نړۍ
د مصر ولسمشر: غزه کې روانه جګړه ټولې سيمې ته خطر پېښولی شي
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي نن شنبه ویلي، په غزه کې روانه جګړه ټولې سیمې ته د دوامدارې بېثباتۍ خطر پېښولی شی.
السیسي ویلي چې، په غزه کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره باید له روانو مذاکرو د فوري حللارې په توګه استفاده وشي.
د مصر ولسمشر د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر سټیفن سژورني سره تر کتنې وروسته دا څرګندونې کړې دي.
له تېر پنجشنبې په قطر کې د منځګړو ترمنځ په غزه کې د جګړې د ختمولو مذاکرې روانې دي، چې هدف یې د جګړې د لا پراخېدو مخنیوی او د یرغمل شویو خلاصون ښوول شوی دی.
د قطر، مصر او د امریکا د متحدهایالتونو ترمنځ دغه مذاکرې تېره جمعه وځنډول شوې، خو ټاکل شوې دا مذاکرې دا وار په مصر کې بیا پیل شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ولسمشر ټرمپ :د چین ولسمشر ایران سره د هوکړې لپاره د مرستې وړاندیز وکړ
دمتحدوایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ پیکنګ کې له خپل چینايي ساري سره له خبرو وروسته وویل چې شي جین پینګ وړاندیز وکړ چې ایران سره د هوکړې او هرمز تنګي څخه د بیړیو د تګ راتګ د تضمین لپاره مرسته وکړي او ژمنه یې وکړه چې ایران ته پوځي تجهیزات نه لیږي.
ټرمپ فاکس نیوز ته وویل: " ولسمشر شي غواړي چې یو تړون وشي. هغه واقعا غواړي چې یو تړون ترسره شي. "
سپینې ماڼۍ،د امریکا او چین د ولسمشرانو له غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې وویل چې واشنګټن او پیکنګ سره ومنله چې هرمز تنګی باید د انرژۍ د بهیر په مخ پرانیستی وي او د چین ولسمشر د یاد تنګي د "پوځي کیدو" او د حق العبور د ترلاسه کولو لپاره د هرډول هڅو مخالفت څرګند کړ.
ولسمشر دونالد ټرمپ چین ته له روانیدو مخکې خبریالانو ته ویلي وو چې امریکا د ایران په هکله د پیکنګ مرستې ته اړتیا نلري.
د امریکا او چین ولسمشرانو ومنله چې د هرمز تنګی باید پرانستی پاتې شي
د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ او د هغه چینایي سیال شي جین پینګ موافقه وکړه چې د هرمز تنګی باید پرانیستی پاتې شي. د دواړو ولسمشرانو ترمنځ خبرې چې د پنجشنبې په ورځ یې په پیکنګ کې ترسره کړې دوه ساعته دوام وکړ.
سپینې ماڼۍ دا خبرې اترې "یوه ښه ناسته" وبلله او ویې ویل چې ټرمپ او شي جین پینګ د ایران، د فینټانیل (مخدره مواد) قاچاق، چین کې امریکایي شرکتونو ته د بازار د لاسرسي، په متحده ایالاتو کې د چین د پانګونې د زیاتوالي او د امریکایي کرنیزو محصولاتو د لازیات پیرودو په اړه خبرې وکړې. سپینې ماڼۍ همدارنګه ویلي چې دواړو لورو موافقه وکړه چې د هرمزتنګی باید پرانستی پاتې شي ترڅود ازادې انرژۍ مسله ډاډمنه شي.
دغه سرمشریزه، چې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې د دواړو مشرانو ترمنځ لومړۍ مخامخ ناسته وه، له تشریفاتي مراسمو نیولې، د سوداګرۍ، ټایوان، ټکنالوژۍ او د ایران د جګړې د پراخو اغیزو مسایلو په اړه بحثونه پکې شامل وو.
دغه سرمشریزه به د مې په ۱۵مه نېټه دوام وکړي او تمه کېږي چې اضافي بحثونه به د مصنوعي ځیرکتیا، د صادراتو په برخه کې د محدودیتونو او د روسیې او اوکراین د جګړې اړوند جیوپولیتیکي ترینګلتیاوو باندې متمرکز وي.
مارکو روبیو: "د چین په ګټه ده چې د هرمز تنګي د پرانستلو لپاره پرایران فشار راوړي"
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، د چین په ګټه ده چې د ایران پر حکومت فشار راوړي څو د هرمز تنګي بیرته پرانیستل یقیني کړي.
د فاکس نیوزد راپورله مخې روبیو چین ته د سفر پر مهال په څرګندونو کې وویل: "موږ دا استدلال له چینایانو سره شریک کړی او هیله لرم چې قانع کوونکی به وي. هغوی به د همدې اوونۍ په پای کې په ملګرو ملتونو کې فرصت ولري چې د دې موضوع په اړه اقدام وکړي؛ هغه مهال چې د ایران د کړنو د غندلو لپاره، د تنګیو له موضوع سره تړلی یو پرېکړه لیک وړاندې کېږي."
مارکو روبیو د هرمز تنګي بحران ته په اشارې سره هم وویل چې دا وضعیت تر بل هر هېواد زیات د چین په زیان دی او پیکنګ باید پر ایران فشار راوړي او له خپلو اقداماتو په شا نشي.
مارکو روبیو چین ته په سفرکې د امریکا د ولسمشرډونالډ ټرمپ په پلاوي کې شامل دی. ټرمپ په دغه دوه ورځني سفرکې چې ترجمعې پورې دوام کوي، د ایران په ګډون پرمختلفو مسایلو د چین له ولسمشرشي جین پینګ سره خبرې کوي.
څلور عربي هیوادونه د ناټو غونډې ته بلل کېږي
بلومبرګ خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی چې ناټو پلان لري د فارس خلیج د څلورو هېوادونو استازي د انقرې غونډې وروبولي.
د سرچینو په وینا، تمه ده چې د ایران جګړه او د اروپا او امریکا ترمنځ زیاتېدونکی اختلاف به د دې غونډې پر خبرو اترو سیوری وغوړوي.
په دغو څلورو هېوادونو کې بحرین، کویټ، قطر او متحده عربي امارات شامل دي، چې ټول د «استانبول د همکارۍ نوښت» غړي دي. دا یو داسې چوکاټ دی چې د ناټو او له ناټو دباندې د منځني ختیځ د هېوادونو ترمنځ د همکاریو لپاره جوړ شوی دی.
بلومبرګ د خبرو سرچینو له قوله ویلي چې د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د جولای میاشتې د اوومې او اتمې نېټې د غونډې لپاره، چې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې ترسره کېږي، دعوت شي.
د ناټو مطبوعاتي دفتر په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.
ایران د احسان افرشته په نامه یو بل زنداني اسراییلو ته د «جاسوسي» په تور اعدام کړ
دایران حکومت د احسان افرشته په نامه یو بل زنداني اسراییلو ته د «جاسوسي» په تور اعدام کړ.
دازادې اروپا راډیو ایراني څانګه، راډیو فردا رپوټ ورکوي چې میزان نیوز چې دایران قضايي قوې ته نږدې رسنۍ ده ویلي دي چې افرشته «په نیپال کې د موساد لخوا روزل شوی و او د ایران حساس معلومات ی اسراییلو ته پلورل»، او نن چهارشنبې د غویي په ۲۳ مه اعدام شو.
په راپور کې پرته له جزییاتو ویل شوي چې افرشته «د یوه نظامي بنسټ اړوند شرکت کې د سایبري کارپوه په توګه کار کاوه».
«میزاننیوز» د دغه زنداني په اړه خپل رپوټ کې دا نه دي ویلي چې هغه څه وخت نیول شوی او محاکمه شوی و، او نه هم د هغه د محاکمې د جزیاتو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
دایران حکومت دوه اونۍ مخکې هم د مهدي فرید په نوم یو بل زنداني اسراییلو ته د جاسوسي په تور اعدام کړی و.
ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې، د ایران حکومت لږ تر لږه ۲۱ کسان اعدام کړي او تر ۴۰۰۰ زیات نور یې نیولي دي.
د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقوقو د نورو بنسټونو د معلوماتو له مخې، ایران له چین وروسته په نړۍ کې د اعدامونو تر ټولو لوړه کچه لري.
ټرمپ چین ته د سفر په پیل کې وویل چې له خپل چینايي سیال غواړي چې خپل هیواد د امریکايي کمپنیو پرمخ پرانیزي
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ چین ته د سفر په پیل کې وویل چې د چین له ولسمشر شي جین پینګ څخه به وغواړي چې خپل هیواد د امریکايي کمپنیو پر مخ پرانیزي.
تمه ده چې په دې مهمه سرمشریزه غونډه کې د ایران دجګړې په هکله هم خبرې وشي.
د نیویډا او تسلا کمپنیو مشران ،جنسن هوانګ او ایلان ماسک هم ولسمشر ټرمپ سره چین ته د سفر ملګري دي.
ولسمشر ټرمپ واشنګټن څخه تر روانیدو وروسته پر ټولنیزو رسنیو ولیکل :"زه به له ولسمشر شي، چې یو ډېر ممتاز مشر دی، وغواړم چې چین پرانیزي، څو دا تکړه کسان خپل استعداد وکاروي او د چین ولسي جمهوریت لا لوړې کچې ته ورسوي!"
د نورو سترو شرکتونو یو شمېر اجرائیه رئیسان، لکه د اپل مشر تیم کوک هم د دې سفر لپاره بیجینګ ته ځي. دا نږدې په لسو کلونو کې چین ته د یوه امریکايي ولسمشر لومړنی سفر دی.
ټرمپ سپینې ماڼۍ څخه د روانېدو پر مهال وویل چې تمه لري له خپل چینايي ساري سره د ایران په اړه “اوږدې خبرې” وکړي، ځکه ایران خپل زیاتره هغه تېل چې د امریکا تر بندیزونو لاندې دي، چین ته پلوري.
ټرمپ: ایران به غني شوي یورانیم وروسپاري
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، سل په سلو کې ډاډه دی چې ایران به د یورانیمو غني کیدل ودروي او زیرمه شوي یورانیم به امریکا ته وسپاري.
ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې ایرانیانو ژمنه کړې ده چې نور به یورانیم نه غني کوي او غني شوي یورانیم به موږ ته سپاري. ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې بیړه پکار نه ده، موږ ایران محاصره کړی دی هغوی ته به هیڅ پیسې پاتې نه شي او موږ نه شو کولی چې دوی پریږدو چې اټومي وسلې جوړې کړي او له هغوی څخه استفاده وکړي.
ټرمپ د دوشنبې په شپه هم ویلي و چې د ایران پر اسلامي جمهوریت به تر هغو فشار روان وي چې یوه توافق ته رسیږي.
د بریکس د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه په نوي ډیلي کې
ټاکل شوې ده چې پنجشنبه( د مې ۱۴ مه) په هند کې د بریکس هیوادو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پرانیستل شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت رویټرز اژانس ته ویلي دي چې دا دوه ورځنۍ کلنۍ غونډه به په پلازمېنې نوي ډيلي کې وي.
د بریکس سازمان په ۲۰۰۹ کال کې د برازیل، روسیې، هند، چین او جنوبي افریقا له لورې تاسیس شو او بیا ایران، مصر، ایتوپيا، اندونیزیا، او متحده عربي امارات ورسره یوځای شول.
هند سږکال د بریکس سازمان مهالنۍ مشري کوي.
د خیبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې چادونې نهه کسان وژلي دي
په خیبرپښتونخوا کې په یوه ګڼه ګوڼي مارکیټ کې نن سې په یوه چاودنه کې نهه کسان وژل شوي او لسګونو نور ټپیان شوي دي.
دغه چاودنه د لکي مروت د سیمې په نورنګ بازارکې شوې ده.
د رویترز د راپورله مخې د پېښې له ځایه خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې دوکانونه زیانمن شوي او یو موټر سخت ویجاړ شوی دی.
دا برید وروسته له هغې شوی چې د شنبې په ورځ د بنو ولسوالۍ د پولیسو پریوې پوستې د موټر بم او ورپسې ډزو په نتیجه کې ۱۵ پولیس ووژل شول.
د هغې حملې مسولیت د اتحاد المجاهدین په نوم ډلې اخیستی خو د ننۍ پیښې مسولیت تراوسه چا یا کومې ډلې ندی اخیستی.
اسلام اباد ومنله چې هغه هیواد ته ورغلي یوشمیر ایرانۍ الوتکې همغلته پاتې دي
پاکستان هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې ایران ته یې د اسلاماباد نورخان هوايي اډه کې د پوځي الوتکو د ځای پر ځای کولو اجازه ورکړې ده.
امریکایي سي بيا ېس شبکې راپور ورکړی و چې ایران د اوربند له اعلان وروسته خپلې څو پوځي الوتکې په دغه اډه کې ځای پر ځای کړې دي.
خو پاکستان په یوه رسمي اعلامیه کې دا راپورونه "تیرایستونکي" بللي او ویلي یې دي چې ایراني الوتکې د ایران او امریکا د خبرو اترو د لومړي پړاو وروسته د ډیپلوماټیکو، امنیتي او اداري ټیمونو د لېږد لپاره پاکستان ته داخلې شوې وې.
اسلام اباد زیاته کړې چې ځینې الوتکې او ملاتړ کوونکي پرسونل په موقتي ډول په پاکستان کې پاتې شوي، څو د راتلونکو احتمالي خبرو لپاره چمتو وي.