د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۸ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

حزب‌الله پر اسراییلو تر ۱۰۰ زیات توغندي ویشتلي؛  شاوخوا یو میلیون اسراییلیان پناه‌ځایونو ته ولېږدېدل


د اسراییلو حیفا کې د حزب‌الله د توغندیزو بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
د اسراییلو حیفا کې د حزب‌الله د توغندیزو بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د لبنان حزب‌الله نن سهار وختي د اسراییل په شمال کې پر څو سیمو تر ۱۰۰ زیات توغندي وویشتل.

حزب‌الله ډلې نن سهار یکشنبې د حیفا بندر په شمول د اسراییل شمالي ښارونه په نښه کړل.

د اسراییل په درېیم لوی ښار او شاوخوا ښارونو کې ښوونځي او ډېر نور عادي ورځني فعالیتونه وځنډول شول.

د اسراییل پوځ ویلي چې حزب‌الله له منځ‌واټنه توغندو څخه هم کار اخیستی او لسګونه ملکي هدفونه یې ویشتلي دي.

د اسراییل پوځ وایي، په یوه ساعت کې حزب‌الله ۱۰۰ توغندي ویشتلي دي.

د اسراییل د دفاع وزارت د ویاند په وینا، د حزب‌الله ډلې توغندیو د اسراییل ملکي وګړي په نښه کړي دي.

اسراییلي رسنیو د خپل هېواد په شمالي برخو کې پر عامه ځایونو د حملو له کبله د زیانمن شویو او ویجاړو شویو کورونو، د لسګونو سوځېدلیو موټرو او د راکټونو د ټوټو عکسونه او ویډیوګانې خپرې کړي دي.

د اسراییل مرستندویه ادارو ویلي چې یو شمېر ملکي کسان ټپیان شوي دي.

ویل کېږي چې زیاتره کسان هغه مهال ټپیان شول چې پناه‌ځایونو ته روان وو.

مګر د هارتص ورځپاڼې پر اساس، له بریدونو وروسته د خطر زنګ ووهل شو او په همدې مهال په یوه ترافیکي پېښه کې یو تن ووژل شو.

په ټپیانو کې یو تن د مسلمان مېشتي ښار "جدیده مکر" اوسېدونکی و.

د اسراییلي پوځ د راډیو د راپور له مخې، د حزب‌الله د حملو له زیاتېدو سره د اسراییل د شمال یو میلیون اوسېدونکو پناه‌ځایونو او خوندي ځایونو ته پناه وړې ده.

د اسراییلو په کریات کې د حزب‌الله د توغندیو له کبله د اوښو زیانونو یوه څنډه
د اسراییلو په کریات کې د حزب‌الله د توغندیو له کبله د اوښو زیانونو یوه څنډه

حیفا او د دغه بندر شاوخوا ښارګوټي، کریات بیالیک، یوکنیام، عمک ییزرایل او د لوېدیځ ګالل مېشت ځایونه له هغو سیمو څخه دي چې د حزب‌الله د راکټي بریدونو له‌خوا په نښه شوي دي.

له دې سیمو پرته د طیرات هکارمل او کریات اطا ښاروګیو اکثره ښوونځي او د عامه او خصوصي موسسو فعالیتونه درول شوي دي.

رامبام روغتون، چې په حیفا کې یو لوی طبي کمپلېکس دی او له حیفا دباندې نورو روغتونونو اعلان وکړ چې دوی د درملنې چارې د ځمکې لاندې مرکزونو او خوندي ځایونو ته لېږدوي.

له بلې خوا، حزب‌الله د یکشنبې په ورځ په خپلو بیانونو کې، پرته له دې چې په حیفا او د اسراییل په نورو شمالي ښارونو کې په ملکي هدفونو باندې بریدونه یاد کړي، ادعا وکړه چې دوی د خپلو کسانو په مخابراتي تجهیزاتو کې د چاودنو په ځواب کې د حیفا بندر په څنډه کې د کرایوت په سیمه کې په رافایل تاسیساتو باندې برید کړی دی.

رافایل د اسراییل د هغو پوځي صنعتونو برخه ده چې په ټول هېواد کې ډېرې فابریکې لري.

حزب‌الله دا هم ویلي چې د اسراییل له پولې ۵۰ کیلومتره لیرې یې د رامات ډیویډ پر اډې برید کړی دی.

دې ډلې ویلی چې د یکشنبې په ورځ د دوی بریدونه د نورو بریدونو لپاره یو پیل و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG