د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

غزه کې د اوربند ګړندۍ هڅې؛ د حماس ډلې يو لوړ رتبه پلاوی مصر ته تللی


د فلسطين بيرغ
د فلسطين بيرغ

د حماس ډلې یوه لوړ رتبه چارواکي نن شنبه د مصر پلازمېنې قاهرې ته د خپل یوه هیئت د لېږلو خبر ورکړ.

د حماس ډلې دغه هیئت نن د مصر پلازمېنې قاهرې ته په‌داسې حال کې ورسېد، چې په غزې تړانګه کې د اوربند د ټینګښت او د یرغمل شویو د خلاصون لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له‌مخې، له قطر څخه چې حماس په‌کې سیاسي دفتر لري، مصر ته د حماس ډلې د هیئت د رسېدو خبر د قاهرې په هوايي ډګر کې ځینو سرچینو ورکړی دی.

تر دې مخکې د حماس ډلې یوه لوړ رتبه چارواکي عزت الراشق ویلي وو، چې د دوی دغه هیئت به په قاهره کې په هغو مذاکرو کې برخه نه اخلي، چې هدف یې په غزه کې د اوربند ټینګښت او د یرغمل شویو خلاصون دی.

د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.
د حماس ډلې دغه لوړ رتبه چارواکي ویلي، چې د دوی هیئت به د مصر له لوړ رتبه استخباراتي چارواکو سره وګوري، چې د غزې د اوربند په اړه د روانو خبرو د پرمختګونو په اړه اطلاعات ورکړل شي.

د حماس دغه هیئت د دوو منځ‌ګړو مصر او قطر په بلنه قاهرې ته سفر کوي، چې د روانو مذاکرو په اړه په مستقیم ډول اطلاعات ترلاسه کړي.

تېره اوونۍ د اسرايیل او د امریکا د متحده‌ایالتونو چارواکو هم له مصري چارواکو سره د خبرو لپاره قاهرې ته سفر وکړ.

قطر، مصر او د امریکا متحده‌ایالتونه له میاشتو راهیسې د اسرايیل او حماس ډلې ترمنځ د مستقیمو مذاکرو د هڅو منځ‌ګړیتوب کوي.

د دغو خبرو مخکېنی پړاو د قطر په پلازمېنه دوحه کې بشپړ شوی و، خو د پام وړ پرمختګ په‌کې نه و لیدل شوی.

په غزه کې د جګړې د ختمولو لپاره په مذاکرو کې یوه لانجمنه مسئله د اسرايیل هغه غوښتنه ده، چې غواړي د غزې تړانګې او مصر ترمنځ د سرحد دایمي کنټرول یې په لاس کې وي، خو هم مصر او هم حماس دا غوښتنه رد کړې ده.

د امریکا اکسیاس (Axios) خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جو بایډن د اسرايیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو غوښتنه کړې چې د یرغمل شویو د خلاصون او د اوربند د موافقې په لومړۍ مرحله کې، اسرايیلي پوځیان د مصر او غزې له سرحدي سیمې وباسي.

د راپور له‌مخې نتنیاهو یوازې له یوه سنګر د خپلو پوځیانو له ایستلو سره موافقه کړې ده.

XS
SM
MD
LG