د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

غزه کې د اسراييل عمليات؛ راپورونه: د بې‌ځايه شويو په مخه ټولې لارې بندې شوي


خلک خوندي سيمو ته په وتلو دي.
خلک خوندي سيمو ته په وتلو دي.

داسې مهال چې اسراییل په غزه کې د حماس ډلې د ځپلو عملیاتو ته دوام ورکوي، په سیمه کې د غزې د بې‌ځایه شویو خلکو پر مخ ټولې لارې بندې شوې دي.

په‌‌داسې حال کې چې اسراییلي ځواکونه د حماس ډلې د ځپلو لپاره عملیاتو ته دوام ورکوي او د فلسطیني چارواکو په وینا په‌دې ترڅ کې ۱۷ کسان وژل شوي د غزې له جګړو بې‌ځایه شوي فلسطینیان ډلې ډلې په ساحلي سیمو کې خوندي ځایونو ته روان دي.

له بلې خوا د مصر په پلازمېنه قاهره کې د اوربند په اړه خبرې روانې دي، خو په‌دې خبرو کې د جګړې د پای ته رسېدو په صورت کې د غزې په تړانګه کې پر دوو اساسي دهليزونو د ولکې په ګډون د مهمو اختلافي مسایلو په اړه د پرمختګ ډېرې لږې نښې لیدل کېږي.

اسراییلو په‌دې وروستیو کې په غزه کې د جګړې له سیمو د ملکي وګړو د ایستلو څو فرمانونه ورکړي، چې د فلسطینیانو، ملګروملتونو او مرستندویو موسسو انتقادونه یې پارولي دي.

دا انتقادونه تر ډېره پردې دي چې د بشري مرستو ساحې کمې شوي او خوندي ځایونه نه‌شته.

له سيمې د خلکو د مرګ‌ژوبلې خبرونه هم ورکول شوي دي.
له سيمې د خلکو د مرګ‌ژوبلې خبرونه هم ورکول شوي دي.

بې‌ځایه شوې کورنۍ چې په جنوبي خان یونس او مرکزي دیر البلاح ښارونو کې یې پناه اخیستې ده، وايي چې دوی د سمندر په غاړه په ځای پر ځای شویو خېمو کې ژوند کولو ته اړ شوي دي.

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، د اسراییلي پوځ په حملو کې د غزې په تاریخې ولسوالیو بوریج Bureij او مغازي Maghazi کې نهه کسان، په خان یونس کې پنځه او په رفح کې درې کسان وژل شوي دي.

دا جګړه د اکتوبر په اوومه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس ډلې د اسراییل پر قلمرو برید وکړ، نژدې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

د جګړې له پیلېدو وروسته د اسراییلو په حملو کې د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا له ۴۰۴۰۰ زیات فلسطینيان وژل شوي دي او د غزې د ټولو ۲،۳ میلیون وګړو ډېره برخه څو څو ځلې بې‌ځایه شوي دي.

مرستندویې ټولنې وايي، د غزې اوسېدونکي د خوړو او درملو له جدي کمښت سره مخامخ دي.

دا جګړه د اکتوبر په اوومه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس ډلې د اسراییل پر قلمرو برید وکړ، نژدې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

بل‌خوا ملګروملتونو په غزه کې خپل فعالیت پرون وروسته له هغه وځنډاوه، چې اسراییلو د یک‌شنبې په ورځ په دیر البلاح کې چې د دې سازمان د فعالیتونو مرکز دی خلکو ته له خپلو مېنو د وتلو نوی فرمان ورکړ.

خلک داسې مهال له سيمې روان دي چې اسراييل د حماس ډلې پر وړاندې پوځي عمليات پيل کړي دي.
خلک داسې مهال له سيمې روان دي چې اسراييل د حماس ډلې پر وړاندې پوځي عمليات پيل کړي دي.

د ملګروملتونو د یوه چارواکي په وینا اسراییلو دا فرمان هغه مهال ورکړ چې، ملګروملتونو په غزه کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د نژدې شپږنیم لکه ماشومانو د واکسین کمپاین ته تیاري نیوله.

داسې مهال چې جګړې روانې دي د بېلابېلو اړخونو مرکچیان په غزه کې د اوربند او د اسراییلو له زندانونو د فلسطیني بندیانو په بدل کې د ۱۰۹ اسراییلي او بهرنیو برمته‌و د خلاصون لپاره په قاهره کې خپلو خبرو ته دوام ورکوي.

که څه هم د امريکا متحده‌ایالات مصر او قطر چې د اوربند د خبرو منځ‌ګړتوب کوي، د دې هڅو بریا ته هیله‌من دي، خو حماس او اسراییل په خبرو کې د پرمختګ پر وړاندې د خنډونو د جوړولو پړه پر یو بل اچوي.

د امريکا متحده‌ایالات او اروپايي ټولنه حماس تروریستي ډله بولي.

XS
SM
MD
LG