د تعرضي ډرونونو یوه بله څپه یې چې نیت یې درلوده په کویټ کې په امریکايي ځواکونو برید وکړي شنډه کړې. »
خبر زیاتوي چې د سنتکام دافع هوا ځواکونو څو ډرونونه په بشپړ بریالیتوب نسکور کړل او ډاډ یې ترلاسه کړې چې امریکايي ځواکونو او تجهیزاتو ته یې کوم زیان نه دی رسیدلی.
ایران تردې مخکې هم د امریکا او اسرائیلو په وړاندې د ۳۹ ورځنۍ وروستۍ جګړې په ترځ په سیمه کې امریکايی اډو او ګټو باندې په کویت ، بحرین ، سعودي عربستان ، قطر او متحدو عربي اماراتو کې بریدونه کړي چې تر ټولو ډیر ایراني بریدونه په متحدو عربي اماراتو شوي دي.
ایراني رسنۍ: تهران له څو ورځو راهیسې له واشنګټن سره اړیکه پریکړې؛ ټرمپ د یوې هوکړې لپاره خبرې روانې دي
ایران له متحده ایالاتو سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې وړاندیز شوې هوکړې په اړه غور کوي، خو د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې له څو ورځو راهیسې تهران له واشنګټن سره اړیکه نه ده نیولې.
د رویترز د راپورله مخې د ایران د مهر خبري آژانس د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې تهران د یوې لنډمهالې هوکړې د وروستي متن په اړه واشنګټن ته رسمي ځواب نه دی ورکړی.
همدارنګه نیمه رسمي خبري فارس هم د یوې سرچینې له قوله ویلي چې د احتمالي هوکړې یا د تفاهم لیک په اړه پیغامونه څو ورځې وړاندې درېدلي دي او د تهران وروستی پیغام "روښانه پیغام" و چې د لبنان په اړه یې ورکړی و؛ ایران غواړي چې اسراییل یې د خپل متحد حزب الله پر وړاندې بریدونه ودروي.
د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې له ایران سره د یوې هوکړې په اړه خبرې روانې دي او تمه ده په راتلونکې اونۍ کې د دوی ترمنځ یوه هوکړه وشي. د نوموړي په خبره دغه هوکړه به نافذ شوی اوربند وغځوي او د هرمز تنګی به بیرته د کشتیو د تګ راتګ پرمخ پرانېزي.
ټرمپ؛ هیله مند یم چې راتلونکې اونۍ له ایران سره هوکړه وکړو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هیله مند چې راتلونکې اونۍ له ایران سره هوکړې ته ورسیږي.
هغه امریکايي ای بي سي ټلویزیوني شبکې سره خبرو کې ویلي چې باور لري راتلونکې اونۍ به له ایران سره هوکړې ته ورسیږي چې ورسره به د هرمز تنګی بیرته پرانستل شي.
ای بي سي شبکې د ټرمپ دغه مرکه پرون ناوخته پر ایکس خپره کړې ده.
د ټرمپ په ټکو، " له ایران سره هوکړه له پوځي بریا غوره ده".
له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي و چې د امریکا له خوا د هوکړې په شرایطو کې دوامداره بدلون د هوکړې پر وړاندې خنډ ګرځیدلی دی.
افغانستان له هند سره د شل اوریزو لوبو د لړۍ کوربتوب کوي
افغانستان په رارونه سپټمبر میاشت کې له هند سره د شل اوریزو لوبو د لړۍ کوربتوب کوي.
دغه خبر نن هندي رسنیو خپور کړی خو د افغانستان کریکټ بورډ تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه ویلي نه دي.
دا لوبې په نوي ډیلي کې ترسره کیږي.
له دې مخکې د هند په کوربتوب د افغان او هندي کریکټ لوبډلو د شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړې وه.
پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي
د اوکراین پر پلازمینه کیف د روسیې په تازه بریدونو کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو رسنیو ته ویلي چې د نن سهار په بریدونو کې د استوګنې سمیې په نښه شوي.
د راپورونو له مخې، په بریدونو کې ډیر شمیر لوړې ودانۍ زیانمنې شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر ټولنیز پاڼو په یو پیغام کې ویلي،" د روسیې د احتمالي بریدونو په اړه امنیتي خبرداری په ځای دی او روسیې د لویو بریدونو لپاره ځان چمتو کړی دی".
له دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اوکراین پر تصمیم نیونکو او مهم سیمو د بریدونو خبرداری ورکړی و.