د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

د ایران په تایباد کې د هر ډول قانوني او بې اسناده افغان کډوالو پر استوګنه بندیز لګېدلی


د ایران د مشهد یوه څنډه
د ایران د مشهد یوه څنډه

د ایران د تایباد ښار څارنوال حجت صدیقي په دغه ښار کې د قانوني او بې اسنادو افغان کډوالو پر استوګنه بندیز لګولی او پر دوی یې د هر ډول معاملو، کور کرایه کولو او پلور بندولو اعلان کړی دی.

حجت صدیقي د شنبې په ورځ د ایران له ایرنا خبري اژانس سره مرکه کې ویلي چې څارونکو دستګاوو د تایباد ښار د جایدادونو له سلاکارانو سره پرله‌پسې ناستې ترسره کړي دي.

نوموړي دې ته په اشارې چې سرحدي ښارونو کې پر قانوني یا بې اسنادو بهرنیو وګړو باندې د استوګنې کورونو خرڅولو یا کرایې ورکولو او ان د هغوی پر استوګنه بندیز لګېدلی ویلي چې د کورونو مالکان په هېڅ ډول خپل کورونه دغه افغان قانوني او بې اسنادو وګړو ته کرایه نه شي ورکولای او یا هم یې پرې نه شي پلورلی او په خبره یې که چېرې له دې امر نه چا سرغړونه وکړه، له هغوی او د جایدادونو له سالاکارانو سره به یې قانوني چلند وشي.

نوموړي زیاته کړې چې دې ته په کتو چې افغانستان تایباد او دوغارون سرحدي سیمو ته نږدې دی، دغې سیمې ته د خراسان رضوي ولایت نورو سیمو په پرتله د افغانانو تګ راتګ زیات دی.

ویل کېږي چې دغه ښار د ایران له مشهد نه د ۲۲۵ کلیو متره په لیرې پروت دی.

بلخوا په ایران کې ځینې مېشت افغان کډوال د د موضوع د تاییدولو تر څنګ وایي چې دغې چارې په یاد هېواد کې دوی ته ژوند ستونزمن کړی دی.

منګل وايي: موږ نور نه شو کولای چې کورونه ونیسو، له دې مخکې مو د دوستانو او اشنا په واسطه کړلای شول چې یو کور پیدا کړو، خو اوس یې نه شو کړای، ورځ په ورځ مو ستونزې ډېرېږي.

د ایران په تایباد سیمه کې مېشت افغان کډوال منګل ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "د تایباد سیمې ښاروالۍ امر کړی چې هېڅ افغان نور د تردد حق نه لري او باید خپل هېواد ولاړ شي، موږ نور نه شو کولای چې کورونه ونیسو، له دې مخکې مو د دوستانو او اشنا په واسطه کړلای شول چې یو کور پیدا کړو، خو اوس یې نه شو کړای، ورځ په ورځ مو ستونزې ډېرېږي."

په دې ښار کې بل مېشت افغان کډوال چې د امنیتي ستونزو له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، هم ازادي راډيو ته وویل: "هغه کسان چې له افغانستان په ناقانونه توګه راغلي، په هېڅ صورت ورته کورونه نه ورکول کېږي، که څوک کورونه ورکړي نو لوړې جریمې پرې لګول کېږي، اوس د افغانانو اندېښنې تر پخوا هم ډېرې شوې دي."

بلخوا ځینو ایراني رسنیو د ایران د داخلي چارو کمېسیون په حواله بهرنیو وګړو ته د منظموالي طرحې جوړولو د څېړلو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه کمېسیون اعلان کړی چې له دې وروسته په ایران کې بهرنیو وګړو ته دایمي اقامه هم نه ورکول کېږي.

د دغه کمېسیون ویاند ویلي، د دغې طرحې له مخې به لنډ مهالو اقامو کې یو کلنه، درې کلنه او احتمالاً اووه کلنې اقامې به هم په کې شاملې وي.

د ایران د انتظامي ځواکونو قوماندان احمد رضا رادان ویلي چې تر اوسه له ایرانه له ۷۵۰زره زیات کډوال ایستل شوي دا شمېر به د روان لمریز کال تر پایه دوه میلیونو ته ورسېږي.

له ایرانه تازه ایستل شوي افغان کډوال
له ایرانه تازه ایستل شوي افغان کډوال

د نوموړي په خبره، روان کال له پنځو سوو زر ناقانونه کډوال نیول شوي او له ایرانه شړل شوي او دغه راز ۲۵۰زره نور بهرني وګړي بیا په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي

د ایران حکومت ډېر کله د "بهرنیو وګړو" اصطلاح افغان کډوالو ته کاروي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په میلیونونو افغانان ایران ته کډوال شول او د هغو معلوماتو له مخې چې تېره میاشت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ پر پاڼه خپاره شوي، دا مهال ۸.۳ میلیونه افغان کډوال په ایران کې مېشت دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG