د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

بلېنکن: اسراييل د اوربند لپاره د امريکا وړانديز ومانه


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، اسراییلو د غزې په تړانګه کې د اوربند لپاره د اختلافونو د لیرې کولو په اړه د متحده‌ایالتونو وړاندیز ومانه او له حماس ډلې څخه یې هم وغوښتل چې دا وړاندیز ومني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون (د زمري ۲۹مه) د اسراییل له صدراعظم سره له نژدې دوه نیم ساعته خبرو وروسته وویل، بنیامین نتنیاهو په غزه کې د اوربند د ټینګولو او د اسراییلي برمته‌و د خوشې کولو پر وړاندې د اختلافونو د لیرې کولو لپاره د متحده‌ایالتونو وړاندیز ومانه.

بلېنکن په تل‌ابیب کې خبریالانو ته د څرګندونو پرمهال له نتنیاهو سره خپلې خبرې ډېرې رغنده او ګټورې وبللې او ویې ویل، هغه په ټینګار سره ډاډ ورکړ چې د اختلافونو د حل د طرحې وړاندیز مني او ملاتړ یې کوي.

هغه له حماس ډلې څخه هم وغوښتل چې دا وړاندیز ومني، خو ویې نه ویل چې ایا د متحده‌ایالتونو په طرح کې د حماس اندېښنې او په غزه کې دننه د دوو ستراتېژیکو دهلېزونو د ادارې لپاره د اسراییلو د غوښتنې مسئله چې حماس رد کړې ده، هم په پام کې نیول شوې دي که نه.

امریکا، مصر او قطر له څو میاشتو راهیسې هڅه کوي په غزه کې اوربند ټینګ شي، خو دا مذاکرات بیا بیا بې‌نتیجې پای ته رسېدلي دي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر زیاته کړه چې که حماس واقعا د فلسطین خلکو ته اهمیت ورکوي او ادعا لري چې په یوه ډول سره د هغو استازولي کوي، نو باید دا طرح ومني او د هغې د تطبیق د څرنګوالي په اړه د واضحو موافقو په برخه کې کار وکړي.

غزه کې د جګړې يو انځور
غزه کې د جګړې يو انځور

حماس ډلې د بلېنکن له څرګندونو یوه ورځ مخکې نتنیاهو د منځ‌ګړو هڅو پر وړاندې د خنډ په رامنځته کولو تورن کړ.

دې ډلې له منځ‌ګړو غوښتي و، څو هغه طرح عملي کړي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د تېرې مې میاشتې په پای کې وړاندې کړې وه.

حماس ویلي دي چې، د امریکا د وړاندیز پاملرنه د نتنیاهو شرایطو ته ډېره ده.

دې ډلې نتنیاهو د منځ‌ګړو د هڅو د شنډولو مسوول بللی، خو له‌دې سره سره بلېنکن په‌دې باور دی چې ښکېل اړخونه کولای شي په راروانو اوونیو کې د دې وړاندیز پر اساس پرمخ ولاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا یادونه هم وکړه چې، د غزې د جګړې پای په سیمه کې امنیت او دایمي سولې ته د رسېدو یوازینۍ لاره ده.

هغه همداراز وویل، له نتنیاهو سره په کتنه کې یې د اسراییلي ښارګوټو د یهودي اوسېدونکو د تشدد مسئله هم یاده کړه او ترې ویې غوښتل چې د حل لپاره یې اقدام وکړي.

بلېنکن د غزې په تړانګه کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو د نښو پر څرګندېدو هم اندېښنه وښوده او د پولیو پر ضد د واکسیناسیون د پروګرام په برخه کې له اسراییلو سره د امریکا د ګډې همکارۍ خبر یې ورکړ.

ښاغلي بلېنکن پرون ماسپښین د اسراییلو له ولسمشر اسحق هېرزوګ سره هم وکتل او د کتنې په پیل کې یې روان مذاکرات د اسراییلي برمته‌‌و د خلاصون لپاره هم وروستی فرصت وباله او ویې ویل، دا یوې موافقې ته د رسېدو لپاره په مذاکراتو کې ټاکونکې شېبې دي.

XS
SM
MD
LG