د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

د ايران په تهران او البرز ولايتونو کې د افغان کډوالو پر کار ګمارنې بنديز لګېدلی


د پلازمېنې تهران د یوه بازار څنډه
د پلازمېنې تهران د یوه بازار څنډه

په ايران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ستونزو د ډېرېدو په دوام، تازه د ايران د تهران او البرز ولايتونو چارواکو د خوارکي توکو د توليد په کارخونو او روغتیايي مرکزونو کې د افغان کډوالو پر کار ګمارنې بنديز لګولى دی.

د تهران ولایت سرڅېړونکي افشين سهراب خان د چهارشنبې په ورځ یوې غونډې ته ویلي، د خواراکي توکو توليدونکي اجازه نه‌لري چې، قانوني او يا هم غير قانوني افغان کډوال پر کار وګماري.

نوموړي دغه‌شان زياته کړې چې، د خوراکي توکو تولید مرکزونو کې د افغان کډوالو ګمارل به قانوني پایلې ولري.

د بهرنيو وګړو ګمارلو ته که هغه قانوني وي يا غير قانوني اجازه نه ورکول کېږي
د تهران ولایت سرڅېړونکي افشين سهراب خان

نوموړي ويلي: "د خوراکي توکو ټول توليدونکي بايد په‌دې پوه شي چې د خوراکي توکو د توليد په کارځايونو او مرکزونو کې د بهرنيو وګړو ګمارلو ته که هغه قانوني وي يا غير قانوني اجازه نه ورکول کېږي، له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي او توليد شوي توکي به يې د عامو خلکو لپاره غير معياري او غير صحي وبلل شي."

په ورته وخت کې د البرز ولایت سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو مرستیال مرتضی ولي‌پور هم ویلي، د ایران د کورنیو چارو وزارت په حکم، د خوړو د تولید او هغه روغتیايي مرکزونه چې کډوال استخداموی، له قانونی چلند سره به مخ شي.

د البرز ولايت سياسي، امنيتي او ټولنيز مرستيال وويل، په دغه ولايت کې مېشت بهرني اتباع بايد قوانين او مقررات مراعت کړي او هغه کسان چې نظام ګډوډوي، بېرته به خپلو هېوادونو ته ولېږل شي.

خو نوموړي په‌دې اړه نور جزیات نه‌دي ورکړي.

تر دې مخکې په ايران کې د تهران د دندو د تنظیم ادارې د ايران په واټونو او عامه ځايونو کې د افغان پلورونکو په هر ډول کار بنديز لګولى و.
تر دې مخکې په ايران کې د تهران د دندو د تنظیم ادارې د ايران په واټونو او عامه ځايونو کې د افغان پلورونکو په هر ډول کار بنديز لګولى و.

په ايران کې مېشت افغان کډوال چې ډېرى يې په افغانستان کې د بې‌کارۍ له امله د کار کولو په موخه ايران ته تللي وايي چې، په‌دې حکم سره به پر افغان کډوالو د کار چاپيريال نور هم تنګ او ستونزې به يې لا ډېرې شي.

"د حمل مياشتې را په‌دې‌خوا اعلان شوى و، هغه څوک چې غواړي د خوراکي او بهداشتي موادو په مرکزونو کې کار کوي بايد يو سرټفکېت ولري لکه قصابي او نورو ځايونه
ايران کې يو افغان کډوال

په ايران کې يو افغان کډوال چې د نوم له ښودلو ډډه کوي وايي، یو ځل له خپله کارځايه شړل شوی هم دی.

هغه وايي: "د حمل مياشتې را په‌دې‌خوا اعلان شوى و، هغه څوک چې غواړي د خوراکي او بهداشتي موادو په مرکزونو کې کار کوي بايد يو سرټفکېت ولري لکه قصابي او نورو ځايونه، خو اوس يې دا قانون هم لرې کړى او هغه کارت هم نه ورکوي، د حفظ الصحې کسان راځي څارونکي او بهرني وګړي چې دغو مراکزو کې په کار بوخت وي له کاره باسي ان بنديانوي يې."

په ايران کې يو بل افغان کډوال بيا وايي چې، دا کار به په ايران کې د افغان کډوالو پر اقتصاد او مالي وضيعت ناوړه اغېزه وکړي، ځکه په خبره يې يو کس چې چېرته کاري تجربه ولري په کلونو يې کار کړى وي، نه‌‌شي کولى بل چېرته په اسانۍ کار وکړي.

په تهران کې مېشت افغان کډوال ذبيح‌الله ازادي راډيو ته وويل: "ايران وايي چې هيڅ افغان نه‌شي کولى هغو ځايونو کې چې خوراکي توکي جوړېږي کار وکړي، يو کس چې څلور کاله، اووه کاله چېرې کار کړى وي خپل کاري مهارتونه يې زده کړي وي، نه‌شي کولى بل چېرې په اسانۍ کار وکړي، مجبور دی خپل بار او بستره وتړي او افغانستان ته ولاړ شي، ستونزې ډېرې دي بايد زموږ غوښتنو ته پام وشي."

نوموړى زياتوي چې دا د ايران شرکتونو او د کاري مرکزونو ته هم ډېر زيان رسوي، ځکه تجربه لرونکي کسان چې په کلونو يې کار کړى، له کاره باسي.

تر دې مخکې په ايران کې د تهران د دندو د تنظیم ادارې د ايران په واټونو او عامه ځايونو کې د افغان پلورونکو په هر ډول کار بنديز لګولى و.

په تهران کې د دندو د تنظیم ادارې مشر سعید بیګي د میزان په څلورمه د ایران له ايرنا خبري اژانس سره په مرکه کې د دغو افغان پلورونکو کار جرم بللى و.

د يادونې وړ ده چې، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ډېری افغانان د بې‌کارۍ او بېلابېلو نورو ستونزو او دلایلو له امله ايران ته تللي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG