د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

یو شمېر افغان کډوال: د ایران حکومت له خبرتیا پرته زمونږ سیمکارتونه او بانکي حسابونه تړلي


ارشیف: په ایران کې د مبایل پلورنې دوکان
ارشیف: په ایران کې د مبایل پلورنې دوکان

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال وايي، پرته له دې چې مخکې کومه خبرتیا ترلاسه کړي، سیمکارتونه او بانکي حسابونو یې د یاد هېواد د حکومت له‌خوا تړل شوي دي.

په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په دوام، د دغه هېواد دولت په یوه تازه اقدام کې د افغان کډوالو سیمکارتونه او بانکي حسابونه تړلي دي.

یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي سیمکارټونه او بانکي حسابونه یې د اوسېدو په قانوني اسنادو اخیستي وو، خو بیا هم پرته له دې چې له مخکې کوم خبر ورکړل شي، ورتړلي یې دي.

یوه له دوی څخه سعیده ده چې وايي، د ایران حکومت د دې اقدام له امله یې د ژوند ورځنې چارې له ستونزې سره مخ شوي دي.

هغه وايي: "زموږ د کورنۍ د څو غړو سیمکارتونه په دې پلمه تړل شوي چې څښتن یې له هېواده وتلی، په داسې حال کې چې موږ اوس هم په ایران کې یوو، خو سیمکارتونه مو بند شوي دي، هم سیمکارتونه، هم مو بانکي حسابونه مو بند شوي دي."

اغلې سعیده وايي، د بانکي کارتونو په درلودو سره دوی کولای شول چې په بېلابیلو برخو کې تخفیف تر لاسه کړي چې په خبره یې اوس له دې امتیاز نه دي برخمن.

په ایران کې یو بل افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي هم ورته شکایت لري او وايي: "سیمکارت مې یوه میاشت فعاله و بیا بند شو، دې لپاره چې اړتیا وه دفتر ته مو مراجعه وکړه، ومو ویل چې سیمکارت بند شوی، هغوی وویل دا زموږ په لاس نه دی، تاسو باید شبکې ته ولاړ شئ او د افغانانو سیمکارت د دولت له‌خوا بند شوی، فقط همدومره یې وویل نور یې څه ونه ویل."

پویا وايي: ما په خپله ولیدل، زما د ملګرو موبایلونه کار نه کوي، اوس هم زه ورسره په تماس کې نه یم، ځکه موبایلونه یې بند دي.

په ایران کې د افغان خبریالانو د فدراسیون مسوول امېد پویا هم د دې موضوع په تایید سره ازادي راډيو ته وویل: "ما په خپله ولیدل، زما د ملګرو موبایلونه کار نه کوي، اوس هم زه ورسره په تماس کې نه یم، ځکه موبایلونه یې بند دي، دا چې سیمکارت نه‌لري باید د خپل کار څښتن یا یو بل ایراني په نوم سیمکارت واخلي چې بند نه شي، آن هغه کسان چې په پاسپورټ راغلي سیمکارتونه یې بند شوي دي."

دا ستونزې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې داسې مهال دي چې په دې وروستیو کې دې هېواد پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي، په لویو ښارونو کې یې د هغوی پر کار او فعالیتونو سخت بندیزونه لګولي او د ایستلو له ګواښ سره هم مخ دي.

د ایران د امنیتي ځواکونو عمومي قوماندان احمد رضا رادان د وږي په ۲۰مه نېټه یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې وویل، هغه دوه میلیون افغانان چې په ایران کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري د ۲۰۲۵م کال د مارچ د میاشتې تر پایه به وایستل شي.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واکمنۍ وروسته په تېر درېیو کلونو کې د بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او امنیتي ګواښونو د زیاتېدو او د طالبانو د محدودیتونو له امله ګڼ افغانان کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په وینا په اوس وخت کې شاوخوا ۴،۵ ميلیون افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي، خو ایراني چارواکي د افغان کډوالو غیر رسمي شمېر له‌دې زیات ښیي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG